د نړۍ او هیواد تودې پیښې

د امریکا په کاليفورنیا ایالت کې د ۷،۱ درجې سختې زلزلې زیانونه اړولي

د امریکا د کاليفورنیا ایالت په جنوبي سیمو کې د رېختر په کچه د ۷،۱ درجې سخته زلزله شوې چې دا په تېرو ۲۵ کلونو کې سیمه کې تر ټولو سخته زلزله بلل شوې ده.

د امریکا ځمکپېژندنې ادارې ویلي، زلزله د جمعې په ورځ د شپې پر ۸ بجې د کاليفورنیا په جنوبي سیمو کې رامنځ ته شوې.

زلزله کې کورونو ته زیانونه اوښتي،  له امله يې اور لګېدنې رامنځ ته شوي او سړکونه يې تخريب کړي دي.

د سیمه یيزو رسنیو له راپورونو سره سم، زلزله د لاس انجلس په ۲۴۰ کيلومترۍ کې ريج کرسټ ښار ته نژدې شوې ده.

تراوسه په دې زلزله کې د ځاني زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کاليفورنیا کې دوهمه سخته زلزله ده، د پنجشنبې په ورځ دې ايالت کې د ۶،۴ درجې زلزله وشوه چې یوشمېر کسان يې ژوبل کړل.

احمد ظريف

 



Close