پیغامونه اورسمي بیانونه

د ثور د اوومې او اتمې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د ثور د میاشتې اوومه او اتمه زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې دوه هغه مهمې او ټاکونکې ورځې دي چې که په دقت سره تحلیل شي ډیر درسونه او عبرتونه ترې اخیستل کیدلای شي.

څلویښت کاله پخوا د ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه کمونیستي انقلاب او په تعقیب یې د جهاد پیل، شوروي یرغل او د مجاهد اولس په لاس د کمونیستي واکمنۍ راپرځیدل، موږ ته راښيي چې په دې هیواد کې پردۍ ایډیالوژۍ که څه هم ډیر جالب شعارونه ولري او کلونه کلونه ورته تبلیغ شوی وي، بیا هم چلښت نلري.

موږ په داسې حال کې چې د ثور د اوومې نیټې کمونیستي کودتا غندو او د هیواد د اوسنیو بدمرغیو پیلامه یې بولو، همدا راز د ۱۳۷۱هـ ش کال د ثور د اتمې نیټې بریا د افغان اولس ویاړمنه جهادي لاسته راوړنه بولو او خپل مجاهد اولس ته یې مبارکي وایو.

موږ باور لرو چې د ثور د اتمې لاسته راوړنه او د کمونیزم ضد جهاد بریا د کوم ځانګړي تنظیم یا ډلې ځاني افتخار او کارنامه نه ده، بلکې د جهاد بریا د ټول افغان ملت مشترک ویاړ  دی چې د الله تعالی په نصرت سره یې د کمونیزم فتنه محو کړه او نړۍ یې د یوې غیرفطري مفکورې له شر څخه آزاده کړه.

د افغانستان اسلامي امارت اصلا د کمونیزم ضد جهاد د ارمانونو وارث دی، کله چې د ثور د اتمې له بریا وروسته یو شمیر جهادي مشران له خپل اسلامي مسیر څخه منحرف شول، فساد او د هیواد لوټ تالان ته یې مخه کړه او د مقدس جهاد ارمانونه یې له خطر سره مخامخ کړل؛ نو اسلامي امارت د جهاد د اهدافو او یونیم میلیون شهیدانو د ارمانونو د تحفظ لپاره اقدام وکړ.

 اسلامي امارت تر اوسه په هماغه موقف ټینګار لري او د جهاد د اهدافو تر لاسه کول خپله فریضه ګڼي.

دا چې زموږ هدف برحق او د سپیڅلي اسلامي نظام اقامه کول دي، په الله تعالی باور لرو چې زموږ مرسته اونصرت به کوي او هغه ورځ خامخا راتلونکې ده چې د کمونیزم او امریکایي یرغل په وړاندې زموږ د لکونو شهیدانو، ټپیانو، معیوبینو، بندیانو او مهاجرینو ارمان ترسره شي. ان شاءالله تعالی

د افغانستان اسلامي امارت

۱۱/۸/۱۴۳۹هـ ق

۷/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/4/27م



دا هم ولولئ  روژه د جهاد او مبارزې سنګر

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close