تازه او عاجل خبر

دفراه ولایت دمرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې دامیرالمؤمنین اختریز پیغام په پراخه کچه توزیع او واورول شو(انځوریز)

دتېرو کلونو په څیر سږ کال هم د نیکمرغه کوچني اختر په  مناسبت داسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده صاحب – حفظه الله تعالی ورعاه-  اختریز  پیغام  په پراخه کچه چاپ او په هیوادوالو باندي توزیع شو

ددې ترڅنګ داسلامي امارت مجاهدینو نن سهار داختر دلمانځه په مهال په عیدګاؤ کې  د زرهاؤ خلکو په  وړاندي پیغام واورول

په فراه کې ولایت کې  دامیرالمؤمنین دپیغام  ترلاسه کولو لپاره هیوادوالو ډېره زیاته لېوالتیا درلوده اوهرچا یې د ترلاسه کولو هڅې کولي

زموږ همکار یاد بهیر له نږدي څارلی او داڅو عکسونه یې رالیږلي



دا هم ولولئ  بغلان کې د اشکمش امنيه قوماندان او ۳ عسکر ووژل شول
Close