پیغامونه اورسمي بیانونه

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون اعلاميه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون تراشراف لاندې د افتاء او دقضاء د تخصص اداره فعالیت لري چې داڅوکاله کیږي دافتاء اوقضاء درسونه په خورا مسلکي توګه پکې روان دي، دوه کلن جامع او معياري نصاب ورته ترتیب شوى، چې د دې فن د ماهرو، تکړه، تجربه لرونکو علماء کرامو او استاذانو لخوا ورته تدریسیږي، د ځاى، إعاشې، إباتې او نورو ټولو ضرورياتو بشپړ انتظام يې شوی.
د دغه تخصص لپاره لاندې شرائط او ضوابط په پام کې نيول شوې دي:

(١)ـ په دغه تخصص کې به صرف هغه اشخاص برخه اخیستلی شي چې د کومې معلومې ديني مدرسې څخه په اعلى درجه فارغ التحصيل وي، او د دې ترڅنګ په علم فقه او علم اصول فقه کې د ښه استعداد درلودونکي وي، همدا راز د ښه ليکلو او انشاء صلاحيت هم ولري.

(٢)ـ په تخصص کې د شاملېدونکي شخص لپاره لازمي ده چې د کومې مدرسې څخه فارغ شوى وي د هغې مدرسې د مهتمم يا ناظم لخوا د خپل اخلاقي او تعليمي حالت تصديق نامه له ځانه سره ولري.

دا هم ولولئ  د سرپل په مرکزي محبس کې د ناروغ بندي د وفات له امله د بندیانو چارو د کميسيون اعلامیه

(٣)ـ کوم شخص چې د بشپړ وخت تيرولو (يعنې د تخصص ترپايه د پاته کېدلو) پخه امادګي ظاهره کړي هغه ته به داخله ورکول کېږي، او د پوره وخت تيرولو تحريري ضمانت به يې يو مشر عالم کوي.

(٤)ـ په لاندې کتابونو کې به د داخلې تقريري امتحان اخيستل کېږي:
صحيح البخاري، بيضاوي ياجلالين، هدايه کامل، نورالانوار يا حسامي، شرح العقائد، مختصرالمعاني، مقامات حريري، سلم العلوم او ميبذي.
او ددې څخه علاوه د ليکلو او انشاء د صلاحيت امتحان به هم اخيستل کېږي.

(٥)ـ کوم کسان چې د مذکوره شرائطو سره برابر وي او د داخلې په امتحان کې کامياب او داخله ورکول شي هغوى ته به د خوراک او نورو څخه علاوه په میاشت کې يو مقدار نقدي مرسته هم ورکول کېږي.

(٦)ـ د تخصص د شاګردانو د مشاغلو تقسيم اوقات به د نورو طلباؤ په شان نه وي؛ بلکه د ضروري آرام او د صلوة او طعام د اوقاتو څخه غير به نور ټول اوقات د تخصص په درس، مطالعه او د افتاء په تمرين کې تیروي.

دا هم ولولئ  د اسلامي امارت لوړ پوړې هېئت له امریکايي پلاوې سره په قطر کې وکتل

(٧)ـ د تخصص شاګردان به د تخصص په درس او مطالعه کې په شاملو کتابونوکې، د هرې دری میاشتنۍ مودې په پای کې د امتحان په ورکولو مکلف وي.

(٨)ـ د تخصص شاګردانو ته به په آخري کال کې د تعليم اوتربيې او عالي تحصيلاتو د کميسيون لخوا موضوعات او عنوانونه انتخابېږي، دوى به هر يو په جلا جلا موضوع او عنوان مقاله ليکي.

(٩)ـ په پاى کې به کاميابو شاګردانو ته د افتاء او د قضاء د تخصص ښه معتبر او معياري سندونه
( شهادت نامې ) ورکول کېږي.
دشوال المکرم دمیاشتې په (۲۵) او (۲۶) نېټه د دوشنبه او سه شنبه په ورځو به د داخلې امتحان اخیستل کیږي او (۲۷) نېټه دچهارشنبه په ورځ به د درسونو افتتاح کیږي ان شاء الله تعالی.
د داخلې اراده لرونکي وروڼه دې له همدا اوس څخه په لاندې نمبرونو رابطه وکړي اوخپل شهرت دې ثبت کړي.
تیلفون شمیرې:
(۰۷۰۰۵۴۶۳۰۴)

واټساپ نمبر: (۰۷۰۰۵۴۶۳۰۴)
مخابره نمبر: تعلیم (۵۶۹۲۰۰)



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close