پیغامونه اورسمي بیانونه

دکابل په اداره کې ولاړو عسکرو او نورو کارمندانو ته د دعوت او ارشاد کمیسیون ابلاغيه

الحمد لله وکفی، والصلواة والسلام علی رسوله المصطفی، وعلی اله واصحابه المجتبی، امابعد:
قال الله تعالی:
الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) اية سورة النساء.
ژباړه: الله جل جلاله فرمايلي: هغه كسان چې له مؤمنانو څخه پرته کافران په دوستۍ سره نيسي ايا له هغوی څخه عزت غواړي، بې له شکه چې ټول عزت له الله جل جلاله سره دی.
قال الله تعالی:
لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ. سورة المجادلة (22) اية.
ژباړه: الله جل جلاله ويلي: ته به داسې يو قوم ونه مومې چې په الله جل جلاله ايمان لري او بيا هم له هغه چا سره دوستي کوي چې هغه له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مخالفت او دښمني کوي اګر که دغه کسان يې خپل پلرونه، زامن، وروڼه، او قوميان ( د قبيلې خلک) هم وي.
ټولو ته معلومه ده چې اتلس کاله مخکې د امريکايانو په مشرۍ اسلام دښمنه ایتلاف د ګران هیواد افغانستان په حريم اوحرمت نا مشروع يرغل اوتجاوز وکړ، اسلامي نظام او يو مثالي امن يې له منځه يوړ، د افغانانو ملي خپلواکۍ او دیني معقدات یې یرغمل کړل، په هغو سربیره یې په لکونو عام اوبې دفاع افغانان شهیدان، شکنجه او له خپلو سیمو، کورونو او جونګړو څخه هجرت او کډوالی ته اړګرل.
اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت، د خپل مجاهد ولس په مرسته او د سرښندونکو مجاهدینو د قربانیو او تاریخي مقاومت په نتیجه کې امريکايان او له هغوی سره ملاتړي هېوادونه چې په هر ډول عصري ټکنالوژۍ سمبال وو له ماتې او شکست سره مخ کړل، ناولي موخې او ارمانونه يې نیست، نابود او له خاورو سره خاورې کړل، چې لله الحمد اوس موږ او تاسې ټول د دې خبري شاهدان یو چې مغروره امریکا او حامیان یې خپله ماته او شکست مني او هغې مرحلي ته رسیدلي چې له افغانستان څخه ځانته د وتلو لار جوړه کړي.
امریکایان که څه هم په دې لټه کې دي چې له افغانستان څخه خپلې قواوي وباسي؛ ولې ترڅنګ یې هڅه کوي چې خپله دغه شکست خورده او رسوا جګړه افغانانو ته په میراث پریږدي او نوره یې اوږده کړي.
له همدې امله اسلامي امارت، دکابل ادارې په صف کې ولاړو افرادو، منسوبینو، لوړپوړو او ټیټ پوړو مامورینو او په خاص ډول داردو اوامنیتي دوائرو په لیکو کې ولاړو عسکرو ته یوځل بیا اعلانوي چې په تیر اختر کې د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله په پیغام کې هغوی ته له کړیو توصیو څخه په سالمه استفاده هڅه وکړي چې د جګړې او بې ځایه مقاومت لاره پريږدې، يرغلګر اوستاسي باداران امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي؛ پکار ده چې نور د هغوی د شومو پلانونو لپاره له ځان څخه د سون توکي جوړ نکړئ په ځان رحم وکړئ، حقائق درک کړئ او ژرتر ژره دکفر او ګمراهی له صف څخه جلا او د اسلامي امارت حقپالونکي اونجات بښونکي غیږي ته پناه راوړي، په دې سره د دنيا اواخرت ښیګڼي وګټی اوخپل سر او مال محفوظ کړی.
اسلامي امارت خپله غېږه د ټولو هغو افغانانو لپاره خلاصه کړې چې په يو ډول نه يو ډول د کابل د ګوډاګۍ ادارې په ليکو کې کار کوي، چې خپل ژوند وژغوري لومړی خو له يرغلګرو سره په خپلو پخوانيو همکاريو پښېمانه او الله جل جلاله ته توبه وباسي او بيا عملا هم د يرغلګرو او د هغوی د غلامانو (ګوډاګۍ ادارې ) له ليکو څخه جلا شي او خپله مرسته ورسره پای ته ورسوي. والسلام علی من اتبع الهدی.

دا هم ولولئ  د هیواد د ستر مجاهد او دیني عالم مولوي سدوزي آغاصاحب د وفات په اړه د مولوي صاحب انوارالحق مجاهد حفظه الله د تسلیت پيغام

د اسلامي امارت د ارشاد دعوت، جلب او جذب کميسيون
۶/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۱۹/۳/۱۳۹۸هـ ش -ـ 2019/6/9م

درابطی شمیري: ( ۰۷۰۸۲۹۸۱۹۵ ) (۰۷۹۰۱۹۵۶۲۶)
د دعوت په نامه د مخابري نمبر: (۷۴۴۵)
ایمیل آدرسونه: ( [email protected]) ([email protected])



Close