سیاسي لېکنې

د الخندق عملیاتو د یو ورځني بهیر څو بېلګې

د الخندق دښمن ځپونکو عملیاتو په لړ کې نن هم د هیواد په لر او بر کې پر اشغالګر او اجیر دښمن پراخ بریدونه تر سره شول، ګڼې سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې، لوی ځاني او مالي زیانونه ورته ورسیدل، مجاهدینو ته ډير غنیمتونه په لاس ورغلل. همداراز د کابل رژیم څخه ۵۰۰ تنه عسکر  راجلا او د اسلامي امارت سره یو ځای شول.

په لاندې کرښو کې د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدینو د کارنده بریدونو څو بېلګې ذکر کوو:

د غورولایت د دولیني ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پراخې سیمې  چې په  ۱۲ زره کورنیو مشتمله ده دکابل رژیم اربکیانو داسلامي امارت  دمجاهدینو له ډآره وتښتیدل او پر ټوله سیمه  سپین بیرغ رپاند شو.

د غزني ولایت مرکز او شلګر  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پکتیکا ولایت ته غزیدلي لاره نن یولسمه ورځ هم د دښمن د هرډول تحرکاتو په مخ تړلي وه، د تیرو ۱۱ ورځو په جګړو کې د دښمن ګڼ بریدونه په شاوتمبول شوي، لسګونه ټانګونه یې ویجاړ او له سلو ډیر عسکر، پولیس او اربکیان یې وژل شوي او ټپیان دي.

د نیمروز ولایت دخاشرود ولسوالۍ اړوند د دغورغوري په سیمه کې ددښمن  ۲ شوبلې اویو پلډر موټر  ویجاړ ۸ تنه مزدورعسکرځای پرځای قتل او دامنیه قومندان نوراغا اودهغه دمعاون  لعلي  په شمول ۱۰ نور ژوبل شول.

دارزګان ولایت  دخاص ارزګان ولسوالۍ د سخي غونډۍ په مهمه قرارګاه، د ګرم آب د سر په مهم مرکز او ۲ پوستو بریدونه وشول چې له امله يې یاده قرارګاه، مرکز او ۲ امنیتي پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې.د جګړې په جریان کې د دښمن ۲۰ عسکر وژل شوي، ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.

دا هم ولولئ  الخندق به افغانستان د اشغالګرو وروستی خندق کړي

د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ اړوند خواجه اسماعیل سیمه کې  د اسلامي امارت  مجاهدینو۳ پوستې فتحه کړې .

د باغیس په قادس کې د ۱۵ قومندانانو په ګډون (۵۰۰) د کابل ادارې عسکر، پولیس او اربکیان له مجاهدینو سره یوځای شول.

تیره ورځ د بادغس ولایت قادس ولسوالۍ اړوند خردک شرقي سیمې دوه لویو قومونو (چندوس او ذاحکیم) چې لس زره کوره کیږي د اسلامي امارت سره خپل پيوستون او ملاتړ اعلان کړ.

د دغو سیمو اوسیدونکو د کابل ادارې سره پریکون وکړ او د خپلې سیمې اړوند ټول هغه کسان چې د کابل ادارې په نظامي لیکو کې يې فعالیت کاوه له دندو را منصرف کړل او له وسلو سره يې مجاهدینو ته راوستل.

په راغلو کسانو کې د کابل ادارې اړوند د عسکرو، پولیس او اربکیانو په سطحه د ۱۵ تنو مهمو قومندانانو په ګډون (۵۰۰) تنه مسلح کسان شامل دي چې ټول مجاهدینو ته راغلل او له خپل مخالفت څخه يې لاس واخیست.

د اسلامي امارت د بادغیس ولایت مسئولینو، د دعوت او ارشاد کارمندانو او عامو مجاهدینو د راغلو خلکو له احساس او نیک اقدام څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د هر راز همکارۍ او ساتنې ژمنه يې ورکړه.

په بادغیس کې د اسلامي امارت د مشرانو لخوا دوی ته عمومي عفوه وشوه او مجاهدینو ته لارښونه وشوه چې د هغوی د ځان، مال، عزت او آبرو څخه به د سر په بیه ساتنه کوي او د وروڼو په نظر به ورته کتل کیږي.

دا هم ولولئ  په ټينګ عزم سره به د فراه په څېر ټول افغانستان فتحه شي!

د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ بازار کې د یادې ولسوالۍ له پاره د ګوډاګۍ ادارې  په ولسوال (عبدالحی) باندې د اسلامي امارت  مجاهدینو تکتیکي چاودنه ترسره کړه. په چاودنه کې نوموړی ولسوال او ۳ تنه ساتونکي یې ځای په ځای ووژل شول.

دښمن دې وروستیو کې خپل وحشت پراخ کړی، ګڼې مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او بازورنه یې وران کړي او په مختلفو پلمو یې ولسي خلګ شهیدان او بندیان کړي دي. مجاهدین د خپلو خلګو سوکالۍ ته ژمن دي، د دښمن دسیسې به شنډوي او د خپل مظلوم ولس انتقام به د دین او وطن له یرغلګر او ګوډاګي دښمن څخه اخلي.

مجاهدین هوډمن دي چې نور هم خپلو بریدونو ته زور ورکړي، د دښمن تر واک لاندې سیمې هم فتحه کړي او ګران ولس د یرغلګرو او کابل ادارې د وحشت او دهشت څخه خلاص کړي، امنیت  تامین کړي، خلګو ته د کار، زراعت او صنعت اسانتیاوې برابرې کړي، د دیني او عصري علومو ادارې فعالې او ودانې کړي او په ټوله کې خلګو ته لازم سهولتونه برابر کړي.

د مجاهدینو د تازه فتوحاتو سره د دښمن فریادونه اوج ته رسیدلي، یرغلګر او کابل رژیم ډيرې هڅې وکړې چې خپلو وسله والو ته ډاډ او مورال ورکړي، خو ونه توانیدل چې د مجاهدینو بریدونو ته یې ټینګ کړي، هره ورځ د هیواد په مختلفو برخو کې ګڼې پوستې او بیسونه د مجاهدینو لاس ته لویږي او د دښمن جنازه پورته کیږي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close