پیغامونه اورسمي بیانونه

د (الخندق) جهادي عملیاتو د پیلیدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَٰذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا (22)  الاحزاب 

ژباړه:  او کله چې ( ریښتونیو) مؤمنانو يرغلګر ولېدل، نو ویې ويل: “دا هماغه څه دي چي الله او د هغه رسول زموږ سره د هغه وعده کړي وه. د الله او د هغه د رسول خبره بيخي رښتيا وه.  (دغې پېښې) د هغو ايمان او (الله او رسول ته) غاړه ايښودل لا زيات کړل.

د ډیر قدر وړ مجاهد ولسه!

تاسو پوهیږئ چې زموږ د هیواد ځیني سیمي لا هم د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ایتلافي ملاتړو تر کفري اشغال لاندې دي.

په دومره توپیر چې د اشغال په نورو کلونو کې به د اشغالګرو د هوايي او ځمکنيو بریدونو هدف مجاهدین، ولسي وګړي او کلیوالې سیمې وې خو اوس پر هغه علاوه مذهبي مراکز، مساجد او د هغوی معصوم دیني زده کوونکي او ښوونکي هم دي چې د کندوز د دشت ارچې دیني مدرسې بمبار یې یوه بیلګه یاد ولای شو.

د افغانستان اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين د دیني ارزښتونو او د هیواد دځمکني تمامیت او لوړو ګټو د مدافع ځواک په توګه د اشغالګرو او د هغوی د کورنیو او بهرنیو ملاتړو په خلاف د مشروع جهادي مقاومت جاري ساتل یو شرعي، اخلاقي او دفاعي ضرورت بولي او د پوځي فعالیتونو د انسجام او ترتیب لپاره د نورو کلونو په تعقیب سږکال هم د لاندنیو وجوهاتو پر اساس د (……) په نامه جهادي عملیات پیلوي:

۱ـ دا چې زموږ د هیواد ځمکه او فضاء د اشغالګرو تر کنترول لاندې ده، او اشغالګر مو هره لحظه له مقدساتو نیولې تر بیوزله ولسي وګړو پوري ټول د خپلو بریدونو هدف ګرځوي، دیني عالمان، د قرآن کریم حافظان، قومي مشران او عام افغانان په بیرحمي سره په شهادت رسوي، بشپړ ښارګوټي، صحي مراکز، مقدسه اماکن، شنه فصلونه او سمسور باغونه مو په بل مخ اړوې، په زرګونو هیوادوال مو په بندیخانو کې ساتي د رژیم  چارواکي د امریکايي یرغلګرو د دغه وحشت په مخنیوي کې کاملا  ناتوانه دي، بلکي په ډیرو مواردو کې د اشغالګرو تر سره کړي جنایات دوی په غاړه اخلي او عملا ورسره ملګري دي.

۲ـ د اشغال پر تداوم سربیره د ټرمپ جنګي ستراتیژي چې له تیرو شاوخوا (۹) میاشتو راهیسې د مظلومو افغانانو په کلیو او بانډو کې په وحشت سره پلي کیږي او په ترڅ کې یې په زرګونو نور اضافي بهرني عسکر افغانستان ته راوستل کیږي او هغوی ته د افغانانو د وژلو او ځورولو لپاره نوي جنګي تجهیزات او پوځي صلاحیتونه ورکول کیږي.

۳ـ د امریکايي یرغلګرو لخوا د کابل له مزدور رژیم سره د جنګی تړون موجودیت چې له امله یې په هیواد کې د جګړې تازه کولو لپاره متعددې امریکايي اډې ایجاد شوې هغه عوامل دي چې امریکایان یې له مخه د هرډول  سولې امکانات سبوتاژ او په افغانستان کې د جګړې پر تشدید او غزولو ټینګار کوي او د اسلامي امارت د مذاکراتو دریځ ته منفي جواب وایې.

دا هم ولولئ  د کابل ادارې تسلیمدونکو منسوبینو ته د عفوې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

۴ ــ دامریکا اوکابل ادارې تر واک لاندي سیمو کي پرعمومي بدامني سربېره، د فحاشي، شراب خوري، مبتذلو فلمونو، باطلوادیانو ته دعوت اونورو ناروا کړنو ګڼ شمیر ښکاره او پټو مرکزونو فعالیتونه.

د رژیم بیوسه او فاسد چارواکي چې د خپلو امریکايي بادارانو د پورتنیو  جنګي، فکري او بی حیا عزائمو او عملي اقداماتو له شتون سره سره د هیواد په داخل او خارج کې د سولې په پلمه کومې هلې ځلې کوي هغه ټولې د اشغالګرو په دستور د افغاني مقاومت د ځپلو، کمزوري کولو اوبالاخره تسلیميدلو د یوې وسیلې په توګه ترسره کوي، نه د جګړې د خاتمې او دلته د یوې دائمې سولې د ټینګښت په خاطر.

ټول کوښښ یې دادی چي د هیواد له اشغال څخه عامه اذهان په بل لور واړوي او دا ځکه چې امریکایان دلته د جګړې د خاتمې اراده نه لري؛ بلکې لا غواړي جګړه دومره توده او اوږده کړي چې افغانستان او سیمه ټوله په لمبو کې راګیر او دوی ته ورکې د لا ډیر نفوذ او مداخلې زمینه مساعده شي.

بناء د متجاوز کافر دښمن د کفري تجاوز د دفع او له منځه وړلو لپاره اسلامي ارشادات او قرآني صریح نصوص مسلمانان له هغوی سره په بالمثل عمل مأمور او مكلفوي:

الله تعالی فرمايي :

…. فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (194) البقرة

ژباړه:  نو که څوک پرتاسو باندې تیری  وکړي تاسو هم هماغه ډول پرهغوی بالمثله تیری وکړئ، او له الله څخه وویریږئ، بې له شکه چې الله تعالی د پرهیزګاره خلکو ملګری دی.

د همدي قرآني ارشاد د تعمیل او له خپلو اسلامي ارزښتونو او د خپل هیواد او ولس له پایمال شویو حقونو څخه د دفاع په خاطر اسلامي امارت د اشغالګرو او د هغوي د ملاتړو په خلاف خپل سږني عملیات د الله په نصرت او د خپل مسلمان ولس په ملاتړ د (الخندق) جهادي عملیاتو په نوم پیل کوي.

اسلامي امارت سږني جهادي عملیات ځکه د (الخندق) په نوم تفاؤلا ونومول چې زموږ اوسنی جهادي وضعیت کټ مټ د صدر اسلام د مسلمانانو هغه وضعیت ته ورته دی چې د هجرت په پنځم کال د اسلام د دښمنانو مختلفې ډلې وروسته تر دې چې د بدر په غزوه کې یې لویه ماتې وخوړه تر مختلفو نومونو لاندې سره راټولې او په مدینه منوره کې یې د اسلامي حاکمیت د له منځه وړلو په مقصد د جګړې او زور ازمویلو پریکړه وکړه، خو د مشرکینو دغه ستر تهاجم چې په غزوة الاحزاب یا غزوة الخندق سره یادیږي، الله تعالی یې نتیجه د هغه څه برعکس کړه  کومه چې کفارو ترې تمه درلوده، او د (الخندق) معرکه په ځای د دې چې د مسلمانانو د محو کولو وروستۍ جګړه شي د کفارو په پریکنده شکست سره په داسي ډول پای ته ورسیده چي له هغه وروسته یې بیا هیڅکله هم په مدینه منوره باندي د یرغل جرأت ونه کړای شوای او په اړه یې رسول الله صلى الله عليه و اله و سلم وفرمايل: اوس به موږ ورباندې حملې كوو، نور به دوى راباندې حملې نه كوي، بیا هغه و چي د مجاهدینو مسلسل فتوحات پیل او دکفارو شکستونه په برخه شول.

دا هم ولولئ  د روژې ځلانده سيورۍ

د (الخندق) جهادي عملیات چې طرح او پلان یې د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د مجربو او ماهرو مسلکي کدرونو لخوا ترتیب شوی د اشغالګرو د موجوده جنګي ستراتیژي په مقابل کې په متقابلو چریکي، هجومي، نفوذي او نورو نویو او پیچلیو تکتیکونو سره عیار او د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو په ځپلو، ټکولو او ژوندي نیولو باندې به تمرکز ولري.

امریکایان او د هغوی استخباراتي ایجنټان به یې لومړنی هدف او داخلي ملاتړي به د ثانوي هدف په حیث ورکې په نښه کیږي  او هم به دفتنه ګرو را ټوکیدلي او راټوکېدونکي حرکتونه په نطفه کي خنثی کیږي.ان شاءالله.

یاد عملیات به د لوی الله په نصرت د روان کال (۱۴۳۹هـ ق ــ  ۱۳۹۷ هـ ش) د  شعبان (۹) او د ثور (۵)  تاریخ په ټول هیواد کې د الله اکبر په دښمن لړزونکې کلمې سره پیل او پر مخ بیول کیږي.

د یادو عملیاتو له پلي کیدو سره هم مهال د خپلو مجاهدینو وروڼو توجه لاندې ټکو ته را ګرځول غواړو:

دا چې زموږ جهاد خاص د الله تعالی لپاره او یوازینی هدف يې د الله د کلمې لوړوالی او د اسلامي نظام حاکمیت دی، نو باید چې هر جهادي عمل مو د شریعت په چوکاټ کې د اسلامي امارت د لوائحو او هدایاتو په رڼا کې وي.

دا چې مجاهدین د (اشداء علی الکفار رحماء بینهم) د الهی ارشاد له مخې پرمسلمانانو خواخوږی او پر دښمن سخت زړی وی نو باید د (الخندق) جهادي عملیاتو پر مهال د ولسي خلګو د ځان او مال خوندیتوب ته خاصه توجه وکړي او د اهدافو په نښه کولو کي له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

له خپل مجاهد ولس نه مو هیله داده چي نورهم د خپلو مجاهدینو وروڼو په کلک ملاتړ سره د (الخندق) عملیاتو په کامیابي کي پوره ونډه واخلي او هم د دښمن له مراکزو او قطارونو څخهلیری و اوسي تر څو دعملیاتو په جریان کي ضرر ورته ونه رسیږي.

مجاهدین وروڼه باید په هرجهادي عمل کې اخلاص، للهیت، تواضع، توکل، اطاعت، مشوره او استخاره په ټینګه رعایت کړي او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنت راژوندي کولو په نیت دې د (الخندق) عملیاتو په بهیر کې دغه مأثوره دُعا‌ء جهادي ورد وګرځوي کومه چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د غزوة الاحزاب په وخت کې ډیره ویله: اللَّهُمَّ مُنْزِلَ الْكِتَابِ سَرِيعَ الْحِسَابِ وَمُجْرِيَ السَّحَابِ وَهَازِمَ الْأَحْزَابِ اهْزِمْهُمْ وَانْصُرْنَا عَلَيْهِمْ.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۹/۸/۱۴۳۹هـ ق

۵/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/25م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close