سرمقالې

د حقې داعيې څخه اوښتل د يو ملت د بې همتۍ او ځان وژنې پر معنی دي

نړۍ دی نور د مجاهدينو حوصله نه ازمايي؛ د افغانستان مجاهد او مسلمان ولس كه په دا تيرو څولسيزو كې له تحميلي جګړو ډير زوريدلي او په لكونو قيمتي انسانان يې له لاسه وركړي، ملي او فردي شتمنۍ یې د خارجي او داخلي داړه مارانو لخوا تروړل شوي او هيواد ديوه خطرناك انقلابي موړ څخه تيريږي ،خوبيا هم  د لوی او متعال رب په مرحمت بې حوصلې شوي نه دي او نه يي مورال بایللی اونه دستومانۍ او مايوسۍ ښكار شوي او د دې ستر علت او وجه دا ده چې هر افغان مجاهد په دې پوهيږي چې زما دښمن د يوې باطلې نظريې او ناكامې هڅې په خاطر له مليونونه ميله لرې واټن څخه زما هيواد ته رازي او خپله وينه دلته تويوي اوزه چې دبرحقی مبارزې په لاره كې او په خپل كوركې له جګړې او دفاع څخه لاس اخلم نو دا به د يو ملت د بې همتۍ او ځان وژنې پر معنی وي.

 دا چې امريكایانو د نوي ستراتيژۍ په عنوان كومه نوې چيغه پورته كړې دا يوازې تبليغاتي اړخ لري او بس ،كه نه واقعيت دادی چې په همدغه ستراتيژۍ د امريكا تيرو حكومتونو دوه لسيزي ضائع كړي خو څه يې ترلاسه نه كړل اوس كه ځمکني حقائق وګورو،امريكايان انشاءالله له يقيني ناكامۍ سره مخ دي كه اوسنۍ امريكا له څو كاله مخكې امريكا سره پرتله كړو نو دوئ مخ په ارتقاء نه بلكې د انحطاط په لورې روان دي، نو په تيره كې چې ددې پاليسۍ د عملي كولو په هڅه پاتې راغلل اوهغه مهال يې اقتصاد له اوس نه پیاوړی او د نظامي او سياسي قوتونو مورال يې نسبتاً لوړ وو او په نړيواله کچه يې يوه اندازه رُعب او كلانكاري درلوده او د جمهوري رياست په ټاكنو كېيې سياستمدارو او هوښيارو  ته دحكومت واګي په لاس ورغلي وه ،خو اوس يې په نړيواله كچه رُعب او دب دبه له لاسه وركړی اقتصاد يي له ستونزو سره مخ دی او په داخل كې له يو داسې كشمكش سره مخ دي چې رقيبان يي د پاشل كيدو شيبې شماري  او د امريكايي مطبوعاتو پر استناد ټاكل شوی واكمن له مغزو خلاص او دفاع وزير يې په ليوني سپي شهرت لري ،نو داسې بريښي چې بيړۍ يي طوفان اخیستې او دوئ هم ددې پر ځاې چې د ساحل خواته ځانونه نزدې كړي ،نور هم د ګرداب لورې ته رهئ دي، نو هركله چې د دښمن سره د جګړې پر مهال ديو چا داحالت وي لكه دامريكایانو اوسنی حالت، نو دتجروبو دخاوندانو تحليل دادی،چې دا یې آخري زور دی او غواړي د خپلو خلكو لويدلی مورال راپورته كړي ،خو داهم هسې يوخوب دی او د استراتيژیوو په كاغذي فورمولونو هيڅ لاس ته نه ورځي،ځکه ځمکني حقايق او د حالاتو او شرايطو تقاضی نور څه دي او د دي ستراتيژیوو د تطبيق لپاره نه دسيمې جغرافيوي او سياسي حالات جوړ او نه خو په دښمن کې د عملي كولو شيمه اوحوصله شته ،يو ټكیچې داهميت وړدی، هغه دادی چې نړيوال بايد په ړندوسترګو لاسونه ونه پړقوي او د چا خبره د غلو سره دجوال د خولې نيولو سياست دی پريږدي او د افغانانو د قربانۍ له بركته دی له امريكايي استعمار څخه خپله ازادي ترلاسه كړي ،لكه يومهال چې د همدوئ دجهاد له بركته ډيرو د شوروي امپراطورۍ جغ له خپلو څټونو لرېكړ،د افغانستان مجاهد اومسلمان ملت بايد  حوصله له لاسه ورنه کړي او ديوه فرعون د ماتولو په صورت کې د بل فرعون په لومه کې ځانونه ګير نه کړي ، بری د دې مجاهد قوم دی. ان شاءالله



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close