سیاسي لېکنې

د جګړې د دوام مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟

په افغانستان د امریکایي یرغل او زموږ پر مؤمن اولس د تحمیل شوې جګړې اتلس کاله پوره کیږي. په تیرو اتلسو کلونو کې د امریکاد متحده ایالاتو درې ولسمشرانو( بوش، اوباما او ټرمپ) خپلې جنګي ستراتيژۍ تجربه کړې. د جنرالانو ادلون بدلون، د ځواکونو د شمیر تغیر، استخباراتي او تبلیغاتي توطیې، سیاسي او مذهبي فشارونه او نور بیلابیل پلانونه یې عملي کړي دي. خو د دې ټولو اتلس کلونو هڅو پایله بیا هم صفر ده. پرلپسې د افغان اولس جهادي مقاومت زور اخیستی، د اشغالګرو ځاني تلفات او مالي مصارف زیات شوي او سیاسي اعتبار یې تر پخوا زیات زیانمن شوی دی.
کله چې یوه فارموله اتلس کاله مسلسل ناسمه نتیجه ورکوي، معنی یې دا ده چې غلطه ده او پر ځای یې باید بله فارموله وکارول شي. په دې وروستیو کې د امریکاد متحده ایالاتو سیاسي رهبري همدې نقطې ته متوجه شوې وه او ټرمپ د خپلې پوځي ستراتیژۍ له ناکامي وروسته د مذاکراتو او منطق لاره غوره کړه. د افغانستان اسلامي امارت چې همیشه یې د موضوع په سوله ییز حل ټینګار کړی او حتی له امریکایي یرغل وړاندې یې هم له امریکا سره مذاکراتو ته امادګي ښودلې وه په رښتیني اراده سره د مذاکراتو پروسې ته وړاندې شو، د مذاکراتو لپاره یې یو موزون او بااعتباره پلاوی وټاکه او په تیرو نهو میاشتو کې یې دغه پروسه په ډیر ښه ډول تعقیب کړه.
د نهو میاشتو په جریان کې د نهه پړاوه مذاکراتو وروسته کله چې د توافقنامې متن نهایي شو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې دغه توافق ورته د منلو وړ نه دی او د مذاکراتو پروسه یې ودروله.
دا چې اسلامي امارت د جګړې د پای ته رسیدلو په مقصد پیل شویو مذاکراتو د بریا لپاره خپل ټول طاقت صرف کړ او تر پایه یې په خورا جدیت او رښتیني اراده سره دغه پروسه وپا للــه، له دې څخه ثابتیږي چې اسلامي امارت سولې ته واقعي ژمنتیا لري، بالمقابل لکه څنګه چې د جګړې د پیل کولو او پوځي یرغل ملامتي امریکایي جهت ته راجع ده، همداسې د جګړې او خونریزۍ د دوام پړه هم د امریکایي لوري خصوصا د ډونالډ ټرمپ پر غاړه ده.
هغه سازمانونه، افراد او رسنۍ چې له جګړې څخه د یوې عاطفي موضوع په حیث استفاده کوي، د بشر پالنې شعار بدرګه کوي او همیشه د جګړې د دوام او ملکي تلفاتو مسؤلیت اسلامي امارت ته راجع کوي، له دې وروسته باید د ټولو جګړییزو بدمرغیو او زیانونو مسؤل د امریکا ولسمشر وګڼي. ځکه ټول اولس او نړیوالو ولیدل چې نوموړي په څومره بې پروایۍ د افغان او امریکایي اولسونو په زړونو کې د جګړې د اختتام هیلې ورژولې او د امریکا دتاریخ په تر ټولو اوږده جګړه یې د دوام مهر وواهه.
د افغانستان اسلامي امارت د خپل اولس د هوساینې او سولې لپاره خپل ټولې هڅې ترسره کړې، څه یې چې په وس پوره ول د مذاکراتي پروسې د بریا لپاره یې وکړل. خو دا چې مقابل جانب پرته له څرګند دلیل څخه په یو اړخیز ډول دغه پروسه لغو اعلان کړه، معلومه خبره ده چې د جګړې پيلوونکي نه غواړي جګړه پای ته ورسیږي نو ځکه یې د پیل په شان د تداوم مسؤلیت هم دوی ته راجع دی.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم وګورئ

Close
Close