پیغامونه اورسمي بیانونه

د امریکا لخوا بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال په اړه د مولوي صاحب انوارالحق مجاهد خالص غبرګون لیک

انالله وانا اليه راجعون

الحمدلله الذي أعز جنده ونصر عبده وهزم الاحزاب وحده والصلاة علي نبي لانبي بعده، وبعد:
يقيناً چې اسلامي أمت د خپل تاریخ په اوږدو كې له ډېرې سختۍ او پرېشانوونكي مرحلې څخه تېرېږي او د اسبابو په دې عالم كې دنجات او برياليتوب اسباب نه ليدل كېږي كه له يوې خوا أمت بند په بند مات شوی او په بې شمېره ټوټو تقسيم شوی او د خپلو غوښو په خوړلو اخته دی، نو له بل پلوه دامرېكا (ستر شيطان) په قيادت كفري نړۍ يي په مرۍ تېره چاړه اېښي، مسلمانانو ته يې د مكر او فريب داسې دامونه اېښي چې په شعوري او غير شعوري توګه ورځ تر بلې مسلمانان پکښې له پښو نښلي، د مسلمانانو خپلمنځي بې اعتماديو او فاصلو دشمن ته ددی مهلت او جرأت وركړی چې نن د اسلامي ځمكو د غصب او استعمار خوبونه وېني او د مسلمانانو شتمنۍ غنيمت ګڼي د مساجدو پر ځای د شرك او عیسويت عبادتخانې جوړوي او اخر هم بيت المقدس د اسراٸيلو د مركز په توګه مني، كه حالات د مايوسۍ ښكارندويې كوي او مسلمان ته يواځې ددی كلماتو تلقين كوي چې ووايي انا لله وانا اليه راجعون، خو دا په حقيقت كې يواځي ددې كلیمو لساني ورد او دغمجنو حالاتو شعار او عنوان نه دی، بلكه دا د اسلامي أمت لپاره د بيدارۍ يو غږ دی، د مسلمان نه د وركو شوو اوزارو په لور يوه اشاره ده او د اسلامي أمت څخه د وركې شوې لارې په لور يوه راهنمايې او بالاخره داسلامي أمت لپاره د يوه روښانه راتلونكې زيری او د نجات پیغام او د غفلت څخه د را بيداريدو يو غږ دی، أيا كافي نه ده چې مونږ د نړيوال كفر د ظلم او وحشت پر مهال او دبيت المقدس په شمول د اسلامي خاورو دغصب په حالت كې دا كلمات په ژبه ووايو په غوږوو يي واورو اوزړه ته يې كوزي كړو او د دماغو د تدبر په رڼا كې دا كلمات جدا جدا وڅېړو،( انا لله )ایا مونږ ريښتيا هم د الله بندګان يو، ريښتيا هم د الله لپاره قربانيو ته چمتو يو، ريښتيا هم په هغه معيار پوره يو چې د مسلمان په توګه ددی دعوه ولرو چې په ټوله معنی مونږ د إنالله مصداق يو؟
كه پوره يو خو ډيره ښه ده نو بيا خو مشكل حل دی، كه نه نو دوهمه جمله همداسې په دقت او تحقيق وګورو چې (انا اليه راجعون ) د زړه نه منو او وايو، كه فقط دكلماتو ورد او تكرار كوو راځئ چې د خپلو كوتاهيو او كميو د اصلاح لپاره په صحيح معنی الله جل جلاله ته راجع شو، عقيده ولرو چې الله ته ورځو، عقيده ولرو چې په غلطه لاره تللي يو مستقيمې لارې ته بايد رجوع وكړو، بايد پوه شو چې د مصيبتونو سبب مونږ خپله يو نوكه له مصيبت څخه نجات او نجاح غواړو، او كه د برياليتوب په لټه كې يو او د پخواني عزت داعادي په شوق كې يو، نو بايد الله جل جلاله ته او د هغه لارښودنو ته رجوع وكړو، كه مونږ ريشتيا هم انالله و انا اليه راجعون د زړه له تله عقيدتا اوعملاً ومنو او په مقتضاء يي ولاړ شو و به ګورو چې اسلامي أمت به يوزل بيا د امريكا، يهودو او نړيوالې صليبي ټلوالې په سينو كې د لا اله الا الله بيرغونه ورپوي،
وما ذلك علی الله بعزيز، بيا هم د امريكا په دی جرأت او جسارت چې بيت المقدس ته يې د ټولې دنيا د مخالفت سره سره خپل سفارت انتقال كړ او په لس ګونو فلسطيني مسلمانان یې په شهادت ورسول او په زرګونو يې زخميان كړل، بيا هم إنا لله وإنا إليه راجعون الله اكبر لاعزة الا بالجهاد.
مولوي انوارالحق مجاهد خالص د افغانستان د اسلامي حزب د امیر مولوي صاحب محمد یونس خالص بابا رحمه الله زوي او ځای ناستی.

دا هم ولولئ  د تش په نامه پارلماني ټاکنو په اړه د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون اعلامیه

۲۹/۸/۱۴۳۹ هـ ق
۲۵/۲/۱۳۹۷ هـ ش
2018/5/15 م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close