سیاسي لېکنې

د الخندق بریاوې او د دښمن شکست

د الخندق عملیاتو په یومیاشتني بهیر کې د هیواد په ساره او اوږده کې د پراخو بریاوو سربیره د قلعه زال، کوهستان، بلچراغ، تالاوبرفک، جغتو، دیک، اجرستان او دره بوم ولسوالۍ په بشپړه توګه فتحه شوې، ډير زیات وسایل او وسایط غنیمت شول او دښمن ته پراخ ځاني زیان هم ورسید.

مجاهدین په ټول هیواد کي د یرغلګر او ګوډاګي دښمن پر ضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلي، د مجاهدینو ابتکاري ګوزارونو دښمن سرسامه کړی، نه پوهیږي چي څه وکړي او څه ووایي، د یوې پیښې په اړه ضدونقیض څرګندونې کوي، چي همدې کار یې پرخپلو وسله والو هم نسبي اعتبار کم کړی دی.

دې بریدونو ثابته کړه چي کابل اداره که د یرغلګرو سره هر څومره تړونونه لاسلیک کړي او هر څومره د غلامۍ په ډنډ کې غوپه شي، د خپلو خلګو په شهادت او شتمنۍ لوټلو کې د اشغالګرو ملا وتړي، خو  د مجاهد ولس د انتقام څخه به خلاص نشي، د ولس مجاهد بچیان به یې د سيمټي د یوالونو او د خاورو د لویو بوجونو شا ته هم په ارامه پرېنږدي.

دا هم ولولئ  ځکه خو اوس د ډېری کمونېستانو په لاسونو کې تسبيح ليدل کېږي

مجاهدین که د ګران هیواد په هره برخه کې وغواړي، هلته عملیات کولای شي، داسې عملیات چې دښمن ته لوی زیان ورسوي او داسې یې سربداله کړي چې د مجاهدینو د ورتګ او مقامت لوری ترې ورک شي، یوه خوا بله خوامنډې وهي، ولسي وګړي او د هستوګنې سیمې په نښه کوي او پای په تېښته یا مرګ محکوم شي.

د اسلامي امارت د مجاهدینو پوځي نوښتونو دښمن سخت وارخطا کړی، حتی په کابل ښار کې د خپلو مرکزونو ساتنه نشي کولای، په ولسوالیو او اطرافي سیمو کې مجاهدین هره ورځ  ګڼ شمېر پوستې فتحه کوي، په جوپو جوپو عسکر مجاهدینو ته تسلیمیږي او کوم کسان چې پرجګړه ټینګار کوي، د مجاهدینو د بریدونو له ډاره تښتي او یا له منځه وړل کیږي.

د کابل رژیم په لیکو کې ولاړ ټول کسان باید په دې پوه شي چې د امریکایي ګټو قرباني دي او د خپل ولس پر ضد د پردیو موخو لپاره جنګیږي، دوی د فرصت څخه باید سالمه استفاده وکړي، د اسلامي امارت غیږې ته پناه راوړي، اسلامي امارت د دوی د سر او مال د حفاظت تضمین کوي.

دا هم ولولئ  امریکایي جنرالان له خپل اولس سره په مواجهه کې


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

1 thought on “د الخندق بریاوې او د دښمن شکست”

  1. السلام علیکم:
    زه د افغانستان د اکثره علماوو ته دا وایم چی همدا د تبلیغ وخت دی همدا د پاڅون وخت دی پخپلو جوماتونو کی جهادی تبلیغ ته زور ورکړی ترڅو عوام ویښ شی اکثره عوام د غفلت په خوب ویده دی.
    له عوامو نه هم همدا هیله لرم چی د دښمن په خندونکی څیرې مه تیروزی او خپلو مجاهدینو ورونو سره همکاری اعلان کړی او د هیواد دښمنان د تل لپاره له منځه یوسی.
    مونږ د الله بندګان د الله غلامان یو نه د بنده نور باید پام وشي او د هر راز سر ښیندنې لپاره تیاری ونیسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close