سیاسي لېکنې

د بلک واټر په راتګ سره له سولې سره مخه ښه وکړئ!

لیکوال: درویش ملنګ

بلک واټر یوه خصوصي امریکايي پوځي کمپنۍ ده چې په ۱۹۹۷ کال کې د امریکايي پوځي افسر اریک پرنس لخوا یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې ده، په دغه خصوصي کمپنۍ کې په ملیاردونو ډالر پانګونه شوې ده، یوازینۍ موخه یې د امریکا لپاره امنیت حالات کنټرولول دي، چې د امریکا لپاره یې عراق کې هم دنده ترسره کړې ده، په ځانګړي ډول د سي آی اې لپاره لاس په نامه ولاړه ده.
دا ډیر وخت کیږي چې خبري رسنۍ بلک واټر ا افغان جګړه باندې را څرخيږي، داسې ګنګوسې اوریدل کیږي چې امریکا د ناټو پر ځای افغان جګړه بلک واټر ته سپاري، ترڅو چې افغانستان کې د امریکايي او ناټو سازمان پوځیانو دنده بلک واټر پر غاړه واخلي، ځکه چې د تېرو اوولسو کلونو په اوږدو کې امریکا د جګړې په ډګر کې پاتې راغله.
که څه هم تېره ورځ د ناټو ملکي استازي زېمېرن په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دوی د افغان جګړې خصوصي کولو اراده نه لري، او نه یې په دې اړه له چا سره خبره کړې ده، مګر د اریک پرنس تازه څرګندونې او ګرم ملاقاتونه دا جوتوي چې د پردې تر شا لوبه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني هم ویلی دی چې بلک واټر ته د افغان جګړې سپارل ورته د منلو وړ نه دي، سربیره پردې بیا د ګډ حکومت اپوزیسیون غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي بیا د افغان جګړې خصوصي کولو ته خوشبین دي، د دوی په اند چې طالبان یوازې او یوازې د زور له لارې له مقاومت څخه غورځیدلائ شي.
بلخوا بیا د امریکايي ولسمشر ټرمپ او کانګریس پریکړو ته په کتو سره هیڅوک د امریکا له خوښې پرته افغانستان کې تصرف نه شي کولائ، امریکا ته نه ولسمشر غني حیثیت لري او نه ورته د ولسمشر په سترګه ګوري، خبره منل او مخالفت څخه یې لاس اخیستل خو مستحیل دي، څه چې امریکا غواړي هغه به ولسمشر په پټو سترګو بدرګه کوي، په لنډو الفاظو کې ووایم ولسمشر اشرف غني د ټرمپ ډول ته نڅیږي.
نو اوس خبره دا ده چې امریکا د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، که څه هم لسګونه قوماندانان او ستراتیژيانې او ټیکنالوژي یې رد او بدل کړل، مګر بیا هم د طالبانو پر وړاندې پاتې راغلل، نو اوس امریکا څخه ورخ اوبو وړی دی، ټولې ترخې او پخوانۍ تجربې یې تکرار کړه، مګر بیا هم نتیجه صفر سره ضرب شوه.
د یادونې وړ ده چې امریکا یوازې دوه آپشن لري، یا خو دا چې افغانستان څخه نور پښې سپکې کړي، ټول پوځیان وباسي او طالبانو سره مخامخ خبرو له لارې ځان ته د اوړو پزه جوړه کړي، ترڅو چې په نړیواله کچه د امریکا استکبار ته هم صدمه و نه رسیږي، نور امریکا د اقتصادي بحران څخه بچ کړي.
دوهم آپشن د جګړې خصوصي کول دي، چې روانه جګړه بلک واټر ته وسپاري، بلک واټر چې هیڅ قانون ته غاړه نه ایږدي، یوه خصوصي کمپنۍ ده، هر څه د زور له لارې ترسره کوي، نه سوله پيژني او نه کومو اصولو ته ژمن دي، خپله بریا د جګړې په ډګر کې ویني، د ډالرو په مقابل کې هر قسم جنایات ترسره کوي، بلکې د جنایاتو لپاره قراردادونه ترسره کوي.
لنډه دا چې که بلک واټر ته د افغان جګړې واګي وسپارل شي، نو بیا له سولې سره د تل لپاره مخه ښه وکړئ، افغانستان څخه به بیا دوهم سوریه جوړه وي، خپلمنځي جګړې او د بلک واټر له لوري ملکي مرګ ژوبلې او جنګي جرائم به اوج ته ورسیږي، چې بیا به افغانستان له بشري ناورین سره مخ شي او د افغانانو ژغورل به په ډیره ګرانه بیه تمام شي، نو ښه به دا وي چې همدا اوس د امریکايي جګړه مارو مخنیوئ وشي.
یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

دا هم ولولئ  خونخوارو جنرالانو ته سزا!


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close