تازه او عاجل خبر

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د معارف مسئولینو د ښوونیزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

د اسلامي امارت د معارف مسئوولینو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دیني مدارسو  او ښوونځیو له مسئولینو سره غونډه وکړه.

دغه مهمه غونډه د یادې ولسوالۍ اړوند د ده قلات د سیمې په تیر ګران لېسه  کې د ښوونيزو چارو او فعالیتونو د پرمختګ په اړه جوړه شوې وه چې د سیمې د ټولو تعلیمي ادارو مشرانو ترڅنګ یو شمېر قومي مخورو هم پکې برخه اخیستې وه.

د غونډې موخه د راتلونکي تعلیمي کال  لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې کول او خپلې تجربې شريکول وو.

همداراز غونډه کې په تعلیمي بهیر کې د نیمګړتیاوو د حل پر لارو چارو هم بحث وشو.

همدا رنګه د دیني مدارسو او د ښوونځیو مديرانو ته د ښوونې او روزنې کمېسیون اړوند کړنلارې تشریح شوې او په پای کې د غونډې د مهمې اجنډا ( د راتلونکي تعلیمي کال لپاره لازم ترتیبات نيول) په اړه څو مهمې پرېکړې وشوې.

دا هم ولولئ  د بلخ ولایت په چاهي او چهاربولک ولسوالیو کې دوه بابه دیني مدرسې افتتاح شوې

۵-۳۰-۲۰۲۰



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close