سیاسي لېکنې

د امريکايي دسيسو پر وړاندې د طالب مشرانو کلک استقامت

لیکونکی: ابو سعید افغان (سادات)

لکه څرنګه چې لیدل کیږي، چې د طالبانو خلاف امریکایي اشغالګرانو هره حربه استعمال کړه، هر رنګ فشار یې امتحان کړ، پوچ تبلیغات او پروپاګند یې وکړل او له هر ډول ظلم او ستم څخه یې کار واخیست. خو نه یې طالبان ختم کړل، نه یې د پرمختګ خنډ شول، نه یې اولس څخه بېل کړل، نه یې د مسلمانو پرګنو له ملاتړ محروم کړل او نه یې هم تنازل ته اړ کړای شول.

خو یوه حربه، چې اوس یې څه موده کیږي شروع کړې ده، مذهبي فشار دی؛ چې د نيکولسن د هغو څرګندونو نه معلومیږي چې د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۱۸ تاریخ یې وکړې؛ او د ضعیف النفس، دنیا پرست، درباري او د بلعم باعورا هم مسلکه علماؤ څخه پکې په پراخه پیمانه کار واخيست. خو مونږ په دې یقین او باور لرو چې دا حربه یې هم ناکامه ده او ناکامیږي به. ان شاء الله.

که چېرې نبوي سیرت ته مراجعه وکړو، نو د حضرت رسول اکرم ﷺ په وخت کې هم دا حربې استعمال شوي دي، او د قریشو له لوري رسول الله ﷺ ته ساحر، شاعر، صابئي او لېونی و ویل شول، خو چې دې القابو یې د پرمختګ مخه ډب نه شوه کړای نو ده مبارک ته یې د مشرۍ، زیات مال او لسو ښکلو او اصیلو ښځو د نکاح وړاندیز وکړ. او همدارنګه بل ځل بیا ورته دا وړندیز وشو، چې مونږ به ټول کال ستا د رب عبادت کوو، او ته یوازې یوه ورځ زمونږ د بوتانو عبادت وکړه. او که دا هم نه وي نو ته د خپل رب عبادت کوه او مونږ به د خپلو بوتانو عبادت کوو، او ته پر مونږ باندې غرض مه کوه.

آیا پوهېږئ د رسول الله ﷺ ځواب څه وو؟

هغه ﷺ ورته وفرمایل: قسم په الله ﷻ که لمر په یو لاس کې راکړئ او سپوږمۍ په بل لاس کې را کړئ، زه به ستاسو یوه غوښتنه هم ونه منم.

دا هم ولولئ  کابل رژیم دکمونستانو ناکامې تجربې تکراروي

ګرانو! لمر په ورځ کې وي او سپوږمۍ عموماً په شپه کې وي، نو د دې ځواب اصلي معنا دا ده، چې تاسو خو د قریشو مشري وایئ، که د ټولې نړۍ په ټولو شیانو باندې شپه او ورځ واک ماته راکړئ، زه به له خپلې داعیې څخه لاس په سر نه شم.

همدارنګه د کافرانو نرمي باید مسلمانان، په خاص ډول مجاهدین تېر نه باسي، ځکه رسول پاک ﷺ ته الله ﷻ فرمایي:

﴿ وَدُّ لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ﴾ [سورة قلم: ۹].

#ژباړه: دوی دا خوښوي، که چېرې ته له دوی (کافرانو) سره لږ نرمې وکړې دوی به هم (له تا سره) نرمي وکړي.

نو ای د اسلام سپاهیانو!

پام چې له جهاد نه لاس په سر نه شئ!

دا د امریکا ورستۍ حربه ده، او الله ﷻ د فتحې او کامیابۍ لپاره وخت را نیږدې کړی دی ان شاء الله.

په خپلو جهادي مشرانو باندې داسې مطمئن اوسېږئ لکه په خپلو ځانونو باندې. ځکه چې دوی د امریکا سیاسي، نظامي، تبلیغاتي او نورو دسیسو ته تسلیم نه شول. او په پوره تدبیر او حکمت سره یې مهار کړې،

نو د الله رب العزت په مرسته دا دسیسه هم د نورو په څېر له ناکامۍ سره مخ ده. ځکه چې زمونږ مشران هم قوي ایمان لري، هم علم لري، هم تقوا لري، او هم غیرت لري؛ نو د دې صفاتو څښتنان هېڅکله د شهيدانو په وینو، هېواد او حتی په خپلو ایمانونو باندې سودا نه کوي، او نه هم باطل ته تنازل کوي.

تاسو ولیدل چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد – رحمه الله – څومره د مظلومیت په مرګ وفات شو، خو تنازل یې ونه کړ، نه یې دښمن ته د کامیابۍ چانس ورکړ. شمس الشهدا امیرالمؤمنین الحاج ملا اختر محمد منصور – تقبله الله – په دې سپېڅلې لاره کې ټوټه، ټوټه شو؛ خو کافرانو ته یې سر ټيټ نه کړ او لوړ سر د خپل معبود په لوري لاړ. نو آیا تاسو په شیخ الحدیث والقرآن امیر المؤمنین مولوي هبة الله اخندزاده – حفظه الله – داسې ګمان کوئ، چې کفارو ته به سر ټيټ کړي، شهیدان به وپلوري، یتیمان به هېر کړي، د فدایانو سره به غدر وکړي او د سپېڅلو اهدافو څخه به تنازل وکړي؟

دا هم ولولئ  په ولاړه اوبه څښل کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

معاذ الله، هېڅکله نه! مونږ په خپل رهبر تر خپلو ځانونو څخه زیات اعتماد او باور لرو، ځکه په موجود وخت کې تر ټولو خلکو غیرتي کسان مجاهدین دي او تر مجاهدینو هم غیرتي کس د دوی امیر – حفظه الله – دی؛ او دا غیرت نه اجابوي چې له خپل سپېڅلي هدف څخه ټیټ راشي. نو ښه په اخلاص یې اطاعت وکړئ او د ده په رقاب کې د جهاد فضیلت له لاسه مه ورکوئ.

اوس چې له دې لوري مطمئن شوو، نو څه باید وکړو؟

مونږ مجاهدینو ته دا ښایي، چې باید د دښمن تبلیغاتو ته پام ونه کړو، خپل حهاد ته ادامه ورکړو؛ او نور هم په هر میدان کې پر دښمن کارنده بریدونه وکړو. او همدارنګه له کافرانو څخه هېڅکله ونه وېرېږو، که له دوی سره وسایل، اېټم بم، B52، د نړۍ ټول هېوادونه او حتی زمونږ بې غیرته او تش په نوم مسلمانان دي؛ خو له مونږ سره د دوی خالق او مالک ملګری دی، نو بیا ولې وارختا شو؟ ولې تېروزو؟ او ولې له خپلو سپېڅلو او پاکو آرمانونو څخه لاس واخلو.

حَسْبُنَا اللهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْل

د اسلامي نظام د قایمېدو په هیله.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close