ټولنيزې ليکنې

د اروپا د د خونړی تاریخ پاڼه او د ناپلیون بناپارت د ځان غوښتنې جګړې

محمد شفیق صادق

ناپیلیون بناپارت په (۱۷۹۹) کال د هغه هيواد د مدیره هیېت په بلنه د مصر له اشغال وروسته بیرته فرانسی ته ولاړ او هلته ددې زمينه ورته مساعده شوه چې کودتا وکړي او د کودتا په نتیجه کې پاچا شو ، جمهوري نظام یې اعلان کړ ، کرار کرار یی شورشونه آرام او بلآخره د فرانسې مجلس (پارلمان) په (۱۸۰۴) م کال ورته د امپراتور لقب ورکړ.

نوموړي قدرت ته له رسیدو بیا تر مرګه یوه ورځ هم له جګړو لاس وانه اخیست ، د هند او منځني ختیځ په ځای په اروپا کې د خپلو رقیبو هیوادونو په له منځه وړلو او د پراختیا غوښتنې په جګړو بوخت شو، لومړی یې په ۱۸۰۲ م کال د انګلیس او روسیې خلاف جګړه پیل کړه ، چې په ۱۸۰۵م کال برطانیې ، روسیی، اتریش د فرانسې خلاف د جګړې اتحاد وکړ ، دا جګړه په ټوله اروپا کې روانه وه ، د نوموړو هیوادونو لکونه فوځونه یو دبل سره په اروپا کې په نښتو بوخت ؤ ، بلاخره په ۱۸۰۶ کال روسان مات او په ۱۸۰۷ کال د (ټيلیست) په نوم تړون او صلحه وشوه.

له دې وروسته فرانسې د اطریش او انګلستان په خلاف خپلو یرغلونو ته دوام ورکړ تر دې چې روسیې یو ځل بیا د انګلستان سره تجارتی تړون وکړ، په دې سره فرانسه په قهر او د ختیځ آلمان او پولند په پوله چې دا وخت د فرانسې تر واک لاندې ؤ یو لوی فوځ را ټول کړ تر څو روسیه له دی رقابته وباسي .

د روسیې په خلاف د ناپیلیون لوی یرغل
فرانسې یو غښتلی فوځ جوړ کړ چې شمیر یی (اووه لکو) تنو ته رسیده ، نو یې په ۱۸۱۲ میلادي کال د روسیې په خلاف جګړه پیل کړه ، هغه وتوانید د دریو میاشتو په موده کې تر مسکو پورې ځان ورسوي ، خو د ژمي په رسیدو سره روسانو د مسکو ښار وسوځاوه ، او په ناپیلون یې لارې بندې کړې ، د ناپیلون مسکو ته له داخلیدو وروسته اړ شو فوځ په شا راولي ،خو د روسانو د یرغلونو او د سخت ژمي له امله یې فوځ له سختې تباهۍ سره مخ شو چې د شپږ لکه یوولس زرو عسکرو څخه چې مسکو ته داخل شوي ؤ ، څلور لکه د یخنی او لوږي له امله مړه شول ، او یو لک اسیران شول.

ناپیلون یواځې له دیرش زره عسکرو سره له روسیې را وتښتید . په دې سره روسانو یرغل پیل کړ ، المانیانو ، ایتالویانو هم د فرانسې خلاف شورش پیل کړ او ټول د فرانسی خلاف یو ځای شول .

د اتحادي هیوادونو د فوځ په یرغل سره فرانسې ماته وخوړه او په ۱۸۱۴ کې تسلیم او امپراطوري یې ورانه شوه ، ناپیلیون استعفاء وکړه ، او په ایتالیا کي یوې جزیرې ته تبعید شو ، په ځای یی اتلسم لویي پاچا شو. بناپارت په (۱۸۱۵) کال یو ځل بیا په تیښته بریالی او په فرانسه کې یې قدرت تر لاسه کړ ، خو د متحدینو له لوري بیا مات او تبعید شو ، بلاخره په (۱۸۲۱) کال په تبعید کې مړ شو.



دا هم وګورئ

Close
Close