پیغامونه اورسمي بیانونه

د امریکا لخوا بیت المقدس ته د اسرائیلي سفارت د انتقال په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

وروسته له هغه چې د امریکايي مشر ټرمپ لخوا څه موده مخکې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د فسلطین اشغال شوې او تر غصب لاندې خاوره بیت المقدس د اسرائيلو د پایتخت په توګه په رسمیت ومنل شوه، دادی اوس يې عملا امریکايي سفارت هم بیت المقدس ته نقل کړ.

اسلامي امارت د مستکبرې امریکا دغه بې قانونه او ظالمانه ګام په کلکه غندي او د ټولو مسلمانانو او نړیوالو منل شوو اصولو پرخلاف اشغال پلوه او ظالم پروره ګام يې بولي.

د نړۍ ۱۲۸ هیوادونو د امریکا لخوا د بیت المقدس مغصوبه شوی سیمه د اسرائيلي صهیونیستي رژيم د پلازمینې په ډول منل رد کړي وو، خوامریکا بیا هم دټولي نړۍ دغوښتني خلاف اقدام وکړ .

اسلامي امارت د امریکایانو لخوا لاهم د فسلطینیانو پرخلاف د صهونیستي رژيم ملاتړ د دولتي تروریزم څخه د ملاتړ ستره بیلګه بولي او د امریکا د دغه عمل په مقابل کې د اسلامي او آزادې نړۍ د  عملي عکس العمل غوښتنه کوي. 

اسلامي امارت په ځانګړي ډول په اسلامي هیوادونو او حاکمیتونو غږ کوي چې د مظلومانو په طرف کې ودریږي، د ظالمانو د ظلم  لاس لنډ کړي او د مظلوم فسلطیني ولس سیاسي، اخلاقي او عملي ملاتړ وکړي. 

د افغانستان اسلامي امارت

۲۸/۸/۱۴۳۹هـ ق

۲۴/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/5/14م



دا هم ولولئ  د انتخاباتو په اړه علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د مساجدو ملا امامانو ته ځانګړی پيغام

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close