پیغامونه اورسمي بیانونه

د افغانستان لپاره د المان خاص استازي د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر او ورسره هئیت یې د افغانستان لپاره د المان هیواد له خاص استازي مارکس پوتزیل او ورسره مل هئیت سره وکتل.
دغه کتنه د ۱۴۴۰/۹/۱۳ هـ ق چې د میلادي کال له ۲۰۱۹/۵/۱۸ نیټې سره سمون خوري په دوحه کې ترسره شوه.
دواړو خواوو د افغانستان په روانو حالاتو، د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په بیلا بیلو اړخونو او پدې برخه کې د المان هیواد د هڅو په باره کې خبرې وکړې.
همداراز د المان هیواد خاص استازي د سولې په اړه د خپل هیواد د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ او ټینګار یې وکړ چې پدې هکله به د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.
محمد سهیل شاهین اسلامي امارت د سیاسی دفتر ویاند
۱۴/۹/۱۴۴۰هـ ق
۲۹/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/19م

دا هم ولولئ  د ځينو دښمن پلوه رسنیو په اړه د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون خبرتیا !


دا هم وګورئ

Close
Close