سیاسي لېکنې

د اسلام پر ځمکه باندي د کفارو د تېري په اړه د اسلام حکم

عبدالمنان څارن

په اندونيزيا کې به مو د سرکاري ملايانو اعلامیه لوستې وي، راشئ لږ دا هم ولولئ !

له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کي مسلمانان د کفارو لخوا د داسي نوو بخولو سره مخامخ سوي دي چي پخوايې چا فکر هم نه کاوه. کفارو زموږ له توکم څخه زيات شمېر خلک لوېديځ پلوي، ليبرالان او سيکولران کړل او په ډول ډول چلونو ، موکونو او نازونو يې د ځان کړي او د هغو په ملتيا او مرسته يې فلسطين او افغانستان نيولي، که څه هم په فلسطين، افغانستان، عراق او نورو ځينو اسلامي هيوادونو کي اصلي واک اختيار د دغو اشغالګرو او استعمارګرو کفارو دى، خو په ظاهره يې خپل دغه تالۍ څټي د خپل جنګي مشين په زور د واک پر ګدۍ کښېنولي دي ، نو په دغسي شرايطو کي اسلام مسلمانانو ته څه حکم کوي؟ آيا د کفارو د دې لوى ظلم او عدوان پر مهال به هم هغوى سوله خوښوونکي اوسي، لکه کفار چي يې په دغسي مواردو کي له موږ څخه هيله لري؟

نه داسي هيڅکله نه ده. څنګه چي اسلام يو بشپړ او جامع دين دى، نو په هر ډول حالاتو کي ځانګړي لارښووني لري. او په دغسي حالاتو کي هم څرګند احکام لري.

اسلام پر اسلامي اورشوګانو باندي د دښمن هجوم په قطعي توګه ناروا عمل ګڼي ؛ په هر ډول او په هر نامه او په هر څومره شدت او حدت چي وي او لاملونه چي يې هر څه ګڼل کيږي. اسلام مسلمانانو ته لارښوونه کوي چي دارالاسلام بايد د مسلمانانو په لاس کي او د هغو تر واک او لارښوونه لاندي وي او دا چي پر اسلامي اورشو باندي د هجوم پر مهال پر مسلمانانو څه لازميږي، نو د مسلمانانو په منځ کي په دې کي هيڅ اختلاف نسته چي په دې حالت کي د دښمن سره په ځواک او قوت سره جهاد د نيول سوي اورشو پر خلکو باندي فرض عين دى، که يې څه هم يوه لوېشت ځمکه نيولې وي. په دې صورت کي د اشغالګر دښمن او د هغه د ملګرو په وړاندي نوري خبري نه سي کېدلاى سي. په دې صورت کي به يا له اشغال سوي مځکي څخه اشغالګران وزي او يا به جهاد ورسره کيږي.

په دې هکله په خپل عصر کي د احنافو د امام علامه ابن عابدين شامي رحمة الله عليه په نامتو کتاب ردالمحتار کي داسي لاښووني راغلي دي:

” وَعِبَارَةُ الدُّرَرِ وَفَرْضُ عَيْنٍ إنْ هَجَمُوا عَلَى ثَغْرٍ مِنْ ثُغُورِ الْإِسْلَامِ، فَيَصِيرُ فَرْضَ عَيْنٍ عَلَى مَنْ قَرُبَ مِنْهُمْ، وَهُمْ يَقْدِرُونَ عَلَى الْجِهَادِ وَنَقَلَ صَاحِبُ النِّهَايَةِ عَنْ الذَّخِيرَةِ أَنَّ الْجِهَادَ إذَا جَاءَ النَّفِيرُ إنَّمَا يَصِيرُ فَرْضَ عَيْنٍ عَلَى مَنْ يَقْرُبُ مِنْ الْعَدُوِّ، فَأَمَّا مَنْ وَرَاءَهُمْ بِبُعْدٍ مِنْ الْعَدُوِّ فَهُوَ فَرْضُ كِفَايَةٍ عَلَيْهِمْ، حَتَّى يَسَعُهُمْ تَرْكُهُ إذَا لَمْ يُحْتَجْ إلَيْهِمْ فَإِنْ اُحْتِيجَ إلَيْهِمْ بِأَنْ عَجَزَ مَنْ كَانَ يَقْرُبُ مِنْ الْعَدُوِّ عَنْ الْمُقَاوَمَةِ مَعَ الْعَدُوِّ أَوْ لَمْ يَعْجِزُوا عَنْهَا، لَكِنَّهُمْ تَكَاسَلُوا وَلَمْ يُجَاهِدُوا فَإِنَّهُ يُفْتَرَضُ عَلَى مَنْ يَلِيهِمْ فَرْضَ عَيْنٍ كَالصَّلَاةِ وَالصَّوْمِ، لَا يَسَعُهُمْ تَرْكُهُ ثُمَّ وَثُمَّ إلَى أَنْ يُفْتَرَضَ عَلَى جَمِيعِ أَهْلِ الْإِسْلَامِ شَرْقًا وَغَرْبًا عَلَى هَذَا التَّدْرِيجِ “. [ردالمحتار٣/ ٢٤٠] همداراز په تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق او مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر کي هم دغسي راغلي دي.

ژباړه: د حنفي فقهي د نامتو عالم ملا خسرو د نامتو کتاب ” درر الحکام شرح غرر الاحکام“ عبارت په دې ډول دى:

او که کفار د اسلام له سرحدونو(پولو) څخه پر کومه پوله هجوم ور وړي، نو جهاد فرض عين دى. په دې صورت کي پر هغو کسانو چي دغي پولي ته نژدې دي او د جهاد کولو وس او قدرت لري، جهاد فرض عين ګرځي.

او د ” النهاية“ په نامه د کتاب ليکوال حسام الدين السغناقي الحنفي د علامه برهان الائمه البخاري الحنفي له” الذخيرة“ نومي کتاب څخه داسي نقل کړى دى: کله چي نفير عام سي، يعني په عمومي صورت د دښمن سره د جګړې لپاره د ټولو خلکو د چمتو کېدو او ور وتلو وخت او حالت سي، نو جهاد پر هر هغه چا چي دښمن ته نژدې وي فرض عين ګرځي، خو له دې وو پرته پر هغو کسانو چي له دښمن څخه ليري وي فرض کفايي دى. ان که دوى ته اړتيا نه وي کولاى سي چي جهاد پرېږدي، خو که ورته اړتيا وي، لکه چي کوم کسان چي دښمن ته نژدې وي د هغه سره له مقاومت څخه عاجز سي، يا عاجز نه سي، خو سستي ځني وسي او جهاد ته ور ونه دانګي، نو پر هغو کسانو چي دوى ته نژدې دي د لمانځه او روژې غوندي فرض عين ګرځي او نه سي کولاى چي جهاد پرېږدي.

په همدې ترتيب دغه جهاد پر هغو کسانو چي تر دوى وروسته ورنژدې دي. ان چي د نړۍ له لوېديځه نيولې د هغې تر ختيځه پر ټولو مسلمانانو فرض کيږي.

البته بايد بيا هم ووايو چي اسلامي عالمانو د مسلمانانو او کفارو د اوسنيو نړيوالو شرايطو او د الهي احکامو او نبوي سنتو په کتو سره له جهاد څخه ټولي هغه هلي ځلي عبارت بللي دي چي د دښمن د ماتي او له اسلامي اورشو څخه د هغه د وتلو، د دوى له مظالمو څخه د خداى د بې وزلو او مستضعفو بنده ګانو د ژغورلو او د إعلى کلمة الله لامل سي. چي په دې کي د دښمن په وړاندي د ټولو مسلمانانو يو والى او په ټولو ممکنه وسايلو او لارو چارو د هغو سره مقاومت او ضديت، په شتو او سرښندنه، ژبه، قلم، دعوت او تبليغ، وخت لګولو، زيار او زحمت ګاللو، دپوهي او استعداد په کار اچولو او اسلامي دفاعي سياست کولو سره هلي ځلي ګرده شاملي دي. لوى څښتن جلت عظمته فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾[الصف:١٠ ــ ١١]

ژباړه: اى مومنانو! آيا زه تاسي ته هغه سوداګري دروښيم چي تاسي له دردناک عذاب څخه وژغورئ؟ پر الله او د هغه پر پيغمبر باندي پر ايمان باندي همېشه تو(مداومت) وکړئ او د الله په لار کي په خپلو شتمنيو او ځانونو سره جهاد وکړئ. دا (سوداګري)ستاسي لپاره (د دې دنيا تر سوداګرئ)ډېره ښه ده که تاسي(د شيانو په تاوانونو او ګټو) پوهېږئ(نو دغه چاري تر سره کړئ).

په دې باره کي آيتونه خورا ډېر دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم فرمايي:

« جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ» (د مشرکينو سره په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره جهاد وکړئ). دغه حديث چي د احاديثو په ډېرو کتابونو کي روايت سوى دى حاکم په المستدرک کي او نورو حديث پوهانو د مسلم پر شرط صحيح بللى دى.

همدا راز علماى کرامو په دې جهاد کي د اشغالګرو په وړاندي د مسلمانانو اعتصابونه، پاڅونونه او بغاوتونه، د روزلو سوو مجاهدينو په واسطه د کمين نيولو جنګ، په لازمو مواقعو کي د دښمن پر پوځيانو او نورو مينونه او بمونه چول او استشهادي عمليات تر سره کول(البته چي بې ګناه او مستضعفو وګړو ته هيڅ تاوان پکښي ونه رسيږي) او داسي نور هم شامل ګڼلي دي. لکه چي د اسلامي نړۍ يو نامتو عالم دکتور عبدالله قادري الاهدل ليکي:

” أما إذا كان المقصود من الجهاد دفع عدوان العدو الذي تمكن من اغتصاب أرض المسلمين، كما هو الحال في الأرض المباركة ” فلسطين” فإن الواجب على جميع المسلمين في هذا البلد، أن يتحدوا ويخططوا للقيام بمقاومة العدو الممكنة، وهي تتمثل في العصيان المدني، كالإضراب الشامل أو الجزئي، وحرب الكمائن التي تقوم بها الوحدات المنفصلة ذات التدريب العالي، مع التنسيق الممكن فيما بينها.

وإلقاء المتفجرات في صفوف مقاتلي العدو من الجيش النظامي وغيره، في أي موقع من مواقعه، وبأي وسيلة مشروعة ممكنة، بما في ذلك العمليات الاستشهادية…. وغير ذلك مما يتيح للمجاهدين عمله، مما يلقي الرعب في قلوب عدوهم، ويشغله عن تقوية نفسه عليهم….

وهذا العمل مع ما فيه من التضحية بالنفس والنفيس ، ومن تلقي الضربات الموجعة من العدو الغاشم الذي يملك من العدد والعدة ما لا يتحمله إلا أولو العزم من الرجال، فإن الآثار التي تحدثها عمليات المجاهدين النوعية التي لا يملكها العدو أشد نكاية فيه، وأشد تحطيما لمعنويات.

وقد تبين ذلك في المدة الأخيرة التي انطلقت فيها حركة الأقصى الجهادية، حيث ارتفعت ضحاياه ارتفاعا لم يسبق له مثيل، وتدنى اقتصاده إلى أدنى دركاته، وتحطمت معنويات جنوده، وأعلن بعضهم تمرده ونادى بعصيان أوامر قياداته، وأصيب كثير منهم بالأمراض النفسية…

دا هم ولولئ  القدس عاصمة المسلمین

وحزم بعض اليهود حقائبهم فارين من لهيب العمليات الفدائية، معاكسين بذلك الهجرة إلى الأرض المباركة…

وتحركت الحكومة الأمريكية لنجدة اليهود بالوعد بإقامة دولة فلسطينية بجانب الدولة ما يسمى بالدولة الإسرائيلية، وهي حركة ظالمة هدفها القضاء على الحركة الجهادية الفلسطينية….“.

رشتيا هم دغسي چاري او هلي ځلي دي چي په افغانستان کي يې هم زموږ امريکايي او لوېديزو دښمنانو ته د هغو د ډول ډول اقتصادي، پوځي او جاسوسي ځواکونو او نورو ډېرو مکرونو او چلونو د پر لار اچولو سره سره سخت تاوانونه رسولي دي. د هغو د پوځيانو او نورو معنويات يې ور ضعيف کړي، اختلافات او سرکښۍ يې پکښي رامنځ ته کړي، په اروايي ناروغيو او نورو ډول ډول ستونزو يې اخته کړي، اقتصاد يې ور دړي وړي کړى او بالاخره يې د داسي ماتي او سر اسيمه ګۍ سره مخامخ کړي دي چي امريکايان، لوېديزيان او د دوى ملګري يو د بل پر ضد ډول ډول ضد او نقيضي پاليسۍ خپلوي ، چي پايله دا سوه چي په په افغانستان کي يې خپله ماته منلې او ټرمپ په ناهيلۍ سره ويلي دي چي خپل پوځونه د افغانستان له دوږخه باسم باسي او له بله اړخه د دوی لاس کښېنولې اداره هم د مجاهدينو سره د روغي جوړي لپاره زارۍ کوي.

په دغسي حالاتو کي د دښمن سره د سولي کولو حکم:

څنګه چي پر اسلامي اورشو باندي د دښمن د تېري په اړه موږ ته د اسلامي شريعت حکم څرګند سو، نو اوس موږ پوهيږو چي د دغسي متجاوز او اشغالګر دښمن سره د سولي حکم څه او څنګه دى او آيا جواز لري که نه؟
په دې اړه د اسلامي نړۍ د جيدو عالمانو جواب دادى:

که دا سوله پر دې وي چي د دښمن اشغال ومنل سي او پر اشغال سوې ځمکه يې تېرى دفع نه ، بلکي تثبيت سي او د سولي له لاري د هيواد د تل تر تله اشغال او زموږ د مادي او معنوي شتمنيو د غلا لپاره رسما موقع ورکړه سي، نو دا سوله د شريعت له مخي ګرد سره باطله ده. ځکه دا د باطل اشغال منل دي او هغه څه چي پر باطلو ترتيب سوي وي، هماغسي باطل باله سي. دا په حقيقت کي زبون او د ماتي په حال کي دښمن ته تسليمېده او د هغه د واک او قدرت بېرته ټينګول اومنل او د شريعت د ځينو احکامو بدلېده او لغو کېده ، د کفارو سره دوستي او موالات او پر باطلو شرطونو باندي د هغو سره اتفاق دى.

دا خو داسي معنا لري، لکه د بدمعاشو غلو يوه وسله واله ډله چي د يو څو کوچنيو خس دزانو او کيسه برانو په ملتيا د يو چا کور ته د وسلې په زور ننوزي، د کور په غړو مرګ ژوبله ګده کړي، شيان يې چور کړي او په کور کي ډول ډول بدمعاشۍ او فحاشۍ پيل کړى او ډول ډول ورانۍ او خرابۍ رامنځ ته کړي او بدمعاشه غله سر نه خلاصوي، خو د دوی خس دزه ملګري د دوي د څو نورو ځيره خورو په واسطه د کور خاوند ته ووايي چي راسه په دې کور کي د لويو غلو او خس دزانو تسلط ومنه او په دې هکله خبري او سوله ورسره وکړه. نو آيا په دغسي صورت کي د دغسي غلو سره سوله شرعاً او عقلاً د منلو وړ ده؟

په مخکنيو مهالونو کي په ډېرو هيوادونو کي داسي هم سوي دي چي د دغسي سولو په پايله کي دښمن په ظاهره له صحنې وتلى دى، خو د هغه خاينو لاسپوڅو ته زمينه مساعده سوې ده چي د جهاد ثمره د هغو له خاوندانو څخه بيا هم غصب کړي او په واک کي د هغو په بيا پاته کېدو سره دښمن بيا هم د هيواد د چارو واګي په خپل واک کي ولري.

ځکه نو دغسي سوله د دښمن سره هيڅوک نه سي کولاى. هر څوک چي وي او په هر نامه چي وي، ځکه د اسلام ځمکه د يو څو تنو حق نه دى، نو هيڅوک دا حق نه لري چي د دښمن يا د هغه د ملګرو سره د سولي دغسي خبري وکړي، ځکه چي ځمکه د لوى څښتن او بيا د مسلمانانو ده، نو هيچا ته روا نه ده چي په داسي څه کي چي د بل وي او خپل ملکيت يې نه بلل کيږي، د هغه د څښتن، يعني د الله د دين د احکامو مخالف او د مسلمانانو له سلامشورې پرته په هغه کي تصرف وکړي. او که دا کار وکړي ستر ديني او ملي خيانت او لوى جرم به يې کړى وي او د مجاهدينو پر وينو او قربايو به يې سودا او ناروا معامله کړې وي. لوى څښتن فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾[الانفال:٢٦].

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!د الله او (د هغه) د پيغمبر سره خيانت مه کوئ او مه په خپلو امانتونو کي(په هغو شيانو کي چي الله يې په اړه امين ګرځولي ياست) خيانت کوئ.(په دې کي مالي معاملې، ادبي، ژورناليستيکي او سياسي چاري، ژمني او وعدې او ملي او وطني مصالح ټول راځي). په داسي حال کي چي تاسي پوهېږئ.

له بله پلوه تر څو چي د اسلام ځمکه د دښمن تر اشغال لاندي وي، دغسي سوله پر دې سربېره چي د دښمن د تېري تثبيت باله سي، د فرض عين جهاد باطلېده او لغو کېده هم دي.

دغسي اشغال سوې ځمکه بايد د اسلامي جهاد په مټ د دښمن او د هغه د ملګرو له ناولو منګولو څخه وايستل سي او د رشتيانيو مسلمانانو پاکو لاسونو ته وسپارل سي. لوى څښتن داسي فرمايي:

﴿ وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ * إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾ [الأنبياء: 105 -106].

ژباړه: او موږ په لوح محفوظ کي تر ليکلو وروسته په خپلو نازلو کړو کتابونو کي ليکلي دي چي د مځکي وارثان به زموږ غوره (صالح او نېک)بنده ګان وي، (کوم چي پر هغو ټينګ ولاړ دي چي د لوى څښتن لخوايې امر ورته سوى دى او له هغو ډډه کوي چي لوى څښتن منع کړي دي البته دوى د رسول الله صلى الله عليه وسلم امتيان دى). په دې لوستلو سوو نصيحتونو کي د عبادت کوونکو لپاره د عبرت بشپړ پيغام دى.

په دې اړه جيدو اسلامي عالمانو ډېري واضحي لارښووني او څرګندوني کړي دي چي موږ يې دوې بېلګې درته را اخلو:

وقد أجمعت الشرائع السماوية والوضعية على حرمة الغصب ووجوب رد المغصوب إلى أهله وحثت صاحب الحق على الدفاع والمطالبة بحقه، ففي الحديث الشريف:

«مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ». وفي حديث آخر «عَلَى الْيَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَهُ». په ١٣٧٥هـ .ق. کال د مصر د جامع الازهر د جيدو عالمانو له فتوا څخه.

والجواب أن الصلح إذا كان على أساس رد الجزء الذي اعتدى عليه إلى أهله كان صلحًا جائزًا وإن كان على إقرار الاعتداء وتثبيته فإنه يكون صلحا باطلا ؛ لأنه إقرار لاعتداء باطل وما يترتب على الباطل يكون باطلا مثله.

د مصر د لوى مفتي او د ازهر د پوهنتون د مشرشيخ حسن مامون او نورو عالمانو له فتوا څخه. وګورئ المکتبة الشاملة الاصدار الثاني.

همدا شان په دې اړه د موضوع د لازياتي روښانتيا لپاره ستاسي پام هغي فتوا ته هم را اړوم چي په ١٩٨٩ع.کال د نړۍ د دوولسو هيوادونو (٦٣)تنو جيدو اسلامي عالمانو، په هغو کي زموږ له هيواد څخه عبد رب الرسول سياف، ګلبدين حكمت يار، برهان الدين رباني او انجنيراحمد شاه احمد زی ورکړې ده :

فتوى علماء المسلمين بتحريم التنازل عن أي جزء من فلسطين عام 1989 وفي عام 1989م أصدرت مجموعة من صفوة علماء العالم الإسلامي فتوى بتحريم التنازل عن أي جزء من فلسطين وفيما يلي نصل الفتوى:

دا هم ولولئ  روژه د جهاد او مبارزې سنګر

الحمد لله الذي أسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام إلى المسجد الأقصى،والصلاة والسلام على من أُسري به إلى الأرض المبارك فيها للعالمين، قبلة المسلمين الأولى وأرض الأنبياء، ومهبط الرسالات وأرض الجهاد والرباط إلى يوم الدين، وعلى آله الأخيار وصحبه الذين عطروا بدمائهم الزكية تلك الأرض الطيبة حتى أقاموا بها الإسلام، ورفعوا فيها رايته خفاقة عالية، وطردوا منها أعداءه الذين دنسوا قدسه المبارك والكفر، وعلى الذين ورثوا هذه الديار فحافظوا على ميراث المسلمين ودافعوا عنه بأموالهم وأنفسهم ، وبعد: فإن مهمة علماء المسلمين وأهل الرأي فيهم أن يكونوا عصمة للمسلمين، وأن يبصروهم إذا احتارت بهم السبل وادلهمت عليهم الخطوب. ونحن الموقعين على هذه الوثيقة نعلن للمسلمين في هذه الظروف الصعبة أن اليهود هم أشد الناس عداوة للذين آمنوا، اغتصبوا فلسطين واعتدوا على حرمات المسلمين فيها وشردوا أهلها، ودنسوا مقدساتها،ولن يقر لهم قرار حتى يقضوا على دين المسلمين. ونحن نعلم بما أخذ الله علينا من عهد وميثاق في بيان الحق أن الجهاد هو السبيل الوحيد لتحرير فلسطين، وأنه لا يجوز بحال من الأحوال الاعتراف لليهود بشبر من أرض فلسطين، وليس لشخص أو جهة أن تقرر اليهود على أرض فلسطين أو تتنازل لهم عن أي جزء منها أو تعترف لهم بأي حق فيها. إن هذا الاعتراف خيانة لله والرسول وللأمانة التي وكل إلى المسلمين المحافظة عليها، والله يقول: “يا أيها الذين آمنوا لا تخونوا الله وتخونوا أماناتكم وأنتم تعلمون” وأي خيانة أكبر من بيع مقدسات المسلمين، والتنازل عن بلاد المسلمين إلى أعداء الله ورسوله والمؤمنين؟؟ إننا نوقن بأن فلسطين أرض إسلامية وستبقى إسلامية وسيحررها أبطال الإسلام من دنس اليهود كما حررها الفاتح صلاح الدين من دنس الصليبيين، ولتعلمنَّ نبأه بعد حين، وصلى الله على عبده ورسوله محمد وعلى آله وصحبه وسلم. وقد وقع على الفتوى 63 عالما من ثماني عشرة دولة .

البته زما د معلوماتو له مخي له کله څخه چي د فلسطين ربړه را ولاړه سوې ده تر دې څو نژدې کلونو پوري(له ١٣٥٥ هـ. ق. څخه) د فلسطين په هکله دغسي نوري ډېري فتواوي هم ورکول سوي دي او هيڅ عالم د يهودو سره د سولي دحرمت په باب مخالفت نه دى کړى.خو له بده مرغه په دې وروستيو کي ځينو عالمانو د خپلو خاينو واکمنو د سياستونو په پيروي په دې هکله داسي فتواوي هم ورکړي دي چي د مسلمانانو د مصالحو پر ځاى د اسرائيلو، امريکايانو او د عربو د سيکولرو واکمنو ګټي خوندي کوي.

څنګه چي د فلسطين او افغانستان ربړه تقريبا يو شان ده، نو د فلسطين په هکله د جيدو او رشتيانيو عالمانو فتواوي د افغانسان په هکله هم صدق کوي.

علاوتاً کله چي روسانو زموږ ګران هيواد افغانستان اشغال کړى وو، نو د نړۍ اسلامي عالمانو ، په هغو کي ډاکټر شهيد عبدالله عزام د روسانو سره د سولي د خبرو په هکله داسي ليکلي دي:

ولذابالنسبة للروس فلا يجوز التفاوض معهم حتى ينسحبوا من كل شبر من أراضي أفغانستان، ولا مع اليهود أبداً في فلسطين.(الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان).

ژباړه: د روسانو سره د سولي خبري تر هغو چي د افغانستان له لوېشت لوېشت مځکي څخه وتلي نه وي روا نه دي او نه د يهودو سره د فلسطين په هکله روا دي.

نو موږ هم ويلاى سو چي د امريکايانو او د هغو د لاس کښېنولو کسانو سره هم تر هغو پوري چي امريکايان زموږ له خاوري څخه وتلي نه وي د سولي خبري روا نه دي.

دغه راز شهيد عبدالله عزام په نوموړي کتاب کي ليکي:

”په افغانستان کي د سولي خبري په دې شرطونو روا دي:

ــ چي روسان د مسلمانانو(افغانستان) له هيواده ووزي.

ــ د دوى تر وتلو وروسته په افغانستان کي اسلامي حکومت رامنځ ته سي او په افغانستان کي خپلي مداخلې بندي کړي.

ــ وتل يې بې له قيد او شرطه وي.

ــ روسان مجاهدين په رسميت وپېژني او د سولي وړانديز ورته وکړي.

ــ او بالاخره مجاهدين ډاډه سي چي روسان د سولي په غوښتنه کي رشتياني دي او د غولوني په فکر کي نه دي“.(الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان).

پر دې بنسټ اوس موږ هم د دې بل امريکايي يرغلګر سره د سولي په خبرو کي دغه شرطونه ايښوول لازم ګڼو.

د هيواد د ژغورني لپاره مبارزه او جهاد او له هغه څخه د اشغالګرو ايستل حتماً قربانيو ته اړتيا لري. په دې لار کي به ډېري ويني توى سي، هيواد ته به ډېر تاوانونه ورسيږي او خلک به د ډول ډول ستونزو سره مخامخ سي، خو له دې وو څخه چاره نسته. دا چاري خو دغو نيواکګرو پر موږ او زموږ پر هيواد تپلي دي. که موږ د دې خبرو او يا ستړيا يا د جهاد د زياتو کړاوونو له امله جهاد پرېږدو او دښمن ته پر دې هيواد باندي د دغه ناروا اشغال د دوام اجازه ورکړو، نو په دې هم بايد وپوهيږو چي د تل لپاره به تر دې لا په ډېرو سختو او ناوړو ستونزو اخته سو. او په داسي حال کي چي د نړۍ زياتو ولسونو د اسارت جوغونه له اوږو غورځولي دى، موږ به په دې د کمپيوټر او موډرني ټکنالوژۍ په پېر کي بې عزته او زبون اسيران او مريان اوسو او په خپل هيواد کي به نه د ځان، نه د ناموس او نه د بل څه واک اختيار لرو. لعنت دي وي پر دغسي ژوند، تر دې خو مرګ ډېر ښه دى.

عزت، لوړتيا او خپلواکي په تصادفي توګه او په لټي، هوسايي او ټيټ ژوند کي نه ترلاسه کيږي، دې موخي ته د رسېدو لپاره د تر سر او مال تېرېدو ، اتلوالو مبارزو او د جهاد او تاوده سنګر کړاوونو او ډېرو نورو ستونزو ګاللو ته اړتيا ده. د ولسونو تاريخونو ښوولې ده چي د عزت او درناوي ناوې تل د ځواکمن په غېږ کي وي او خواري، بخولي ، بې عزتي او هلاکت تل د ډارنو موزيګيانو په برخه وي.

موږ ډاډه يو چي که پر دې ستونزو باندي صبر او مصابره ولرو او د زبون او مات سوي دښمن په وړاندي خپلي نه ستړي کېدونکي جهادي هلي ځلي په مړانه او استقامت پر مخ بوزو، نو بالاخره به برى حتماً زموږ وي او دا امريکايي غليم به هم زموږ له پاکي اسلامي خاوري څخه د انګرېزانو او روسانو غوندي باسو. د لوى څښتن فرموده ده:

﴿ وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴾ [الصافات:١٧٣] (او پاى به زموږ په لار کي همدا زموږ د مجاهدينو لښکر حتماً پر خپلو دښمنانو لاسبرى او غالب سي).

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴾ [النساء:١٠٤]

ژباړه: او تاسي د دښمن(يعني د جګړه مارو کافرو دښمنانو) په تعقيبولو(لټولو او جګړه)کي سستي او کمزوري مه ښياست، (او تل دوى ته په مورچل کي اوسئ او ورسره وجنګېږئ)که تاسي کړاو ګالئ (له جګړې او ژوبلي څخه درد ، تکليف او زيان در رسيږي او ځاني او مالي تاوانونه دراوړي)، نو هغوى هم دغسي کړاو ګالي، لکه تاسي چي يې ګالئ (او ځاني او مالي تاوانونه ور رسيږي، خو سره د دې هم ستاسي سره له جګړې څخه لاس نه اخلي)، خو (تاسي بايد په دې کي تر دوى ډېر چمتو اوسئ، ځکه چي ستاسي او د دوى توپير په دې کي دى چي) تاسي له الله څخه د هغه څه هيله لرئ ، چي دوى يې نه لري. او الله (ستاسي په ټولو احوالو او په ګټه او تاوان) ډېرپوه او (په خپل کار او تدبير کي) د حکمت (د لوړي کچي پوهي) څښتن دى.

په پايله کي بايد تکراراً ووايو چي په دې کي د شک هيڅ ځاى نسته چي که د اشغالګرو سره پر دې سوله وسي چي هغوى لاندي سوې اورشو خپلو اوسېدونکو ته پرېږدي او له اشغال سوي ځمکي څخه ووزي، نو دا سوله روا ده. خو که د دښمن يا د هغو د پلويانو سره يو ډول داسي سوله وسي چي د دښمن د اشغال منل پکښي نغښتى وي ، نو دا سوله د شريعت له مخي ګرد سره باطله ده.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close