مرکې او راپورونه

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو اداره د کال 2018 م د لومړيو شپږو مياشتو راپور

 د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو اداره

د کال 2018 م د لومړيو شپږو مياشتو راپور:

تاريخ (۱۴۳۹/۱۱/۳هـ ق) ( 16/7/2018م)

نمبر مسلسل :۳۱ج ۳

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زموږ هیواد افغانستان د يرغلګرو امريکایانو او د هغوی پورې تړلو ناټو ځواکونو په یرغل سره لکه په نورو سلګونو برخو کې د ملکيانو د مرګ  ژوبلې په رابطه هم له لویو ستونزو سره مخ شوی دی.

هر کال د امریکایانو او داخلي ګوډاګيانو لخوا په قصدي توګه زموږ زرګونو تنو هيواد والو ته مرګ او ژوبله رسيږي .

 د روان 2018 میلادي کال لومړۍ شپږ مياشتې (جنوري، فبروري، مارچ ، اپريل، مئ او جون )  بیا هم زموږ  د ملکي هیواد والو لپاره خونړۍ مياشتې وې.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو ادارې د خپلو نمائندګانو، ازادو رسنيو،قومي مشرانو او عامو وګړو په مټ مجموعاً  (449) د ملکي تلفاتو بوګنونکې پيښې ثبت او راجستر کړي دي .

له هغې جملې څخه (336) پيښې د امريکايانو، د مزدورې ادارې ملي اردو، پوليسو او اربکيانو لخوا رامنځته شوې دي.

(58)  پيښې د داعش او یا نامعلومو کسانو لخوا او (18) پيښې د خلکو تر منځ د خپل منځي شخړو له کبله پيښې شوې دي. 

د ملکي تلفاتو په مذکوره (449) پيښو کې مجموعاً (1931) تنو هيواد والو ته مرګ ژوبله رسېدلې، په دې کې (1631) تنه قربانیان  نارينه دي چې (85٪) کیږي  او (138) تنه يې ميرمنې دي چې (7٪) تشکیلوي، (162)  تنه يې ماشومان دي چې (8٪) کيږي.

په مجموعي ډول په (1931) ملکيانو کې (904)  تنه يې شهيدان شوي او متباقي (1027) يې زخميان دي.

بیا د (904) شهيدانو له جملې څخه (731) تنه يې نارينه، (97) تنه يې ښځې او (76) تنه نور يې ماشومان دي.

په (904) شهيدانو کې  (694) تنه د امريکايانو او د هغوی پورې تړلو داخلي عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا په بمبارونو او بریدونو کې شهیدان شوي، چې د مجموعې شهيدانو )82 ( % سلنه جوړوي.

(123) تنه شهیدان د داعش او یا نامعلومو کسانو لخوا رامنځته شوي چې (15%) سلنه کيږي، او د (24) تنو وژنه د خپل منځي شخړو په نتیجه کې رامنځته شوې چې (3 %) سلنه کيږي.

 

 

بل پلو په تیرو شپږو مياشتو کې د(449)ملکي پيښو په ترڅ کې زموږ (1027) تنه هيواد وال ټپيان شوي، چې له هغې جملې څخه (900) تنه يې نارينه، (41) تنه يې ښځينه او (86) تنه نور يې ماشومان دي.

همداراز له دېجملې څخه (803) تنه د امريکايانو او د مزدورې ادارې د ځواکونو لخواټپيان شوي چې (694) تنه يې نارينه، (41) تنه يې ښځېنه او (68) تنه يې ماشومان دي.

همداراز په مجموعي (900) ټپيانو کې د داعش ډلې لخوا  (131)  عام وګړي ټپيان شوي دي، چې (123) تنه یې نارينه او (8) تنه يې ميرمنې دي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو ادارې په خپل راپور کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په رابطه صرف هغه پيښې په خپل راپور کې درج کړي دي چې ځاني تلفات پکې اوښتي وي.

هغه پيښې هم نه دي یادې شوي چې امريکایانو د داخلي ګوډاګيو په ملتيا په کې ولسي خلکو ته صرف مالي زیان اړولی وي.

په دې معنی چې د ملکيانو د ضرر په رابطه د پورته یادو شوو پيښو څخه علاوه نورې هم ګڼې پيښې شته چې ملکیانو ته پکې ځاني تاوان نه دی اوښتی؛ خو درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

 ټول نړی وال خصوصاً افغانان شاهدان دي چې امریکايي اشغالګر او د هغوی پورې تړلي داخلي ګوډاګیان په خپلو عملیاتو، شپنیو چاپو، بمبارونو او د توغندویو په بریدونو کې د خلکو کورونه نړوي، شخصي اموال چور کوي، کروندې خرابوي، مساجد، کلینیکونه، باغونه، فصلونه او د اوبو ذخایر تخریبوي چې زیان يې مخامخ عام ولس ته رسیږي.

همداراز د روان 2018 میلادي کال د شپږو مياشتو په لومړيو دريو مياشتو (جنوري، فبروري او مارچ)  په نسبت په وروستنيو دريو مياشتو (اپريل، مئ او جون) کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په پيښو کې زياتوالی راغلی دی.

مثلاً د روان  کال په اولو دريو مياشتو کې (196) پيښې ثبت شوي، خو په دريو ورستنيو مياشتو کې (253) پيښې ثبت شوې دي چې په دې ډول په پښو کې (57%) سلنه زياتوالی راغلی دی.

همدار راز د شهیدانو او ټپيانو تعداد په لومړيو دريو مياشتو کې (764) تنه وو مګر په دريو وروستنيو مياشتو کې  د مرګ ژوبلې شمیره (1931) تنو ته لوړ شوی دی، چې (1137) تنو  زياتوالی پکې راغلي دی.

د دې ټولو ناخوالو او ظلمونو اصلي عامل د ټرمپ او د ګوډاګې ادارې وروستنی جنګي ستراتيژي او جنګي پلان دی چې اصلي موخه یې د مسلمانانو او افغانانو عام وژنه ده .

د افغانستان اسلامي امارت د ملکی تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو اداره د اسلامي امارت په استازيتوب د يرغلګرو ټول دغه جنايات په کلکو ټکو غندي او په ډاګه کوي چې امريکایان او ملګريې په یادو ټولو بشري ضد جنایاتو کې ونډه لري او باید د نړیوالې بې پرې ادارې او بشري نهادونه د دغو عمدي جنایاتو پوښتنه ترې وکړي.

موږ باور لرو چې امریکایان او ملګري به يې د وحشتونو په تر سره کولو او زیاتولو سره هيڅکله ونه توانیږي چې خپل شوم اهداف تر لاسه کړي، بلکې  په داسې اعمالو سره له خپلې اصلي څیرې څخه پرده پورته کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو اداره

ايمل ادرس : [email protected]

د ۲۰۱۸م کال شپږ مياشتنی راپور له همدې ځایه کمپیوټر او موبایل ته ښکته کولی شئ.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close