الاماره سټوډیو

(د بالا مرغاب حماسه) په نوم د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (د بالا مرغاب حماسه) تر عنوان لاندي(۳۸۹) شمېره ویډیويي راپور نشر کړ.
د روان (۲۰۱۹)میلا دي کال د جنوري په ۹ نیټه د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ په ټولو امنيتې پوستو او مراکزو د اسلامې امارت مجاهدينو تندريز عملیات پیل کړل.
دا عملیات چې تر لسو ورځو يې دوام درلود، د دښمن ګڼ شمېر پوستې او مراکز پکې فتحه شول،پراخي سیمي د دښمن له کرغېړن وجود څخه تصفیه شوې او ولسونو پکې د ارام ساه واخیسته.
د بالامرغاب په ولسوالۍ د عملیاتو په ټول جریان کې د دښمن ۸ کنډکونه، ۳۷ دفاعې پوستې فتحه شوې،۷۸ تنه د کابل ادارې منسوبین او عسکر ووژل شول ،۲۱ ژوبل ، ۲۷ تسلیم ، او۹۳ تنه عسکر یې ژوندي و نیول شول.
د یادي ولسوالۍ د عملیاتو، له دښمن څخه د نیول شویو نظامي مراکزو، وژل شویو او نیول شویو عسکرو او ولجه شویو مهماتو په اړه الاماره جهادي سټوډيو (د بالا مرغاب حماسه) په نوم تازه ویډيويي راپور ترتیب اونشر ته سپارلی دی چي د لاندي لینکونو له لاري یې کتلی شئ.



دا هم ولولئ

Close