محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

دمسلمه امت دورسته پاتی والی په اړه دخالص بابا رحمه وړاندویونه

لیکنه اوترتیب :
میاحفیظ الدین( قمری الحنفی)

دمسلمانانو دتنزل اساسی علت همدادی چی داسلام اودنیوی ژوند اوچارچلندر تر منځ دبیلتون مفکوره پیداشوی او له کومه وخته چې دافکر منځ ته راغلی ، چی اسلام یوازې دفردی عباداتو مجموعه ده ، داقتصاد، ثقافت ،سیاست ، زراعت او نورو دنیوی چارو سره کارنه لری ، له همدې وخته داسلامی نړۍ تنزل شروع شوی دی اوترڅو چی دغه مفکوره له منځه نه وی تللی تر هغی پوری اسلامی جوامع هم ترقی نه شی کولای
که اسلامی علماء اوسیاستمداران سره په ګډه داسلامی احکامو عملی کولو ته ملاوتړی او دزړه له کومی په دی لاره کی سره ګډه مساعی په کارو اچوی ، نوژرترژره به اسلامی ټولنې له اسلامی پاک دین سره بلد ې شی او دصحیح تدین اوتمدن په برکت به بیا یوځل داسی ترقی وکړی چی نن سبا دډیرو خلکو په خیال کی هم نه ګرځی

 



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close