سیاسي لېکنې

د افغانستان اسلامي امارت ولې او څرنګه رامنځته شو؟

قاري سعید زرمتی

لیکوال او مؤرخ

د افغانستان اسلامي امارت زموږ په معاصر تاریخ کې هغه پیژندل شوی دیني، ولسي، سیاسي اوجهادي خوځښت دی چې له تیرو دوه نیمو لسیزو راهیسې د اسلامي نظام د حاکمیت،دهیواد دخپلواکۍ او د فساد، فتنو، بې عدالتۍ، ګډوډۍ او نورو اخلاقي او ټولنیزو بدمرغیو د محو کولو په مقصد مبارزه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت چې نړیواله میډیا یې ( د طالبانو تحریک) بولي، اوس د هیواد او سیمې په کچه یو اغیزناک او متداوم سیاسي جریان ګڼل کیږي، چې په دې لیکنه کې ددې سیاسي خوځښت د وجودي فلسفې او دا چې څرنګه تأسیس شو؟ په اړه لنډ توضیحات وړاندې کوو.

اسلامي امارت ولې؟

د یوه سیاسي یا اجتماعي خوځښت د پنځیدو، ودې او بریا لپاره دوه عنصره مهم او ضروري ګڼل کیږي.

۱ ــ قانوني، نظریاتي او اخلاقي مبنا، چې دا بیا ټولو هغو دیني، کلتوري او تاریخي دلائلو او مستنداتو ته شاملیږي چې پر بنسټ یې د یوه خوځښت لومړنۍ خښته ایښودل کیږي. خوځښت ته قانوني او اخلاقي مشروعیت وربښي او شتون یې پرې توجیه کیږي.

۲ ــ  د ټولنیزو شرایطو تقاضا، معلومه خبره ده چې لوی خوځښتونه د سمارق ( پوڅکۍ) په شان ناڅاپي او بې مقدمې نه راپورته کیږي. بلکې ټولنیز شرایط یې راپورته کیدو ته زمینه برابروي. څرنګه چې د ژوندانه د مسیر حوادث د ځنځیر د کړیو په شان د علت او معلول په رابطه سره پیوسته وي. نو د یوه سیاسي خوځښت راپورته کیدل هم له وړاندې ټولنیز اسباب او مقدمات لري. راځئ دلته د همدې دوو مقدماتي عناصرو یا اسبابو په رڼا کې د اسلامي امارت قیام او حاکمیت وارزوو تر څو د  عنوان شوې پوښتنې ځواب په لاس راشي.

شرعي یا قانوني بنسټ

اسلامي امارت یعني د اسلام حکومت یا حاکمیت په داسې ډول چې د واک چلولو معیار اسلام وي او د تقنین، قضاء او معارف په شمول د ژوند ټول عمده اړخونه د اسلامي هدایاتو په رڼا کې رهبري شي، یوه معروفه شرعي فریضه ده. د قران کریم د آیتونو، نبوي احادیثو او د صحابه کرامو د اجماع په استناد ټول علماء کرام او د اهل السنة و الجماعة مذاهب په دې اتفاق لري چې د اسلامي حاکم یا امیر ټاکل پر مسلمانانو فرض کفایي ده. د اسلامي سیاست لوی علماء کرام لکه امام غزالي، علامه ابن خلدون، علامه ماوردي، علامه شهرستاني،امام نووي، علامه ابن حجر هیتمي، علامه شاولی الله رحمهم الله  او ګڼ نور علماء په دې ټکي متفق دي چې مسلمانان باید شرعي امیر یا حاکم ولري، تر څو اسلامي ټولنه رهبري کړي.

پر دې بنسټ د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان په افغان مؤمن اولس هم دا لازمه او فرض وه چې د اسلامي نظام د جوړښت لپاره هڅه وکړي. د کمونیزم پر خلاف زموږ د مؤمن اولس جهاد که له یوې خوا د کمونیستي الحاد د محوې په مقصد ترسره شو، یو بل ستر هدف یې د اسلامي نظام جوړول او اسلام د حاکمیت منصب ته رسول و. له شرعي دلائلو علاوه د انساني عقل تقاضا هم داده چې په یوه ټولنه باید هغه مفکوره حاکمیت ولري کومې ته چې اولس اعتقاد لري. زموږ ملت مسلمان دی نو ځکه یې باید حاکمیت هم اسلامي وي. په همدې کې د ټولنې د دنیا او اخرت خیر، فلاح او سعادت نغښتی دی. د اسلامي حاکمیت همدا ارمان د یوه فکر او تیورۍ په حیث له ډیر پخوا زموږ  د مؤمن اولس او په خاص ډول د علماء کرامو، مجاهدینو، مصلحینو او داعیانو په زړه کې پاته او تر دې وخته رارسیدلی و. تر څو چې د اسلامي امارت مؤسس امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله همدې نظریې ته د عمل جامه ورواغوسته او په دیني کتابونو او باایمانه سینو کې خوندي فکر او ارمان یې عملا تطبیق کړ.

د عامه وضعیت تقاضا

دنیا عالم اسباب دی او الهي تقدیر د ژوند پیښې د علت او معلول په مزي تړلي دي. په دې اساس چې په ټولنه کې کوم تغیر راځي، سیاسي یا اجتماعي خوځښت او انقلاب پیښیږي نو له وړاندې شرائط ورته مهیا شوي وي. اسلامي امارت هم له دې قاعدې مستثنی نه دی. که موږ د طالبانوداسلامي تحریک د لومړني پاڅون څرنګوالی څیړو نو لومړی باید له تحریک وړاندې حالت او هغه زماني بستر مطالعه کړو چې دغه اصلاحي حرکت په کې را منځته شو.

که مختصر ووایو کیسه داسې وه، چې زموږ مؤمن اولس د کمونیستي الحاد او شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې څوارلس کاله مسلح جهاد وکړ، یو نیم میلیون شهیدان، همدومره ټپیان او معلولین، اوه میلیونه مهاجر او د هیواد د کلیوالو سیمو او ښارګوټو بشپړ نړیدل او تباهي د هغو زیانونو له جملې وو چې زموږ ملت ته ورسیدل. د دې جهاد ستر ارمان د یوه اسلامي نظام حاکمیت، په هیواد کې د سولې، اخوت، عدالت او یوه سالم او صالح حاکمیت رامنځته کول وو. مګر د جهاد په وروستیو کې ځینوتش په نامه مجاهدینو، فرصته طلبه او د قدرت هوس لرونکو اشخاصو د اولس جهادي ارمان له خاورو سره برابر کړ. له کمونیستانو سره ایتلافونو او د نورو مجاهدینو په وړاندې جګړو ته یې مخه کړه. دې حالت د قدرت د تصاحب مسابقه ګرمه کړه او د ذات البیني نزاع، جګړو، فساد، ظلم، لوټمارۍ او قسماقسم فتنو دروازه یې خلاصه کړه.

ددې نامطلوب او ناوړه حالت له رامنځته کیدو څخه نه یوازې د هیواد پاته مادي هستي لوټ او تالا شوه، بلکې په لویو ښارونو خصوصا کابل کې د هیواد تاریخي، فرهنګي او معنوي پانګې هم له ګواښ سره مخامخ شوې، د خلکو ژوند، مال او عزت ته خطرناک ګواښونه متوجه شول. په لسګونو زره خلک ووژل شول، یو ځل بیا د مهاجرت لړۍ پيل شوه، هیواد د تجزیې له خطر سره لاس او ګریوان شو. په هر ولایت او سیمه کې مستقلې او موازي واکمنۍ جوړې شوې، د قومي، ژبني، سمتي، فرقوي او تنظیمي تعصباتو په بنسټ خپل منځي جګړو زور واخیست چې هیواد او هیوادوال یې د مطلق سقوط او تباهۍ له ګواښ سره مخامخ کړل.

د ملوک الطوائفۍ او ګډوډۍ په داسې حالاتو کې طبعا یوه اصلاحي حرکت ته اړتیا محسوسیږي. خلک یو داسې غږ ته په تمه وي چې د حاکمې بې نظمۍ ټغر ورټول کړي. ظالمان د خپل عمل په سزا ورسوي، د مظلوم اولس اوښکې ورپاکې او د آرام ژوند شرایط ورته مهیا کړي. د اسلامي امارت مؤسس امیرالمؤمنین  ملا محمد عمر مجاهد هغه څوک و چې د حاکمې ګډوډۍ په تورتم کې یې د یوه اصلاحي خوځښت غږ پورته کړ. عام اولس او د ټولنې اغیزناک اقشار په خاص ډول علماء کرام، طالبان، جهادي قومندانان او مصلحین چې د ملت او هیواد غم ورسره و، د ملا صاحب غږ ته  لبیک ووایه. ټول ورسره ودریدل او د حاکم فساد او ملوک الطوایفۍ په وړاندې مبارزه پيل شوه. دغه مبارزه چې د افغانستان له جنوب کندهار ولایت څخه پيل شوه، ډیر ژر یې شهرت وموند او د هیواد د اکثره ولایاتو خلکو یې خپلو سیمو ته د پراختیا غوښتنه وکړه، د تحریک له مشرانو سره یې رابطې وکړې، هر ډول همکارۍ ته یې آمادګي وښوده تر دې چې د اولس په بشپړ ملاتړ دملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په مشري اسلامي خوځښت د هیواد ټولو سیمو ته ورسید او د ملوک الطوایفۍ او هرج و مرج ټغر  یې ټول کړ.

دا هم ولولئ  د تسليميو لړۍ

اسلامي امارت څرنګه رامنځته شو؟

اسلامي امارت د بل هر سیاسي یا جهادي خوځښت په شان په تیرو ۲۵ کلونو کې خپل بشپړتیایي یا تکاملی مراحل طی کړي دي. چې دغه بهیر په دریو مراحلو تقسیمولی شو.

لومړی : د تأسیس مرحله

د فساد او هرج و مرج په وړاندې لومړنی خوځښت د ۱۳۷۳ لمریز کال د اسد په میاشت کې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د سنګ حصار له سیمې څخه د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ پیل شو. د نوموړي په مشرۍ لسګونه طالبانو چې یوازې پنځه تنه یې مسلح وو. د میوند ولسوالۍ د مرکز کشک نخود په خوا روان شول. هلته یې د یوه پخواني ښوونځي په ودانۍ کې مرکز جوړ کړ او د کندهار ــ هرات په لاره د پوستو، پاټکونو او مضرو ټوپکیانو د شړلو کار یې پیل کړ. د دوه میاشتو په جریان کې یې له دعوت او زور څخه په استفاده له میوند، ډنډ او شاوخوا سیمو څخه ټوپکیان وشړل او لویه لار یې د خلکو پر مخ پرانیسته. د همدې کال د میزان په ۱۷ نیټه یې د کندهار د سرحدي ولسوالۍ بولدک پر خوا تشکیلات وکړل او د بولدک له تصفیې وروسته یې د کندهار ولایت مرکزي ښار هم په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راووست.

د کندهار په تصفیه کولو سره په دې ښار کې د څو کلنو تنظیمي جګړو، فساد، ګډوډۍ او بې امنیتۍ سلسله پای ته ورسیده اولس د آرام ساه واخیسته. دا خبر د هیواد په لراوبر کې خپور شو او له ګاونډیو سیمو کندهار ته د علماء کرامو، جهادي قومندانانو او مخورو پلاوي راغلل. د هغوی په غوښتنه د طالبانو او مخلصو مجاهدینو دغه بهیر د روزګان، هلمند او زابل خواته حرکت وکړ. او د څو میاشتو په تر څ کې تر کابل، لویې پکتیا او فراه پورې د هیواد ډیرې نورې سیمې له مفسدو ټوپکیانو تصفیه او د اسلامي واکمنۍ په رڼا منورې شوې.

د ۱۳۷۳  لمریز کال په وروستۍ نیمایي او ۱۳۷۴ لمریز کال په جریان کې اسلامي تحریک د هسته ګیرۍ او  پراختیا په حال کې و. د ۱۳۷۵ کال له رابریدو سره د افغانستان تر نیمایي زیاته جغرافیه د اسلامي تحریک تر واک لاندې راغلې وه.په همدې کال دهیواد پلازمینه کابل او د هیواد شرقي او ځیني مرکزي سیمې هم فتحه شوې او په دې ډول د هیواد مطلق اکثریت سیمې تر یوه نظام او فرمان لاندې متحدې شوې.

دوهم: د واکمنۍ مرحله

د ۱۳۷۵ لمریز کال په لومړیو کې په کندهار کې د علماء کرامو یوې لویې اجتماع اسلامي امارت د افغانستان رسمي او قانوني حکومت وګاڼه او د دې خوځښت مؤسس ملا محمد عمر مجاهد ته یې د امیر المؤمنین لقب ورکړ. د همدې کال په میزان میاشت کې چې د هیواد پلازمینه او ډیرې نورې سیمې فتحه شوې نو اسلامي امارت د نړیوالو قوانینو او مقرراتو له مخې هم له خوځښت څخه د یوه حکومت یا دولت مرحلې ته پورته شو. په دې ډول په هیواد د اسلامي امارت سرتاسري واکمني پیل شوه.

د واکمنۍ په دوره کې د افغانستان اسلامي امارت وروسته له ډیرو کلونو یو ځل بیا د دیني حاکمیت، شریعت او اسلامي عدالت هیر شوي مفاهیم راژوندي او عملا تطبیق کړل. له وعدې سره سم یې اسلامي نظام رامنځته کړ. د جهاد او هجرت د مرحلې ارمانونه یې پوره کړل. د حکومتدارۍ ټول بنسټونه، قوانین او اجراآت یې اسلامي کړل. قضاء، معارف، فرهنګ او په نورو ټولو برخو کې یې د اسلام له لارښوونې سره سم لازم اصلاحات راوستل. د غلو، ټوپکیانو او جنایت کارانو کمپله یې ورټوله او یو مثالي سوله ییز نظام یې رامنځته کړ. په عمراني او رفاهي برخه کې یې د پام وړ خدمات وکړل او په سمتونو ویشل شوي افغانستان ته یې یو ځل بیا متحد تشخص وروباښه.

په معاصر تاریخ کې د اسلامي امارت د واکمنۍ دوره یوه استثنائي دوره ګڼل کیږي. هغه دوره چې هیواد مو په بشپړ ډول خپلواک و، د هیڅ کفري یا کوم بل اجنبي زبرځواک سره تړلی یا زیر اثر نه و. په هیواد کې مثالي امن حاکم و. د افغانستان ۹۵ فیصده اراضي او میشت خلک تر یوه فرمان او بیرغ لاندې په داسې ډول متحد شوي وو چې د بیلابیلو تعصباتو  هیڅ اثر نه و پاته. د هیواد قیادت د ملت د تر ټولو صالح، مخلص او وفادار قشر په لاس کې و. نوی نسل او ځوانان مو د اسلامي عقیدې،  دیني فکر او افغاني فرهنګ په رڼا کې تربیه کیدل، اسلامي شریعت په کامله معنی نافذ او د الله تعالی ځمکه وروسته له ډیرو کلونو یو ځل بیا په الهي قانون منوره شوې وه. دې حالت که له یوې خوا اسلامي امت ته خپل تیر مجد او عظمت وریاداوه او د خپل اصلي تشخص په راغبرګیدو یې سترګې خوږیدې. بل اړخ ته یې د نړۍ اسلام دښمنه طاقتونو ته سخت ټکان ورکړ. هغوی پوه شول چې دغه واکمني خو کټ مټ د لومړنیو پيړیو د باعزمه اسلامي رهبرانو او فاتحینو میراث او تګلاره ده، هغه چې دوی ته یې په هر ډګر کې تاریخي درسونه ورکړي وو. په همدې اساس د نړۍ کفار د امریکا په مشرۍ را ټول شول. خپلمنځي اختلافات یې یوې خوا ته کړل او د (الکفر ملة واحده) له قاعدې سره سم یې په ګډه د دې اسلامي رڼا د تتولو یا وژلو هڅې پيل کړې.

د نړۍ کفارو د خپلو غلامانو او ګوډاګیانو په ملتیا په لومړیو کې تبلیغاتي جنګ پيل کړ او هڅه یې دا وه چې اسلامي امارت نړۍ ته په بد شکل معرفي کړي. د اورپکو، یاغیانو، سخت دریځو او ترهګرو اصطلاحات یې رامنځته او په پراخه کچه تبلیغ کړل. ورپسې یې اقتصادي تعزیراتو ته مخه کړه او د اسلامي امارت له مخالفینو سره یي پوځي او تدارکاتي کومکونه پيل کړل. خو چې کله دې یوې حربې هم کار ورنکړ او په وړاندې یې اسلامي امارت مقاوم پاته شو. نو یې مخامخ پوځي یرغل شروع کړ.

دریم: د اشغال پر ضد د جهاد مرحله

په دې ډول د امریکا په مشرۍ نړیوال طاغوت د ناټو اتحاد او دنړۍ په لراوبر کې د ګڼو نورو اسلام ضد حکومتونو په ملتیا او د منطقوي غدارانو په همکارۍ په افغانستان پوځي برید پیل کړ. د ۱۳۸۰ لمریز کال د میزان په  ۱۵ مه پر افغانستان د امریکا په یرغل  سره د تاریخ یو ډیره عجیبه او نامتوازنه جګړه پیل شوه. یوې خواته د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې محدود افغان اولس چې ۲۵ کلنو جګړو ځپلی او شووري یرغل یې ټول مادي امکانات تباه کړي وو. بل اړخ ته د امریکا او ناټو په شمول د نړۍ تر ټولو پرمختللي کفري ځواکونه چې پوځیان یې په وروستي ماډل درنو او سپکو وسلو، تجهیزاتو او جنګي ابزارو سمبال وو. خو شاید الله تعالی به یو ځل بیا انسانانو ته د خپل قدرت نښې او د اسلام د رښتینو زامنو د عزم او ایمان ګراف ورښود چې دغسې یوه نامتوازنه جګړه رامنځته شوه.

دا هم ولولئ  د تعليم او تربيه او عالي تحصيلاتو د خارجي ارتباطاتو له مسؤول محترم همت اخندزاده صاحب سره مرکه

د امریکا پر خلاف د اسلامي امارت د تېر اتلس کلن جهاد په جریان کې چې د افغانستان په خاوره کومه معرکه تېره شوه، هغه د انساني عقل او بشري محاسبې په قالب کې د ځاییدو نه ده. د اسلامي امارت مجاهدینو په تش لاس د نړۍ تر ټولو فرعوني زبرځواک سره جهاد پيل کړ. پیل یې له چټکو چریکي بریدونو، مخفي عملیاتو، توغندویي حملو او کنترولیدونکو انفجارونو څخه وکړ. وروسته یې په لوړ مهارت او حوصله سره جهادي عملیاتو ته انکشاف ورکړ. د دښمن په مراکزو یي تهاجمي عملیات پیل کړل. په استشهادي حملو یې د دښمن د قومندې مراکز، لویې قرارګاوې او مهم اشخاص په نښه کړل. او په دې ډول یې امریکایي او د ناټو پوځیان په یوه فرسایشي اوږده جګړه کې ښکیل کړل.

هغه مغرور دښمن چې یو وخت یې د ځمکې پر مخ د اسلامي امارت د هیڅ فرد شتون نه شوای زغملی او مجاهدین یې په مرګ محکوم بلل. د اتلسو کلونو په جریان کې تر دې وځپل شول چې عقل یې سر ته راغی، میداني حقائق یې درک کړل او اوس نه یوازې د یوه سیال جهت په حیث د اسلامي امارت شتون مني بلکې د جنګ پر ځای یې د تفاهم او منطق لاره خپله کړې ده.

د یوویشتمې پیړۍ له پیل سره په افغانستان د امریکا او ناټو حمله د اسلام په تاریخ کې له صلیبي او استعماري جګړو وروسته په مسلمه امت د اروپایانو د دریم ستر یرغل پیل و. چې وروسته په عراق، لیبیا، سوریه او نورو سیمو کې هم ورته یرغلونه ترسره شول.  خو الله تعالی اسلامي امارت ته توفیق ورکړ چې له مسلمه امت او په خاص ډول له اسلامي افغانستان څخه د دفاع امتیاز په خپل نوم کړي. اسلامي امارت په یوه سخته مرحله کې تر اټکل لوړ ثبات او مقاومت وکړ چې  بالاخره یې د الله تعالی په نصرت او د مؤمن اولس د ملاتړ په برکت په اسلامي خاوره دغه راغلی توپان په شا وتمباوه او اوس هغه ورځ رانږدې ښکاري چې الله تعالی زموږ ګران هیواد د کفر او نفاق له خبثه پاک او د اسلامي نظام په وړانګو روښانه کړي.

د  پای خبره

که په یادو دریو مراحلو کې په لنډ ډول د اسلامي امارت لاسته راوړنې بیانوو نو په دې ډول یې خلاصه کولای شو.

ــ د افغانستان اسلامي امارت هغه اسلامي حرکت دی چې د افغانستان دمجاهد ملت له منځه د روس ضد جهاد د ارمانونو د سرته رسولو، د هرج و مرج، بې امنیتۍ او کورنیو جګړو د خاتمې، د افغانستان د وحدت ، ارضي تمامیت او ملي یووالي د تضمین او د یوه متحد، اسلامي سوله ییز نظام د تأسیس په هدف راپورته شوی او بیا یې په یادو ټولو برخو کې خپل تاریخي کردار ترسره کړ.

ــ اسلامي امارت  په افغانستان کې له پخوا څخه د پیل شوي اسلامي نهضت ستر ارمان( اسلامي نظام) ته کلک تعهد لري او ځان د کمونیزم پر خلاف د مبارزو، دغه راز د شوروي او بیا امریکا پر خلاف زموږ د ملت د قربانیو او جهادي ارمانونه وارث ګڼي او ترسره کیدو ته یې تعهد لري. اسلامي امارت باور لري چې اسلامي نظام نه یوازې زموږ د مؤمن او مجاهد اولس د تاریخي مبارزو ستر ارمان دی، بلکې زموږ د ټولو ستونزو حل او د دنیوي او اخروي سعادت ضامن هم دی.

ــ اسلامي امارت نه یوازې د مؤمن اولس اسلامي ارمانونه او تشخص ساتلی، بلکې د هیواد له ملي ارزښتونو او تاریخي افتخاراتو یې هم دفاع کړې. اسلامي امارت همدا اوس د عصر له سترو اشغالګرانو سره په ویاړمن جهاد بوخت دی او د خپل هیواد د ازادۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي.دغه مبارزه زموږ دنیکونو او اسلافو د هغو افتخاراتو ساتنه او تداوم دی چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې یې د کفري اشغالګرو په خلاف په میړانه جهاد کړی او د هیواد او اولس عزت یي ساتلی و.

ــ اسلامي امارت چې ځیني خلک یې په غلط فهمۍ سره د طالبانو تحریک بولي، یوازې د دیني طالبانو یا کوم خاص قشر، قوم، سمت او فکري مسلک خوځښت نه دی. بلکې دا هغه حرکت دی چې د ټول افغانستان او ټول افغان اولس بشپړه نمایندګي کوي. اسلامي امارت د هیواد  په ټولو ۳۴ ولایاتو کې ژور ولسي نفوذ او پراخې سیمې په واک کې لري، د هیواد ټول قومونه لکه پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، هزاره، پشه یي، نورستاني، بلوچ، عرب، ګوجر وغیره له اسلامي امارت سره پیوستون لري. همدا راز د پخواني جهاد د ټولو تنظیمونو او فکري مکاتبو منسوبین د اسلامي امارت په صفوفو کې د بشپړ اخوت او صمیمیت په فضا کې د خپل دین او هیواد خدمت کوي.

ــ اسلامي امارت هغه یوازینی خوځښت دی چې د قومي، لساني او سمتي عصبیت له ناروغۍ پاک دی. یوازې د اسلامي اخوت او ملي وحدت د روحیې په اساس خپل کردار مخته وړي، هیواد یې له تجزیې او ملوک الطوایفۍ ژغورلی، اولس ته یې د یووالي روحیه ورکړې او په خپلو تر واک لاندې سیمو کې یې د ګوندي، تعصبي، مذهبي او فرقوي منازعاتو مخه نیولې ده.

ــ اسلامي امارت د هیواد د ملي ګټو، عامه شمتنیو او د بیت المال د ممتلکاتو دفاع او حفاظت خپله وظیفه بولي. د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې نه خو دولتي ځمکې غصب شوې او نه هم عامه شتمنۍ د زورواکو او حاکمو کورنیو لخوا لوټ او اختلاس شوي دي.

ــ اسلامي امارت چې همدا اوس د خپل دین، اولس او هیواد د دفاع لپاره په مقدس جهاد بوخت دی، له سختوجنګي شرایطو سره سره د اولس د خدمت، انکشافي فعالیتونو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې هم خپل مسؤلیت نه دی هیر کړی.

الله تعالی دې اسلامي امارت ته نور هم بریا او پراختیا ورکړي تر څو د مظلوم ملت زخمونه ټکور او  هیوادوالو ته د دیني او دنیوي نیکمرغۍ او هوسایۍ زمینه برابره کړي.

امین



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close