سیاسي لېکنې

دمجاهدینو د بریا راز

د ورځي خبره:

دې وروستیو کي جهادي بریاوي خورا ډیري شوي،د ګران هیواد په شمال اوجنوب،لویدیځ او ختیځ کي هره ورځ د فتحو زیري زمزمه کیږي،په داسي حال کي چي دښمن داسبابو په نړۍ کي له مجاهدینو څخه په مراتبو قوي دی،خو ددې ځواک سره سره دمجاهدینو په وړاندي سرکوب دی.

دمجاهدینو د بریالیتوب ستر سبب د الله تعالی نصرت دی،ځکه که دالله تعالی امداد شامل حال نشي،مادي اسبابو ته وکتل شي،نو دښمن د هوایې او مځکني ډول ډول وسایلو او وسایطو څخه برخمن دی او دهمدې اسبابو په وړاندي مجاهدین بیخي تش لاس بلل کیږي او طبعي ده چي دتش لاسي او وسله وال ترمنځ مقابله به د وسله وال په ګټه پای ته رسیږي.

خو له کوم طرف سره چي د کائیناتو دخالق او قادر څښتن نصرت مل شي نو بیله شکه به ددښمن مجهزي لښکري ورته سلامي کیږي.

دمجاهدینو د کامیابۍ بل سبب د ولس ملاتړ دی،ځکه که دولس همکاري نه وي،نو بریا ترلاسه کول هسي یو خوب وخیال دی،د یرغلګرو او کابل رژیم سره دولس د نه همکارۍ ښکاره مثال دادی چي یرغلګر او دکابل رژیم وسله وال د پرمختللو وسلو،ډیرو پیسو او وحشت سره سره یوې کلیوالي سیمي ته تر هغونشي تللای چي یو لوی کاروان یې بدرګه او هوایې ځواک یې څارنه او پیره ونه کړي.

دا هم ولولئ  د شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمالک قدوسي د وفات له امله د خواشیني پیغام

خو یومجاهد بیا د یوه ټوپک سره دشپې او ورځي په غرونو،دښتو او کلیو کي ګرځي راګرځي،نه یوازي داچي له یوې سیمي بلي ته ازاد تګ راتګ کولای شي،بلکي ددښمن دوجود په صورت کي پر دښمن حمله هم کوي او ځان هم ساتي. ولي؟ ځکه ولس یې ملګری دی.

الله تعالی خپل محبوب پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته فرمایې چي:«هو الذي ایدک بنصره وباالمؤمنین» الله عز وجل هغه قادر ذات دی چي په خپل نصرت او دولس په ملاتړ یې ستا مرسته او نصرت وکړ.

څښتن تعالی د بشریت دتاریخ په اوږدو کي په مختلفو ځایونو او بیلابیلو ډولونو دخپلو فرمانبردارو او ضعیفو بندګانو سره مرسته کړې،قوي دښمن یې ځپلی او حتی دمرغانو او غوماشو په واسطه یې نابود کړی،مګر کمزورو،خو مؤمنو بندګانو ته یې بیا لویې لویې فتحي ور نصیب کړي دي.

پرمجاهدینو لازمه ده چي دالله تعالی بندګي کي نور هم ډیر کوښښ وکړي،اوامر یې پر ځای کړي او له نواهیو څخه یې په کلکه ډډه وکړي،شریعت تطبیق کړي،عدالت تامین کړي،د ظالم لاس ونیسي او مظلوم له ظلم څخه خلاص کړي.

دا هم ولولئ  په میدان وردګو کې ټولو بندو شوو روغتیايي مراکزوته بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

همداراز مجاهدین باید دخپل مجاهد ولس هر اړخیز خدمت ته ملا وتړي،امنیت یې وساتي،د لوټمارو مخه ونیسي،سوداګریزي اسانتیاوي ورته برابري کړي،بچیانو ته یې د دیني او عصري تعلیم لا ښه زمینه برابره کړي او دعام المنفعه تاسیساتو ساتنه  وکړي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close