سیاسي لېکنې

د الخندق عملیاتو د یو ورځني بهیر څو بېلګې

دالخندق عملیات له پیل څخه په سوبو پیل شول، دګران هیواد په لراوبر کې پر یرغلګرو او کابل رژیم دقیق بریدونه ترسره شول، پراخې سیمې، بیسونه او پوستې ددښمن له شتون څخه پاکې شوې. په فتحه شوو سیمو کې ډاډمن امنیت تامین شو،خلګ دکابل ادارې د وسله والو له شر او فساد څخه خلاص شول، غلاوې، قتلونه، فساد او نور جرایم ورک شول او خلګو پس له ډيره وخته دامن تر سپین توغ لاندې دارام شاه واخیستله.
دالخندق عملیات په ټول هیواد کې په پوره آب وتاب سره روان دي، هره ورځ دګڼو سوبو شاهدان یو،دښمن یو په بل پسې د ترواک لاندي سیمو څخه شړل کیږي. ددښمن مورال په صفر کې ضرب شوی،د یرغلګرو دحمایت سره سره فرار ته پر قرار لومړیتوب ورکوي.
داسلامي امارت مجاهدین په خورا عالي روحیه سره ددین او وطن څخه ددفاع سپېڅلي مقاومت ته دوام ورکوي، ددښمن دزور او وحشت سره سره یې خپل تهاجمي عملیات جاري ساتلي. دزمریانو په شان پر بزدله دښمن حملې کوي چې په پایله کې یې الله تعالی تراټکل ډير بریالیتوبونه ور په برخه کړي دي.
د بېلګې په توګه دالخندق عملیاتو د یوه ورځني عملیاتي بهیر څو نمونې وړاندي کوو:
د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومنداني او شاوخو مرکزونه او پوستې د اسلامي امارت مجاهدینو فتحه کړې. په د ې عملیاتو کې د امنیه قومندان (سیدنضراب شاه)آمر جنایي (عباس) او د ۲ تنه اربکي قومندانانو(شمسو اوسیفو) په ګډون لسګونه عسکر وژل شوي دي.
همداراز په دغو عملیاتو کې له دښمن څخه ۶۰ میله سپکه وسله، ۱ زیکویک، ۱ هاوان، ۱ دهشکه، ۴ ټانګونه، ۴ عرادې رینجر موټر، ۳ کانټینره مهمات او ډیر نظامي توکي د مجاهدینو لاس ته ورغلي.
د غزني ولایت په قره باغ کې د کابل ــ کندهار او په شلګر کې د پکتیکا ـــ غزني لویي لارې په بشپړه توګه د دښمن د هر ډول تحرکاتو په مخ تړلې شوي دي.
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې هم ۲ پوستې فتحه شوې، د ۳ قومندانانو په ګډون ۲۰ تنه عسکر مړه او ژوبل شوي.
د بغلان په پلخمري کې مجاهدینو په پوسته چاپه وهلې، ۶ عسکر یې وژلي، وسلې یې ترې راوړي دي.
دهلمند دمارجې په ۴ ورځنۍ جګړه کې دمزدوردښمن ۱۰ شوبلې او ۲موټر ویجاړ او۱۹ عسکر ویشتل شوي.
دهرات په ګذره کې مهمه قرارګاه فتح ۱۶ تنه اربکیان قتل او ګڼ شمېر مهمات یې ولجه شول.
غزني مرکز کې ۲ټانکونه ویجاړ، ۸ کمانډویان ووژل شول.
دغزني په ده یک کې قرارګاه فتحه،۳ ټانکونه، ۲رینجر ویجاړ اوګڼ عسکر مړه او ژوبل شول.
دفاریاب په پشتونکوټ ولسوالۍ کې دمجاهدینو په یوه چاپه کې ددښمن پوسته فتح، ۱۲ پولیس قتل اوګڼ مهمات یې ولجه شول.
یرغلګر دښمن او جیر رژیم یې نور باید دپروتې لغتې ونه وهي، داسلامي امارت په مشري دافغان ولس دملي پاڅون په وړاندي سرکوب شوي. ورځ تربلې یې حالت دلا ډير خرابیدو په لور منډې وهي. دحماقت او غرور له ټټو باید را کوز شي، حقایق ومني، دګران هیواد اشغال ته دپای ټکی کښېږدي. کنه بیا به لاسونه مروړي، خو فرصت به یې لاسه وتلی وي.

دا هم ولولئ  له حرفوي قاتلانو د مظلوم اولس غچ اخیستنه


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close