پیغامونه اورسمي بیانونه

د برتانویانو لخوا افغانستان ته د نورو عسکرو د رالیږلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

راپورونه خپاره شول چې په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتيژۍ له ناکامۍ وروسته امریکایي چارواکو په برتانوي حکومت فشار اچولی چې افغانستان ته د جګړې لپاره عسکر را ولیږي او د امریکایانو ناکامي تر یوه بریده جبران کړي.

د برتانیې دفاع وزارت هم منلې چې افغانستان ته عسکر لیږي.

برتانوي حکومت په داسې حال کې یوځل بیا افغانستان ته عسکر رالیږي چې زموږ په هیواد کې د برتانوي اشغالګرو اوسنی او پخوانی انجام د تاریخ هغه عبرتناک فصل دی چې ډیر څه ترې زده کیدلای شي.

د برتانیا چارواکو ته ښايي چې په تیر تاریخ کې په افغانستان د څلور ځلې پوځي یرغل او د میوند، لته بند او هلمند په ډګرونو د پېښو شویو وقائعو تاریخ دې په دقت وګوري تر څو د راتلونکي پوځي ستراتيژۍ په ټاکلو کې ور څخه استفاده وکړي.

له تیرو اوولس کلنو تجربو او بیلابیلو نسخو ازمویلو وروسته اوس د افغانستان د پيښو ټول څارونکي او نړیوال پوځي کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي چې د افغانستان موضوع پوځي حل نلري او نه هم په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو، بمبارونو او پوځي مداخلې په زور څوک د جبر حاکمیت ټینګولای شي.

دا هم ولولئ  د حرمینو خطیبان او د صلحي غږونه

په همدې حقیقت د پوهیدلو له امله خو زیاترو هغو هیوادونو له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وایستل چې د یرغل په پیل کې د امریکا ملګري وو.
لوړ حقیقت ته په پام سره د افغانستان اسلامي امارت د خپل اولس په استازیتوب د برتانيې پر حکومت غږ کوي چې د افغانستان په بې ګټې او ناکامه امریکايي جګړه کې دې ځان له بیا ښکیلتیا څخه وژغوري.

موږ په برتانوي ولس هم غږ کوو چې خپل نظاميان او حکومتي چارواکي دې ته پرې نږدې چې د دوی اولادونه بیا د افغانسان جګړې ته را ولیږي، دلته د بې دفاع او مظلومو افغانانو ویني تويي کړي او خپله هم د افغانانو په لاس ووژل شي او په پایله کې بې روحه اجساد، معیوب لاشونه او په رواني ناروغیو اخته په مړژوانده حالت کې بیرته برتانیا ته ستانه شي.

د افغانستان اسلامي امارت

دا هم ولولئ  امریکا؛ از ادعای حقوق بشری تا جنگ علیه بشریت

۳/۹/۱۴۳۹هـ ق

۲۹/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/519م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close