سیاسي لېکنې

د امریکايي ملیشو له لوري په خوست او ننګرهار کې ترسره شوي جنایات

له هغه وروسته چې د امریکا د مزدورې اداري مشر (اشرف غني) اعلان وکړ چې نور په اصطلاح اوربند مات او د اردو قطعات دې د مجاهدینو په خلاف خپل هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي، د دې په عوض چې د طاغوت دغه لښکرې او اجیران د مجاهدینو مخامخ مقابلې ته ورودانګي، مخ یې د بې دفاع وګړو قتل عام او ځورلو ته واړاوه او د هیواد په ګڼو ولایتونو او سیمو کې یې ولس ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

امریکایان او مزدورې ملیشې یې چې د مجاهدینو له مخامخ مقابلې او جګړې څخه عاجزې او په شا تمبیدلې او ټولې ستراتیژۍ او شیطاني تګلارې یې شنډې شوي، پرته له دې چې د خپلو ناترسه هوايي بریدونو او ړندو بمباریو او یا هم د (صفر۱) قطعو په توسط عام او بې دفاع ولس په نښه کړي، بل کوم چانس او پلمه په لاس کې نلري.

صفریک قطعې چې امریکایانو یې په جوړښت او د افرادو په روزلو لسګونو میلونونه ډالر ولګول او هغه افغانان یې د پوځیانو په صفت پکې داخل او تربیه کړل، چې له اسلامي ارزښتونو او افغاني نوامیسو سره تر امریکایانو زیات نفرت او کرکه لري؛ نو امریکایان همدغه پلیدې قطعې او بې ضمیره ملیشې هره ورځ د افغان ولس قتل عام، ځورولو او لوټولو ته استوي، ترڅو د میړنیو او مومنو افغانانو په زړونو کې امریکايي رعب او ډار خپور کړي، چې که څوک یرغلګرو ته مرسته نکوي؛ نو انجام به یې داسې وي!!

د صفریک قطعو وحشیانو ته امریکایان دا قومنده ورکوي چې هر چیرته عملیات ترسره کوي او یا چاپې غورځوي، داسې جنایات او قساوتونه به ارومرو شا ته پریږدي چې د افغانانو ترمنځ ویره او ډار خپور کړي، لکه د کورونو ړنګول، د خلکو شتمنیو ته اورونه اچول او په زیاته بې رحمۍ یې د کورنیو د غړيو ترمخ د ځوانانو، سپین ژیرو او اطفالو شهیدانول.

د استعمار او د هغو د نجسو مزدورانو دغه جنایتونه له یوې اونۍ راهیسې په زیات شدت جریان لري، چې نږدې مثالونه یې تیره ورځ د خوست د باک ولسوالۍ د پهلوان خیلو په سیمه او هم د ننګرهار ولایت د مملي په سیمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپې او یرغلونه وروړل دي، چې د راپورونو له مخې ړومبی يې په یادو سیمو کې بې دفاع افغانان د خپلو کورنیو د غړو په مخ کې په ډیره بې دردۍ شهیدان کړي او بیا یې د هغوی جونګړې او کلاوې په بمونو او انفجاریه موادو سره الوزولې دي.

رسنۍ او د بشري نورمونو او حقونو دعویداران که رښتیا خپلو شعارونو او مکلفیتونو ته ژمن وي؛ نو ولاړ دې شي، لږ تر لږه خو دې د ننګرهار او خوست په ولایتونو کې د امریکایانو وروستي جنایات د سر په سترګو وګوري، که یوه تن یې هم په وژل شوو خلکو کې داسې یو څوک پیدا کړ چې د اسلامي امارت کوم غړی او مسؤل کس دې وو؛ نو بیا به ومنو چې رښتیا هم د یرغلګرو عملیات دقیق او په ولسي انتقام او غچ اخیستنې نه دي بنا.

فکر نکوو چې داسې نړیواله او سیمه ییزه بشري اداره او کومه پیژندل شوې رسنۍ دې پیدا شي، چې په افغانستان کې د امریکایانو په لاس او قومنده د ترسره شوو جرمونو او جنایاتو جاج واخلي، پیښې وڅیړي او بیا دې دا خبره اعلان کړي، چې امریکایان په لوی لاس عام وګړي وژني او د جنګي جنایتونو ارتکاب کوي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
دا هم ولولئ  انتخاباتي کاندیدان د رايي اخیستلو په ځای د خلګو لخوا وژل کیږي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close