سیاسي لېکنې

د اندونیزیا ناسته که د امریکایانو او کابل اداری بله ناکامي ؟

لیکوال ر، ف، ملاخیل

کله چې د اندونیزیا ولسمشر کابل ته سفر وکړ او د کابل ادارې د تود هر کلی سره مخامخ شو ژمنه یې وکړه چې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماو یو کنفرانس به جوړ کړی، خو د راتګ سره یې سم د اسلامی امارت د مجاهدینو د توغندیو د زور نه په کابل کې هم پوه شو چې مجاهدین ان تر کابله هم زور لری.
بیا دې غونډي ته د څو میاشتو پرله پسي تبلیغاتي کمپاین هم روان و، اشرف غني وویل چې د امریکا ضد جهاد پر ضد به فتوی ترې صادره شي.
خو دا غونډه بالاخره دائره او بی پایلی پای ته ورسیده.
په دې غونډه کې د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا یو شمیر دینی علماو ګډون کړې و، ځرګتده نه ده چې دې غونډي ته ګډونوال په کومو شرائطو کې دغې غونډې ته وړل شوي دي.
بی له شکه چې حاکم رژیمونه ټول دیني عالمان په زور ځینو غونډو ته بیایی او د خپلو ګټو لپاره تري کاراخلي.
که علماء د حکومتونو د چارواکو خبرو ته غوږ کینږدي، د حکومتونو په مزاج او خوښه چار چلند ونکړي، نو له داسي ګواښونو سره مخ کیدای شي، چې ان خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړي.
کوم دینی عالم چې د قران په ټولو حکمونو اګاه او پوه وي، آیا دغه عالمان به ددې توان ولري، چې د قرآن، صریحو شرعي احکامو په وړاندې جبهه ونیسي او د یرغلګرې امریکا په اوسنی مشروع او فرض جهاد باندي او د الله تعالی فرض امر نامشروع وبولي؟
پدی غونډه کې یو عالم وویل:
(لومړی دې له کوهي مرداره ایسته کړي او بيا دې اوبه ترې وويستل شي) دا د هغه ديني عالم خبره ده چې نن يې د اندونيزيا په بوګور ښار کې د علماؤ په غونډه کې ګډون درلود.
که څه هم يو شمير علماؤ اشارتًا د خپلو ويناو په جريان کې په اسلامي امارت يا طالبانو نيوکې کولې خو داسې علماء هم پکې موجود وو کومو چې د حقيقت په روښانه کولو د همدې علماؤ کنايې او اشارې باطلې کړې او د حقيقت په روښانه کولو يې ميدان ګټلی دې.
مولانا انوارالحق په خپله وينا کې ويلي : علماء په دې پوهيږي په کوم کوهي کې چې مرداره پرته وي ترڅو چې له هغه مرداره ونه ويستل شي د اوبو ويستل ګټه نلري، لهذا په افغانستان کې د امريکا او ناټو په شکل کې چې کومه مرداره شتون لري هغه هم غاصبانه شتون نو ترڅو چې له افغانستان څخه دغه مرداره ونه ويستل شي د سولې، پخلاينې، ګيلې مانې، ډلې او ګروپونه، روغه جوړه هيڅ هم ګټه نلري..
ځیني لودیځي کفري او داخلي پلورل شوې رسنۍ يوې خبرې ته ډير زور ورکړی، هغه دا چې: “په غونډه کې د عامو ولسي خلکو په مينځ کې ځانمرګي بريدونه د اسلام د اصولو خلاف بلل شوي، خو دا د هغو رسنيو خبره ده کومې چې د اسلام له اصولو ناخبره دي.

دا هم ولولئ  طالبان ولې سوله نه غواړي؟!

ځکه په اسلام کې د عامو ولسي خلکو په مينځ کې قصدا هر ډول چاودنه کول ناروا دي، دا د نن ورځې د اندونيزيا په بوګور ښار کې د ناستو علماؤ خبره نده، بلکې دا له څوارلس سوه کلونو لا هم پخوانۍ او د محمدي شريعت خبره ده، برعکس دا خبره په کتابونو کې ليکل شوې چې که چيرته د حربي کافرانو په يوه ډله د حملې کولو په نتيجه کې خطاءً کوم ولسي وګړی ووژل شي هغه شهيد دی.

داسې په هيڅ کتاب کې نشته چې که د حربي کافرانو په يوه ډله د حملې کولو موقع مساعده وه، هغو ته د تلفاتو رسول يقيني وو نو بيا دې عام ولسي وګړي ته د احتمالي زيان رسيدو له امله دغه موقع دلاسه ورکړی شي او د حربي کافرانو په دغه ډله دې حمله نکول کيږي.
په دې باره کې د نړۍ مشهورو علماؤ او مفتيانو فتوی ورکړې کومې ته چې تر اوسه چا ځواب نده ويلی.
خو په کابل کې د طالبانو ځینو خباره شویو ویدیوګانو دا سودلی دي، چې د استشهاد او د طالبانو د یرغل پر مهال عام ولسی وګړو ته د نه زیان د اوشتو لباره ډیر دقت او پاملرنه شوي ده، په هفتو هفتو ذسمن تعقیب شوی او بیا ووسته پری استشهاد شوی او بیا ورته درانه تلفات اوښتی هم دي.
لدې غونډی داسی نتیجه لاسته راغله، چې ددې غونډي ګډونوال او عالمان دا توان نلري چې د طالبانو جهادي موقف په شرعي دلائلو فسخه او چیلنج کړي، یا د طالبانو په خلاف فتوا صادره کړي.
که د اندونیزیا د غونډې پریکړه لیکونه وګورو، واضحه ده چې ددغې غونډې عالمان ټول په عمومیاتو غږیدلي، د امریکا ضد جهاد په خلاف یې هیڅ کومه مشخصه پریکړه یا فتوی نه ده صادره کړې، یوازې یې د ملکي خلکو وژل ناروا عمل ګڼلي دی.
د غونډي ګډونوال وایی؛ بې ګناه خلک باید ونه وژل شي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې باید ګړندۍ شي، خو طالبانو تل دا اصرار او تاکید کړي، چې عامه وژنی مجاهدین نه تر سره کوی او نه هم خپلو مجاهدینو ته د دا ډول غیری شرعی کړنو اجازه ورکوي، په عامو خلکو بریدونه د کابل د ادارې او د امریکایانو عملونه دی او همدوۍ یی تر سره کوي، چې بیا یی پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان نه یوازی دا چې ددی عمل مخنیوې لپاره کوټلی ګامونه پورته کوي ، بلکه د خپل ولسونو د هوسایني لپاره ژمن دي. تل یې دا ډول ناروا کړني او مسولیتونه یې هم رد کړی هم دي .
د اندونیزیا غونډه کې په افغانستان کې د روان جهاد د امریکایانو او ناتو سره د طالبانو روا او برحق جهاد خلاف هیڅ کومه قاطع او د پام وړ پریکړه یا فتوی نه ده ورکړ شوي ، په غونډه کې ټولې داسي خبرې وې، چې د بې ځایه وینو توییدلو او ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه دي چې له دې ډیرو خبرو سره خپله طالبان هم توافق لري، ملکي وژنې ناروا بولي او د مخنیوي هڅې یې هم کړي او کوې یې .
ایا ددې غونډي طراح کوونکو کومه مثبته نتیحه لاسته راوړه؟
د پریکړه لیک څخه دا نتیحه لاسته راوړاي شو، چې د غونډي اصلي طراح او سازماندهي کوونکي د ټرمپ اداره او د کابل د اداری مشر اشرف غني هیڅ هم ترلاسه نکړل، په اندونیزیا کې نه علماوو د جهاد په ضد او خلاف فتوی صادره کړه او نه هم د امریکا او ناټو اشغال قانوني او مشروع وبلل شو بلکه ددی غونډي د پیلیدو مخکي د اسلامي امارت مجاهدینو خپل پوځي عملیات لا ګړندی کړل او د الله تعالی په خاصه مرسته او د ولسونو په ملاتړ د هیواد په ډیرو سیمو کې بریالیتوبونه لاسته راوړل.
ددې غونډی دا جوته شوه چې د یرغلګرو کفارو خلاف یرغل هغه صریح او ثابت شرعي حکم دی، د نړۍ هیح دینی عالم هم ړ جهاد پر وړاندې خبره نه شي کولای او نه یې هم د غلطو ثابتولو جرأت لري، ځکه دا د عالم وینا نه بلکه د الله تعالی قاطع حکم دي او دا حکم هیح.ک ماتولی نشي بلمه لا دا حکم د عمل جامه اغوندي، مسلمانان سره منسجم او متحد کیږی او د کفارو سره د جهاد لیکی لا پیاوړي کوی.
امریکا او کابل اداري غواړی چې نوری اسلام ضد غونډی هم جوړی کړی، خو په اطمنان سره وایم چې دا غونډی لکه د مخکنیو غونډو په څیر بی پایلي دي او ان شا ء الله چې وې به هم.
ځینی دینی عالمان به په دې غونډو کې ګډون کوي خو امریکا باید پدي وپوهیږي ، چې د رشتیني دینی عالم ماغزه نشي پریمینځلي بلکه داسي کاذبو غونډو سره لا قوی او د کفارو پر ضد متحد او بسیج کیږي هیڅ دینی رستیني الله پرست عالم به د خپل مجاهد ، مسلمان او طالب ورور د بر حق جهاد پر ضد به ناحق فتوی صادری نکړي ، بلکه دا جهاد به د تل په څیر مني او د الله تعالی د قاطع حکم جهاد مننووکې تایدونکې او ورته د منلو وړ وې او دې.

دا هم ولولئ  ماشومان، د جنت ګلان


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close