محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

د بابا ( رح ) یادونه خبرې کوې

لیکوال: مولوي حمدالله شهید زاده حقاني

د محترم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله د دولسم تلین په اړه.

ریښتیا هم چې مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله د اسلامي نړۍ ځلانده ستوری او د هیواد مشهوره دیني عالم، د جهاد منلی رهبر، ملي او سیاسي شخصیت او د معصر تاریخ پر مخ تللی ادیب او شاعر و.

د ظاهرشاه او داود کمونستي رژیم له وخته یې د کفر او الحاد د ظلم او بربریت پر وړاندې مبارزه پیل کړې وه، له ملحدو کړیو سره یې له هغه وخته قلمي او لساني مجاهده د وسلوالې مبارزې لپاره په فکري توګه په کار اچولې وه، په دغه لاره کې یې د سر او مال د بایللو هیڅ پرواه نه کوله، د ایثار او قربانۍ هوډ یې څپاند و، د هغه وخت له ظالمو حاکمانو یې ویره نه درلوده، لېکلي اثار مقالې او شعري ټوټې یې د ملي ارزښتونو د پنځونو تر څنګ د دښمن په مقابل کې د کلک عزم ښکاروندیي کوله.

مرحوم خالص بابا ( رح ) د کمونستي رژیم او روسي استعمار د یرغل پر وړاندې د جهادي صف سر سپارلی مجاهد او د مجاهدینو واقعي محافظ و، رېښتونې او سپېڅلې مبارزې یې نړۍ ته دا ثابته کړه چې بابا رحمه الله نه غولیدونکی مجاهد او د کلک ایمان خاوند و.

د کمونستانو پر ضد یې په ننګرهار کې لومړني کامیاب نظامې عملیات په کال ۱۳۵۸ هـ ش کې سرته ورسول، دې کامیابو عملیاتو کمونستي مزدور رژېم مجبور کړ چې یوه ستره قوه د ۱۳۵۸ هـ ش کال د لیندۍ د میاشتې په ( ۱۵ ) نیټه د ګوډاګي حکومت د مشر حفیظ الله امین په امر چې یو زیات شمیر ټانکونه، فوځي موټر په سلګونه عسکر او ملیشه د جلال اباد څخه د تورې بوړې په لور ددې لپاره قومانده کړي چې د جهاد ددغه قائد او دده پر لاس جوړ شوی جهادي مرکز توره بوړه له منځه یوسې، دغه مهال په توره بوړه کې کم شمیر مجاهدین ول، چې د مرحوم خالص بابا ( رح ) په شمول ( ۷۰ ) اویا تنه کیدل، د ځینو نومونه یې په سپېڅلې پاڅون نامه کتاب کې ذکر شوي لکه شهید تورن عبدالرحمن، شهید شیخ ملاخیل، شهید مولوي محمد قاسم هډه وال، شهید مولوي حبیب الرحمن ( تورمۍ ملا )، شهید مولوي مطیع الله خان، شهید روح الله، شهید قاري عبدالصمد، شهید استاد سازنور، شهید حفیظ الحق، مرحوم مولوي نجم الدین، مرحوم مولوي مفتاح الدین، مولوي عبدالغفور، سیف الرحمن، قومندان عبدالحق، ډاکټر محمد اصف، حاجي محبوب الهی، معلم عبدالقیوم…، د یادونې وړ ده چې د دوئ له جملي څخه ځیني بیا د همدې مرکز ( توره بوړه ) نوبتی مسؤولین ول.

د لیندۍ د پنځلسمې د برید پر مهال سپین ږېري قائد او زړور قومندان جهادې رهبر مولوي خالص بابا ( رح ) د تورې بوړې په مرکز کې موجوده مجاهدینو ته تر شهادت د مقاومت لارښوونه وکړه او په خپله یې هم په یوه مورچه کې ګونډه ووهله، د جلال اباد څخه راغلي لويه قوه د پنځه ورځو مسلسل جنګ څخه وروسته په دې ونه توانېده چې په مورچو کې ناست مجاهدین له مورچو پاڅوي، مجاهدینو که څه هم د دومره اوږد جنګ لپاره وړ امکانات نه درلودل، خو دغه معرکه د مجاهدینو لپاره یوه تاریخ جوړونکې مرحله وه، بابا ( رح ) په دې عقیده و چې د نن ورځې جنګي تکتیک او قرباني به د راتلونکو معرکو لپاره د بنیان مرصوص حیثیت ولری، پخپله بابا ( رح ) به جنګي صحنه او د دښمن حرکت د دوربین په واسطه څاره، د خپل اټالوي ټوپک پر مټ به یې پر دښمن ټک کاوه، بابا (رح ) پخپله ددې اوږد جنګ په اړه وایي: د کارتوسو د کمبود له امله، ما نه غوښتل چې پر دښمن پرلپسې ډزې وکړم بلکې ما کوښښ کاوه چې له یوې خوا د دښمن د رامخته کېدو مخه ونیسم او له بلې خوا دښمن ته وښایم چې په نورو ځایونو کې هم مجاهدین مورچو کې وجود لري، د بابا ( رح ) دغه جنګي تکتیک چې ټوله ورځ یې په پنځلس ډزو د دښمن مخه ډپ کړې وه د مجاهدینو لپاره یو لوی درس دی.

خالص بابا ( رح ) د روسي تاړاک او کمونستي رژېم پر وړاندې مسلسل مقاومت نړۍ ته وښوده چې نوموړی یواځې د اسلام د بقاء، د شرعي نظام د نفاذ او د هیواد د بشپړي ازادۍ لپاره مبارزه کوي، نه شهرت غواړي، نه پر چا خپل شخصي حاکمیت تحمیلوي، نه له چا ویره کوی، نه له چا تمه کوی او نه پر چا خپله اسلامي مبارزه پلوري، خپل اسلامي شرعي مسؤولیت پیژني، د وخت هر حاکم ته د حق خبره کوي او د حق په ویلو او رسولو کې د چا پروا نه کوي.

د روسي یرغل پر مهال د امریکا صدر رونالد ریګن د افغان مجاهدینو د اتحاد هغه وفد ته چې مشری یې خالص بابا ( رح ) کوله پخپلو خبرو کې وویل: چې مونږ به ستاسو لپاره هر قسم اسانتیاوي برابرې کړو او تاسي د روسی استعمار په خلاف خپله مبارزه لا چټکه کړئ، بابا ( رح ) چې پخپله مبارزه ښه پوهیده او هم د رونالډ ریګن په څرګندونو پوهیده په ځواب کې یې ورته وویل: مونږ د خپل هیواد د بشپړې ازادۍ لپاره جهاد کوو د هېچا د ګټو د ساتلو لپاره مبارزه نه کوو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د افغانستان مسلمان ملت په سر نوشت لوبي وکړي.

دا یو واقعیت دی چې ځیني په نوم جهادي تنظیمونه د رونالډ ریګن او غربي بلاک منتر ته وڅرخیدل اما خوشبختانه بابا ( رح ) تر اخره له خپلي پاکی مبارزې وانه اوښت او د چا تر اثر لاندي نه شو.

خالص بابا ( رح ) چې همیشه به پخپل اسلامي شرعي، پښتني لباس ملبوس و، امریکا ته د همدغه سفر پر وخت د هئیت ځینو ملګرو په دې موخه چې نړیوال دیپلوماتېکې اصول وضعه کړو بابا ( رح ) ته د مشورې په توګه وویل: لږ تر لږه مو په لباس کې تغیر د ممکن په صورت کې پکار دی، یعني پګړۍ به مو لرې کړي وای، تاسو یو داسی هیواد ته سفر کوئ چې په مادي او تعلیمي لحاظ پر مخ تللی دی، بابا ( رح ) ورته وویل: دا زما شرعي او ملي لباس دی، زه پر دې افتخار کوم او ښه پرې ښکارم، زه د چا د خوښۍ په خاطر نه بدلیږم او نه خپل ملي هویت مجروحوم، له تاسو هم غواړم چې خپل شرعي او افغاني لباس ته ارزښت ورکړئ.

مرحوم خالص بابا ( رح ) د رونالډ ریګن سره د ملاقات په وخت کې یوه بله نه هېرودونکی تاریخې کړنه وکړه، هغه دا چې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس رونالډ ریګن ته یې په معقولو الفاظو کې د اسلام دعوت ورکړ، او ورته یی وویل: چې بیا به ستاسو مرسته اوکومک بې اجره نه وي.

بابا ( رح ) ته د امریکا د سفر په دوران کې مرحوم سعدالدین شپون صیب چې د بابا ( رح ) پخوانی دوست او هغه وخت د امریکا غږ راډیو نطاق و، وویل: تاسو لکه د نجاشي پاچا ته مو د اسلام پیغام راوړی وي، اصلي موضوع به مو ورسره مطرح کړې وای، مرحوم بابا ( رح ) ورته په ځواب کې وویل: زه نه چا رالیږلی یم او نه د چا د خبرو لپاره راغلی یم، بلکې ما خپل فکر او نظر راوړی او ورسره مې مطرح کړ، مرحوم شپون صیب ویل چې د خالص بابا ( رح ) ځواب ډير معقول او پر ځای و.

د روسانو د شرمیدلې ماتې وروسته د کمونستانو په مقابل کې ځیني جهادی رهبران او قومندانان له خپل اصلي مسیر منحرف او د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو پر اساس یې د جهاد رنګ تغیر وموند، د جهاد ضد فعالیتونه، د قدرت پر سر جګړي، د ځمکو او پیسو پر سر مقابله یې آن د کمونستانو سره د روابطو، مرکو او جرګو تر برېده ورسیده، د ځینو مجاهدینو او تنظیمونو دې بې لارۍ او بې نظمۍ بابا ( رح ) له یو بل هیښوونکي حالت سره مخامخ کړ، خو بیا هم خپله حوصله نه بایلی، نه پخپله او نه خپلو مجاهدینو ته اجازه ورکوي چې د دښمن په دام کې ګیر شي، خپلو مجاهدینو ته امر کوي چې له خپل منځي جګړو څخه ځانونه وساتئ!، دا مو د جهاد ثمره ضایع کوي، اسلامي تاریخ او راتلونکو نسلونو ته مو مخ تورن معرفي کوي.

بابا ( رح ) د خپل منځي بې مفهومه جګړو د مخنیوي په موخه ډېرې هڅې او ستړیاوې وکړي، د مکې مکرمې امام، د هیواد د جیدو علماؤو، د هیواد د نامتو او جهادي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني په ملتیا یې منډې ترړې وکړي چې کومه مثبته پایله یې ونه درلوده.

په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال چې د خپل منځي جګړو اتلانو پکې ګډون کړی و، بابا ( رح ) د یوې خبري ناستې پر مهال په لنډو ټکو کې وویل: ماته له دې قسمو غونډو د وینو بوی راځي.

بابا ( رح ) د ځینو جهادي تنظیمونو او جهادي قومندانانو په حال ښه خبر و چې د نړیوال استعمار د ګټو لپاره افغان ولس وژني او د جهاد نظریه بدناموي، استعمار د دوی پر مټ غواړي چې د جهاد نتېجه د مسلمانانو د سر لوړۍ او ازادۍ باعث نه شي.

هغه وخت چې په هیواد کې د مجاهدینو تر منځ خپل منځي جګړه وه، ښه را یاد دي، چې بابا ( رح ) یوه ورځ ډېر ستړی او خفه مالومیده، ويې وویل: مونږ د جهاد رهبران به پخپلو، خپلو ولایاتونو کې په دار را ځړول کیږو ( چې څو ورځي وروسته یې د رغړي په نامه شعر ) له چاپي مطبوعاتو خپور شو، خالصه تا به هم کاندې بد نام دا شرمیدلي، چې د روس په بدله کې د غربیانو سره رغړي.

لکه څنګه چې مو وویل بابا ( رح ) خپل مجاهدین د دې ناروا او بې هدفه جګړو څخه منع کول، یوه ورځ ورته د شمال زون جهادي قومندان په داسې حال کې راغی چې له بابا ( رح ) څخه یې د خپل ځان، مال او ځمکو د ساتلو په خاطر د خپل منځی جنګ لپاره اجازه غوښتله، اصرار یې دا وو چې د جنګ نه بغیر کومه لار نه لري، بابا ( رح ) حکیم سړی و، د قومندان په روحیاتو پوهیده، ورته یي وویل: دا جنګ حرام دی اجر نه لري، مرګ یي خراب دی، پایله یې ترخه ده او په پایله کې د جهاد اهداف تر پښو لاندي کېږي پکار ده تاسو هر څه ورته پرېږدۍ یو څاڅکی وینه تویه نه کړئ!، قومندان صاحب ورته په احساساتي لهجه وویل: زه څه وکړم؟، مولوي بابا ( رح ) دغه قومندان ته د هغه د ښې راتلونکې او د هغه د نفس مهار کولو لپاره ورته وویل: د خپل منځي جنګ پر ځای په بازار کې یوه کراچۍ پیدا کړه او په هغې رومیان خرڅوه.

نوموړی قومندان چې اوس ښه ژوند لري او په خپل منځي او قدرت پرستو جګړو کې ښکیل نه شو د خپل محبوب قائد او رهبر روح ته دعاء کوي او تر دې مهاله پر امن ژوند تیروي.



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close