تازه او عاجل خبر

“د استشهادیانو استاذ” شهید مولوي عبدالحق ژوند او کارنامو ته کتنه

نصیب ځدراڼ:

د افغانستان اسلامي امارت په سختو پړاونو،مشکلاتو او د فتنو په دور کې په امتحانانو کې بریالی روان دی،یو لوري ته دنیاوي اسباب،ټیکنالوژي،پیسې او مجهز قوتونه دي، بل لوري خړ پړ طالب هماغه د روس د وخت وسلو سره په میدان ورته ولاړ دی.
هو! طالب بالاخره الحمدلله ظاهراً له خپل ځان نه سل چنداً قوي دښمن را نسکور او د مذاکراتو میز ته راکش کړ،علت یې د الله تعالی نصرت او د داسې صالحو او نیکو خلکو په دي تحریک کې شتون او بیا قربانۍ ورکول دي چې په اوسني عصر کې یې مثال نه لیدل کیږي. یقیناً دغو صالحو خلکو خپلې قیمتي وینې ورکړي، ترڅو د ګران وطن خلکو ته یو ښایسته راتلونکی ورکړي،د داسې خلکو د رنګین کاروان څخه شهید حافظ مولوي عبدالحق هم و، چې ژوند او کارنامو ته یې په دي لیکنه کې لنډه کتنه شوې ده.

زوکړه:

شهید حافظ مولوي عبدالحق د الحاج سبیل الرحمن زوی،په خټه پښتون ځدراڼ او د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې په ۱۳۶۷هـ ل (۱۹۸۸م ) کال کې د هجرت په دیار شمالي وزیرستان همزوڼۍ کلي کې په یوه دیندوسته کورنۍ کې زیږیدلی و.

زده کړه یې:

شهید مولوي عبدالحق د خدای ورکړې سرشاره علمي استعداد څښتن و، لومړنۍ زده کړي یې د خپل کلي مکتب او امام څخه پیل کړي او عصري علوم یې تر شپږم ټولګي پوري ولوستل،له لس کلنۍ نه وروسته یې د لومړۍ درجې دیني علوم په خپل کور کې د مشر ورور مولوی محمد عمر څخه ولوستل او همدلته یې مکمل کړل،وروسته د معمول سره سم په سبقونو پسې له کوره مسافر شو او د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني (رح) مدرسې منبع العلوم کې د قاري جمال شاه څخه د قرآن کریم زده کړې پیل کړې او په دریو کلونو کې یې حفظ او د تجوید د تکمیل ممتاز سند یې د منبع العلوم مدرسې څخه حاصل کړ.
وروسته یې په همدې مدرسې کې ثانیه درجه پیل کړه، د علم د تندې ماتولو پسې خیبرپښتوانخوا ته لاړ،وړه دوره یې په هنګو کې په منهاج العلوم مدرسې د شیخ الحدیث معلم جان صاحب څخه وکړه،دلته یې هم ممتاز سند تر لاسه کړ،لویه دوره یې د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک څخه وکړه او د همیش غوندي یې بیا ممتاز سند تر لاسه کړ.

جهادي خدمتونه او مسؤلیتونه یې:

شهید عبدالحق له درسونو له فراغت وروسته یې نظامي زده کړي پیل کړي، دومره مهارت یې پکې تر لاسه کړ، چې په لږ وخت کې د نظامي علومو خصوصاً په استخباراتي بخش استاذ شو.
شهید مولوي عبدالحق حقاني د افغانستان اسلامي امارت د بدري لښکر په استشهادي کنډک کې مختلفې دندې ترسره کړې دي.
نوموړی چې کله نوی له شرعي علومو څخه فارغ شو او دستار فضیلت يې پر سر کړ، نو په 2013م کال کې د مشرانو له لورې د بدري لښکر د ټولو مراکزو لپاره عمومي ناظم او د شرعي دورې د استاذ په توګه وټاکل شو؛ چې دوه کاله يې په ډېره مينه، اخلاص او امانتدارۍ سره خپله دنده ترسره کړه، خو همدارنګه له دې رسمي مسؤلیت سره په خوا کې نوموړي د بدري لښکر د استشهادي مجاهدینو د سیر او سیاحت او همدارنګه د ټولو مراکزو د عمومي ناظر او څارندوی په توګه هم په بشپړ اخلاص او مېړانه کار وکړ.
شهید عبدالحق په درېمه حلقه کې د بدري لښکر د استشهادي مجاهدینو په نظم او تربیت باندې د حلقې د معاون په توګه شپه او ورځ هر خطر ته لکه د غر په څېر ولاړ و، او دلته یې هم په ډېره مېړانه، دلاورۍ او پوره امانتدارۍ سره خپله دنده اجراء کړه او د بدري لښکر استشهادي کنډک په بېرته منظم کولو او را غونډولو کې يې ډېر رول ولوباوه او د کنترول چارې يې په ښه توګه پر مخ بيولې.
په 2016م کال کې چې د بدري لښکر د مجاهدینو شمېره په دوهمه حلقه کې خورا زياته وه او مسؤلیت یې هم زیاته توجه غوښتله، نو د مشرانو د لزوم دید او د چارو د ښه کنټرول په خاطر شهید عبدالحق د دوهمې حلقې د مرستیال په توګه وګمارل شو ، چې دلته یې زیاته توجه د صلاح الدين ایوبي معسکر ادارې او په دې معسکر کې د ملګرو نظامي اعداد او د استعداد لوړولو ته ورکړه او شپه و ورځ یې پکې ځان مصروف کړ.
همداراز په 2017م کال کې يې د بدري لښکر د اولې حلقې د معاون په توګه دنده ترسره کوله ، چې لله الحمد زیات اصلاحات يې رامنځ ته کړل.

دا هم ولولئ  بلخ: ۳ ولسوالیو کې د مزدور رژیم ۱۰ کارمندان له مجاهدینو سره یو ځای شول

نوموړي د مسئولیتواو درسونو سره سره د خپلو ملګرو سره په تشکیلونو، جهادي سفرونو او عملیاتو کې په پوره مینه او اخلاص برخه اخیسته. د شهادت نه څه وخت مخکې یې د خپلې ډلګۍ مربوطه ملګرو سره یو ځای د پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالۍ ته د جهادي تشکیل په موخه سفر وکړ او په لنډ وخت کې یې په دښمن ډیر واړه او لوی کامیاب بریدونه تر سره کړل.

د طریقت بیعت:

شهید عبدالحق د نظامي ډګر کې د کفارو سره وسله واله مبارزه کوله همداسې یې د نفس اِماره او شیطان سره هم جهاد لاره خپله کړې وه،عبدالحق د نقشبندیې معصومیه سلسلې مرید و او د شیخ الحدیث الحاج دین محمد خلیفه صاحب سره یې بیعت کړی وو، په تصوف او طریقت کی یې دومره ریاضیت كړی و، چې دزړه دنیا یی له حقېقي خدایي عشق څخه ډكه شوي وه، له دنیاوی ژوند یی زړه موړ شوی و او د ابدې ژوندون او د خدای د رضا تږې و. شپه او ورځ یی د شهادت سوالونه کول او له مشرانو به یې تل د استشهادي حملې لپاره غوښتنه کوله.
خو دا چې شهید مولوي عبدالحق د ډیرو ظاهري او باطني استعداد و صلاحیتونو او ښکلاوو خاوند و، دیني او جهادي ټولنې ته یی ډیره ګټه او خیر رسیده؛ نو مشرانو به له استشهادي عملیاتو منع کاوه او د مجاهدینو دیني او اصلاحي خدمت ته به یی هڅولو.

د ملګرو خاطرې:

د شهید مولوي عبدالحق یو نږدې ملګری مولوي یاسر وایې “زما (یاسر) یادیږي، په بدري لښکر کې به چې کله هم کوم ځای کې سخت او مشکل کار و،نو مشرانو به نوموړی د نظم او کنترول لپاره ورته په دنده ګماره او الحمد لله موجودیت او مسؤلیت به یې ښه مثبته نتيجه هم ورکوله.
شهید مولوي عبدالحق حقاني په 2018م کال کې دمشرانو هدیاتو سره سم یی په تدريس پیل وکړ چې د شرح جامي په شمول ځینې مهم درسي کتابونه يې تدريس کول.
دا چې شهید مولوي عبد الحق حقاني له جهاد او شهادت سره په لوړه کچه مينه درلوده، نو د مدرسې د رخصتۍ په وخت کې به یې هم له موقع نه په استفادې له مشرانو څخه د تشکيل اجازه واخستله او خپل پلارني ټاټوبي د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ ته به له یو شمېر نورو مجاهدینو سره یو ځای روان و.
اخلاق او ځانګړي صفات:
شهید مولوي عبدالحق حقاني ـ تقبله الله ـ یو صوفي، متدین، زړور، ځيرک، په کار پوه، مخلص، زیارکښ، د قوي عزم څښتن او ډېر دروند شخصیت و.
د نوموړي خبرې او بحثونه په منطق او استدلال ولاړ وو، د ښو اخلاقو سره سره یو ټینګ راز ساتونکی انسان و، په ملګرتیا کې ډېر جذاب و ، هم یې زړه درکولو او هم يې زړه درڅخه وړلو، مطلب په ملګرتیا کې يې پوره صمیمیت پروت و.
نوموړي چې د ډېر ژور لرليد لرونکی و، علم او سياسي بصیرت يې په خټه کې اغږل شوی و، نوموړي په هر مسؤلیت ، په ځانګړي ډول په بدري لښکر کې يې د خپلو دندو ترسره کولو پرمهال له استشهادي ملګرو سره په چال و چلند کې له پوره اعتدال او نرمښت څخه کار اخست ؛ خو د دې ترڅنګ په ځينو موضوعاتو او خصوصاً د صف د اصلاح په چارو کې ډېر جدي هم و.
د قرآن کريم تلاوت، ذکر او تصوف سره يې ځانګړې دلچسپي درلوده.
شهيد مولوي عبد الحق په جهادي او عملي ډګر کې په تانده ځواني کې داسې خدمتونه او شهکارۍ ترسره کړې، چې ډېر د پاخه عمر لرونکي يې هم په ډېر وخت کې په ترسره کولو کې پاته راغلي.
د 2014م کال له پیل سره سم شهید مولوي عبد الحق په بدري لښکر کې د استشهادي مجاهدینو لپاره د نظم، کنترول او تدريس په برخو کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي د استشهادی ملګرو په پالنه، روزونه او پېژندنه کې ځانګړی مهارت درلود، او هغه د چا خبره یو څوک به يې چې په لومړي نظر وکتلو نو له سره تر پښو به يې وتللو.
ما(یاسر) چې له شهيد مولوي عبد الحق سره تقريبا له لس کالو راهيسې نږدې ملګرتيا کړې ده او په دې ترڅ کې مو تر منځ په هر ډول عملي، جهادي موضوعاتو بحثونه هم راغلي؛ خو د تعجب خبره دا ده چې په دومره اوږده موده ملګرتیا کې بیا هم تر پایه کوم خپګان نه دی راغلی او د ورورولۍ په فضا‌ء کې مو وخت سره تېر کړی دی.له ما سره د شهيد عبدالحق ډېرې زياتې خاطرې دي، خو زه به يې د بېلګې په ډول یوه خاطره ولیکم چې په بیت المال د نوموړي خاصه پاملرنه او ساتنه ترې څرګندېږي:
يو وخت د بدري لښکر د بندیانومربوطه په یوه بکس کې تقريبًا پنځلس لکه روپۍ پرتې وې، چې هیچا ته یې معلومات نه وو. نو دزندان څخه د بندیانو په ډله کې یوه ملګري مولوي عبدالحق ته وویل، چې داسې یوه بکس کې روپۍ پرتې وې، ته یې وګوره چې شته که نه؟! نو مولوي عبدالحق شهید وویل ، کله چې زه راغلم او سامانونه مې وکتل، نو یو بکس کې مې پیسې وکتلې، نو مې د امانت په ډول وساتلې او چا ته مې هېڅ په اړه ونه ویل او حتی تر پایه مې ونه ګڼلې، چې څومره دي او نه مې را واخستلې.هغه ملګری وايي ، چې کله د شاوخوا دوه نیم کاله وروسته ما ته شهید عبدالحق پيسې را سپارلې، نو نوموړي په داسې ډول ساتلې وې، چې آن شمارلې يې هم نه وې، او نور څوک يې هم پرې نه وو خبر کړي. کله چې هغه د بنديانو مسؤل ملګری له بنده راخوشې شو، نوموړي ته يې هغه پيسې وسپارلې او مونږ ته يې وویل چې هغه بکس خو مو لیدلی و، چې هغه فلاني ځای کې ايښی و،مونږ وویل، هو . نو ده راته کړه، چې په هغه کې مې دغه ټولې روپۍ تراوسه ساتلې وې. چې موږ یې بیخې حیران کړو.

دا هم ولولئ  ننګرهار مرکز کې د صفر دو قطعې افسر ووژل شو

د مولوی صیب یو ملګری سلیمان وایې چې د استشهادیانو د تربیت تر څنګ یې د دوی د سیر و سیاحت هم ډیر خیال ساتلو، هر ملګری ته به یې خصوصي توجه کوله،د دي په خاطر چې د شاګردانو زړونه تنګ نه شي نوبت په نوبت به یې استشهادي ملګري په یو ځانګړي موټر کې په چکر بوتلل او منظره به یې ورکوله.

د شهید مولوي عبدالحق یو شاګرد جعفر کیسه کوي ما د درس په حلقه کی وخت تیر کړی، الله په ډیرو ښو اوصافو موصوف کړی وو. یعني د ښکلاوو مجموعه د ګلونو غنچه او جامع الکمالات شخصېت وو. شهید مولوي صاحب کې د یوه شریف او تقوی داره انسان ټول خاصیتونه موجود وو، له خپل شاګردانو او هر مجاهد سره به ښه چلند او تواضع ویاړ باله، د درسونو سره یې چې څومره مینه وه هغومره یې د استشهادي ملګرو د روزنې سره وه،بې ضرورته به یې خبرې نه کولې، اکثره به خاموش وو، په وعظ نصیحت کې یې له حکمت څخه کار اخیست او مخاطب به یې ډیر ژر اغیزمن كولو، فصاحت او بلاغت د ده بل خصوصیت و او الله د حاضر ځوابۍ انعام هم پرې کړی و، سړی به فکر کولو چې ځواب یی تیار د ژبې په سر اېښي دي.

ټولنیز شخصیت:
شهید مولوي عبدالحق نظامي پوهې و او مسلکيتوب تر څنګ د ولسي قضایاوو او د هغوی د منازعاتو په حل او فصل کې خاص مهارت درلود، د زیړوک نه لیرې د ارګون او اورژونه څخه به هم خلک د خپلو تنازعاتو د حل او مشورو لپاره دا ته راتلل. په زیړوک ولسوالۍ کې یې په لنډ وخت کې د سیمې د خلکو زړونه را خپل کړل. عام خلک یې د مجاهدینو مخلص همکار جوړ کړل.او کوم واټن (فاصله) چې د یو لړ اشتبهاتو او غلط فهمۍ له وجهې د مجاهدینو او عامو خلکو تر منځ ایجاد شوي و، په کم وخت کې یی په زیرکتیا سره په بشپړ ډول له منځه یووړه.

شهادت یې:

د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې په ۲۸مه نیټه په زیړوک ولسوالۍ چورلکې او بې پیلوټه الوتکې ګرځیدې، ماښام نه وروسته د کمپاین ځانګړو ځواکونو سیمې ته چاپه راوړه، شهید مولوي عبدالحق هم د ملګرو سره د چاپې ماتولو لپاره د کمین ترتیب برابر کړ،ترڅو د عامو خلکو ژوند خوندي کړي،کله چې د دښمن قوه سیمې ته داخله شوه، نو عسکر د مجاهدینو د کلک مقاومت سره مخ شول، چاپه یې ماته او د ناکامۍ سره مخ شو،د دقیقو راپورونو په اساس ۱۳ عسکر و وژل شول او یو مجاهد زخمي شو،عسکرو ناڅاپه برید وارخطا او حیران کړل او د غچ اخیستلو لپاره په سیمه سخت بمبار وکړ، چې په نتیجه کې یی (۶) نفره مجاهدین هم شهیدان کړل.
په دغو شهیدانو کې شهید حافظ مولوي عبدالحق رحمه الله هم و، چې د شهادت لوی ارمان یې پوره شو.

د شهید عبدالحق تر شا پنځه اولادونه او سلګونه ملګري او شاګردان پریښودل، الله تعالی ته سوال کوو چې د نوموړي برکت په بچیانو او ملګرو باندې کیږدي؛ ترڅو چې د دین او اولس خادمان ترې جوړ شي.

آمین یارب العالمین



Close