ابدي ژوندي

د اخلاقو او تقوا لوړ مناره طارق جانه شهادت دې مبارک شه

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا الآیه
محمد طارق رحمه الله د روزالدین زوي د لوګر- مرکز-حصارک اوسېدونکۍ د ښو اخلاقو او اعلی تقوا لرونکی خاوند وو.
محمد طارق جان ډیر مخلص،شجاع،صابر،رازدار او د ډیر لوړ همت خاوند ؤ.نوموړی یو عقیدوي او فکري مجاهد هم ؤ.
نوموړی زما شاګرد او د شاګردۍ ترڅنګ زما ډير نژدي ملګری پاتي شوي،په ډيرو سفرونو کې یې ماسره ملګرتیا کړې.تل به یې په شونډو مسکا وو او له جهاد اومبارزې سره یې ډيره مېنه وه.
کله چې یې درې کاله مخکې کورنۍ یې خپل هېواد افغانستان ته ستنه شوه،نوموړی د حضرت قېس بن سعد رض د عالې لیسي په یوولسم ټولګې کې شاګرد وو،نوموړی خپل کورنۍ سره لاړه نه او یوولسم ټولګۍ یې د هجرت په دېار کې ولوسته.
لدې کبله چې له جهاد سره یې خورا دېره مینه وو،نو تل به یې د مکتب د د رسونو په جریان کې خپله تنده د مجاهدینو په ستاینو او د مجاهدینود جهادي ویډیوګانو په کتلو ماتوله.
کله چې د یوولسم ټولګې کلنۍ ازموینه پای ته ورسیده او په اعلی درجه بریالی شو،نو ما ورته وویل:چې اوس به کورته ځي او د خپل پلارجان او مورجانې په دیدار به مشرف کیږي او درې میاشتي رخصتي به د لوګر په یخو هواګانو کې تیروي، نو طارق جان ماته په مسکا وویل: چې ډیر وخت مو د دنیا لپاره هلي ځلي وکړې او دغه نهه میاشتني درسونه مې هم پای ته ورسیدل ،غواړم چې دغه درې میاشتي د الله ج د رضا لپاره د رښتینو اتلانو سره په ګرمو سنګرونو کې تیرکړم.
همداسې یې وکړل او د خپلو نږدي ملګرو سره د کنړمجاهد پرورې خاوري ته د جهاد لپاره لاړ.
د سفر یو مجاهد ملګری یې د طارق جان د سفر جریان داسې بیانوي: ((څرنګه چې د نوموړې رحمه الله لومړی سفر د جهاد ډګر ته وو،نو لومړی یې په کنړ ولایت کې د اعداد پړاوته لاس پورې کړ. د افغانستان اسلامي امارت تورې بوړې جهادي محاذ الفارق معسکر کې یې د اعداد دوره شروع کړ.لومړی یې د متفجراتو دوره وکړه،چې پدې دوره کې په ټولو شاګردانو کې لومړی مقام حاصل کړو او وروسته یې د خفیفه اسلحو دوره وکړه،چې پدې دوره کې یې هم لومړی مقام حاصل کړ)).
طارق جان د کنړ له جهادي سفر وروسته خپل پلرنې ټاټوبی لوګر ته لاړ او په لو ګر ولایت کې یې خپل جهادي فعالیتونه شروع کړ.
یو مجاهد ورور د طارق جان رحمه الله د جهادي سفر یوه خاطره داسې بیانوي:((په کونړ غرونو کې په جهادي سفر روان یو،نو د سفر په جریان کې سخت وږې شولو.مونږ سره هیڅ خوراکی توکې هم نشته،غیر له وچ پیازنه.
طارق جان ته مې وویل سخت وږی یم،نو هغه راته وویل:زه هم وږي یم او وچ پیاز خو شته،نو دواړو د وچو پیازو په خوراک شروع وکړ،راته یې وویل:سخت خوند کوي او سخت اوبه لري)).
پورتنی واقعه د مجمد طارق جان په ډير اخلاص او لوړ همت دلالت کوي.
محمد طارق جان د حضرت قیس بن سعد رض لیسې وروسته دولسم ټولګی د لوګر ولایت مرکز پل علم کې ولوست او په لوګر ولایت کې له دولسم ټولګې په اعلی درجه فارغ شو.
محمد طارق ډیر زهین شاګرد وو او تل به په ټولګې کې د اعلی درجه شاګردانو په لیست کې راته .
د دولسم ټولګې له فراغت وروسته یوه ورځ ما ورسره رابطه وکړاو د څو ملګرو پواسطه مې هم ورته احوال لیږلی وو،چې پوهنتون شروع کړه،ځکه کې چې ته ډير با استعداده شخصیت یې.
طارق جان ماته په ځواب کې وویل :((پدې انقلابي شرایطو زما ضمیر دا نه مني،چې زه دي په ارامه ساه پوهنتون کې درسونه ووایم او زما خویندې او وروڼه دې د کفارو په زندانونو کې د شکنجو لاندې شپې او ورځې تیروي)).
د محمد طارق رحمه الله د جهاد او د مجاهدینو سره د بې کچې مینې له وجې به یې ډیر کوښښ کاوه،چې په لوګر ولایت کې د دښمن پر ضد په هر جهادي عملیات کې برخه واخلي او ځان هم مخفي وساتي.
همداسي هم ؤ،ډیرو ملګرو په محمد طارق رحمه الله د مجاهد ګمان نه کاوه،ځکه نوموړې د خپل جهاد راز پټ ساتلی ؤ.
بلآخره د محمد طارق رحمه الله کوم آرمان چې تلوسه یې په زړه کې ورته وو،الله ج پوره کړ،چې هغه شهادت ؤ.
محمد طارق رحمه الله د ۳/۳/۱۳۹۷ ه ق د روژې په سپاړسمه نېټه،چې روژه هم په خوله ؤ،له سپاړس تنه مجاهدینو سره د امریکایانو او داخلي مرتدینو په چاپه کې له څو ساعته مقاومت وروسته د لو ګر په مجاهد پروره خاوره کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
انالله واناالیه راجعون
روح دې ښاد او یاد دې تل وي


دا هم ولولئ  د تسلیت پیغام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close