الاماره سټوډیوملټي ميډيا

د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت د الاماره سټوډیو ځانګړی اصدار نشر شو

د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون تر اشراف لاندې د الاماره سټوډیو لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت ځانګړی ویډیويي اصدار نشر شوی دی.
دا ویډیويي اصدار چې ( د استقلال پس منظر) تر عنوان لاندې خپور شوی په افغانستان د انګریزانو د یرغلونو، د افغان اولس د جهاد او بیا په ۱۲۹۸ لمریز کال کې له انګریزانو د استقلال د اخیستلو په تاریخي سرګذشت رڼا اچوي او په دې اړه یې تاریخي حقائق را برسیره کړي.
د دې ویډیویي اصدار کتل د هغه چا لپاره ډیر ګټور دي چې غواړي د افغانستان د خپلواکۍ په مسئله ځان پوه کړي. خپل اتلان وپيژني او د انګریزانو په وړاندې د افغان مؤمن اولس له جهادي مبارزو او قهرمانیو ځان خبر کړي.
الاماره سټوډیو په پام کې لري چې په راتلونکې په نورو تاریخي موضوعاتو هم دغه شان اصدارات ترتیب او دخپلو مینه والو معلوماتي تنده خړوبه کړي.
نشر شوی اصدار په لاندې لینکون موندلی شئ.




Close