تازه او عاجل خبر

د تخار درقد ولسوالۍ مرکز هم له ټولو ملحقاتو سره فتحه، ګڼ عسکر ووژل شول

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې، نن له غرمې مخکې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات هم فتحه شول.
د عملیاتو په جریان کې د دښمن ګڼ شمیر مزدرو عسکر وژل شوي، خورا ډير وسله، مهمات او نظامي عراده جات له دښمن څخه ونیول شول.
باقي پاتې امریکايي غلامان وتښتېد چې تعقیبي عملیات ورپسې روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د تخار ولایت د ینګي قلعه او وړمه شپه د خواجه غار ولسوالۍ ګانې هم له دښمن څخه فتحه شوې>

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۹/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/10



دا هم ولولئ  په کابل او پروان کې د فدايي بریدونو له امله لسګونه د کابل ادارې عسکر او امنيتي کسان ووژل شول
Close