تازه او عاجل خبر

د تعلیم او تربیې مسؤلینو په تخار ولایت کې تعلیمي ناستې کړې دي

د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې مسؤلینو د تخار ولایت په درقد، ینګي قلعه او خواجه بهاو الدین ولسوالیو کې د دیني مدارسو له مهتممینو او منتظیمینو سره، همداراز د ښوونځیو له مديرانو، سرښوونکو او ښوونکو سره جلا جلا غونډې کړي دي.

د تعلیم او تربیې مسؤلینو په را استول شوي راپور کې ویلي چې دوی په دغو ناستو کې لومړی د غونډو له ګډونوال څخه د ور پېښو ستونزو او خنډونو په اړه پوښتنې او ګروېژنې وکړې او د حل کولو په اړه یې په ګډه لازم تصامیم ونیول.

د راپور له مخې، د معارف مسؤلینو  د مدارسو او مکاتبو لپاره  درسي نظام یا نصاب ورکړ او د تطبیق په اړه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو په ټولو مدارسو او مکاتبو کې دغه د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې نصابونه او کړنلارې بشپړې پلې شي.

دا هم ولولئ  #غبرګون: مزدور دښمن دخپلو روزمره دروغو په دوام، نن بیا ادعاوکړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۹۲ مجاهدینوته تلفات اړولي. موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو.

همدارنګه د یاد ولایت د ښوونې او روزنې مسؤل د تعلیمي بهیر د پرمختګ او چټکتیا لپاره د ولسوالیو د معارف مسؤلینو ته ځانکړې سپارښتنې وکړې، تر څو په ښه ډول د خپلو مربوطه تعلیمي ادارو ستونزې واوري او د هوارولو یې لارې چارې ولټوي او په هرو لسو ورځو کې له یادو ادارو څخه لیدنې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غونډې ګډونوالو هم د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسؤلینو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوی په خپلو اړوندو ټولو ادارو کې د اسلامي امارت ټول لوایح او فرامین تطبیقوي .

۲۰۱۹/۵/۱۸ م

۱۳/۹/۱۴۴۰ هـ ق



Close