تازه او عاجل خبر

دکابل  رژیم  په خپلې کومې پشتواني نازیږي  ؟

د ورځي خبره:

داسې ښکاري چې دهیواد روان سیاسي اوپوځي وضعیت دکابل رژیم دمفکرینو او د ارګ دمشاورینو حلقونه  سخت ورتریخ کړي ، هرلوري ته لاس او پښې اچوي او له خپل قد اومیچ څخه څو برابره زیات ټوپونه غورځوي خوهیڅ هم په لاس نه ورځي  .

حمدالله محب چې دکابل اداري امنیتي مشاوردی  څو ورځي وړاندي یې دپروان په ولایت کې دخبرو په مهال وویل : هغه سوله چې ددوی نظام راپرځوي نه یې مني اوپه وړاندې به یې کلک ودریږي ؛ محب یودوه ګامه نور هم په مخ ولاړ ويې ویل دېته هم چمتو دي ترڅو له امریکا څخه لار جدا کړي خو واک او اختیار به چاته ونه سپاري !!

دتعجب او خندا ځای خوداده چې اشرف غني په خپله وايي که امریکا دیوې اونۍ لپاره هم مخ ورنه واړوي او یواځي تېل ورباندي بند کړي  اردو به یې متلاشي او سره وه به پاشل شي .

دغه راز که دیوې میاشتي لپاره امریکا ددوی په رژیم او نظام  معاشونه ودروي  حتما به یې رژیم سقوط کوي او په اصطلاح ۱۸ کلني لاسته راوړني به یې خاوري ایري کیږي.

دا هم ولولئ  د دایکندي ګیزاب ولسوالۍ کې لسګونه مراکز فتحه شول: ویډيويي راپور

خو امنیتي مشاور یې دخلکو په سترګو کې خاوري وراچوي ، خپل حلقه بګوش ضمیر او لوېدلي څیرې ته ملي او افغاني رنګ ورکوي چې ګواکي اوسنی رژیم په رښتیا په خلکو او ولس کې جرړي او ریښې لري او له امریکایانو پرته هم چلیدلای شي.

دکابل پرسوده رژیم که دخلکو او ولس په زور او اراده متکي او استوار وای ابله ورځ به په کابل کې امریکايی سفیر ( جان باس  ) په صراحت دا قومنده نه ورکوله چې سوله تر ټاکنو مقدمه ده خو بیا هم که تاسې ټاکني کوی ۲۵ میلونه ډالره به درکړي خوپام له دولتي وسائلو او امکاناتو  ناوړه استفاده ونکړئ او له مقرراتو سرغړونه ونه کړئ!!!

له محب څخه پوښتو چې دغه رنګه قومنده چې څوک دچا بادار نه وي څوک یې چاته ورکولای شي؟

 طبعی خبره ده چې امریکا ډالر درکوي، معاش درکوي ،جنګي ماشین یې تراوسه  ستاسي په ګټه څرخي نو خامخا به یې هرې قومندې او حکم ته هم څڼي غورځوئ.

دا هم ولولئ  فارياب :  قيصارکې مزدور دښمن  ته  تلفات اوښتي

 دمحب هېردي که په یاد چې اوسنۍ ګډوله رژیم دخلکو په رایه راغی که دجان کیري په پریکړه او مصلحت ؟

اوس په خپلي کومي پشتواني نازیږئ؟ ولس خو دسیاسي اوشیطاني امتيازاتو دترلاسه کولو لپاره هره ورځ له تېغه تیروئ نه پکې ځوان ګوري نه بوډا ،نه ښځه او نه ماشوم.

 ایا له دغه ولس څخه دخپلې کومي پیرزويني او خواخوږي  په تناظرکې هیله کولای شئ چې باور درباندي وکړي او ملاتړ مو وکړي؟

له بل اړخه بادار امریکا مو هم ورځ تربلي درڅخه زړه تورې کیږي ځان درڅخه ټولوي اوستاسي له چیغو اودنارو ښکاري چې په غوږکې یې درته ویلي وي چې نور مو کار خپل ده

 دالله تعالی مرسته او نصرت خو هسي هم نشته درسره او نه بروسه ورباندي لرئ

 نو چې نه ولس درسره وي او نه امریکا څه فکر کوئ چې  په خپل زور او مټ به څو ورځي  په ارګ او افغانستان کې پاته او خپلي شرمېدلي واکمنۍ ته دوام ورکړئ؟



Close