اسلامي لیکنې

د حلال رزق او کاروبار شرعي آداب

ليکنه: فضل الله مخبت

یو مسلمان چې د حلال رزق او یو کسب او کار، تجارت او نورو طریقو د رزق لاسته راوړلو لپاره له کوره وزي او یا هم په خپل کلي او محل کې کاروبار کوي نو لازمه ده چې هغه طریقې او آداب چې د رزق د حلال والي او پاکۍ سبب کېږي او هم هغه ناروا لارې چې اسلامي شریعت د هغه په واسطه د رزق له لاسته راوړلو منع کړې وپېژني او د خپل کار او کسب په طرزالعمل او کړنلاره کې یې شاملې کړي.

د دغو آدابو څخه په خلاصه ډول ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱ـ صالح او پاک نیت:

د خپل کاروبار او کوشش څخه به نیت او هدف ¹د خپل نفس او اهل عفت، ² نورو ته د احتیاج او سوال څخه خلاصون، ³په خپل دغه عمل او رزق سره خپل دین او وطن ته خدمت کول ⁴ د دې مال څخه په فقیرانو، یتیمانو خرچه او ⁵په دغه مال سره د مور او پلار سره نیکي او صله رحمي کول وي.

۲ـ د حلال رزق د ګټلو هڅه:

هر مؤمن ته لازمه ده چې د حلال رزق او مړۍ د لاسته راوړنې په هڅه کې وي او د حرام خوراک څخه په خپل ټول توان سره لرې و اوسي، ځکه الله ﷻ فرمایي:

﴿ وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللهُ حَلٰلًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللهَ الَّذِىٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤْمِنُونَ [سُوۡرَةُ المَائدة : ۸۸]

يعنې له کوم شى څخه چي الله ﷻ حلاله او پاکه روزي تاسي ته درکړې ده، هغه خورئ، څښئ. او د هغه (الله ﷻ) څخه ووېرېږئ چي ايمان مو پر راوړی دى.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مبارک حدیث مضمون دی چې: جنت ته نه داخلېږي هر هغه غوښه چې نمو او وده یې له حرامو څخه وشي نو اور ورته بهتره او اولی دی: «لَا يَرْبُو لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ إِلَّا كَانَتْ النَّارُ أَوْلَى بِهِ» رواه الترمذي وفي رواية أحمد: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ ، النَّارُ أَوْلَى بِهِ».

۳ـ رزق به د الله ﷻ په معصیت سره لاسته نه راوړي:

مسلمان باید په هیڅ داسې کومه لاره او ذریعه د رزق ګټلو هڅه ونه کړي چې په هغه کې د الله ﷻ څخه نافرماني او سرغړونه وي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مبارک حدیث خلاصه داسې ده چې: یو بنده تر هغه نه مړ کیږي چې هغه خپل مقدر رزق یې مکمل شوی او ټول یې خوړلی نه وي، نو د الله ﷻ نه وویرېږئ او رزق په نېکه او ښایسته طریقه طلب کړئ «إنّ رُوحَ القُدُسِ نَفَثَ في رُوعِي أنّ نَفْساً لنْ تَمُوتَ حَتّى تَسْتَكْمِلَ أجَلَها وَتَسْتَوْعِبَ رِزْقَها، فاتّقُوا الله وأجْمِلُوا في الطَّلبِ» [رواه أبو نعيم في حلية الأولياء].

او په یو بل حديث کې رسول الله ﷺ فرمایي: «إن الله طيِّبٌ لا يقبل إلا طيبًا» يعنې الله ﷻ پاک او طیب دی، نه قبلوي مګر پاک او طیب‎.

۴ـ د رزق طلب به یې د الله ﷻ د طاعت څخه نه مشغولوي:

بدبختانه چې نن زموږ لویه ستونزه دا هم ده چې که هر څومره د حلالې لارې رزق ګټو خو بیا هم د الله ﷻ د طاعت (لمونځ، ذکر، تلاوة القرآن، جهاد، روژه او نورو عباداتو) څخه یې په لویه کچه مشغول کړي یو.

دا زما د ژوند یوه ترخه خاطره هم ده چې کله زه ګاونډي هیواد ایران ته تللی وم، نو ومې لیدل چې مطلق اکثریت افغانان چې د روزی د ګټلو په پار هلته تللي وو، لمونځ یې نه کولو، روژه یې خوړله او د تلاوة او ذکر خو بیخي پوښتنه مه کړه!.

نو دغه ډول رزق بالکل حرام دی بلکې الله ﷻ اصلاً هیڅ برکت په دغه ډول رزق کې نه اچوي کوم چې انسان د الله ﷻ د عبادت څخه مشغوله کړي؛ او دا مو هم باید هیر نه شي چې الله ﷻ مال او رزق د دې لپاره موږ ته نازل کړی چې د الله ﷻ په عبادت کې مو عون او مرسته وکړي. رسول الله ﷺ فرمایي:

«إِنَّ اللهَ قَالَ: إِنَّا أَنْزَلْنَا الْمَالَ لِإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَلَوْ كَانَ لِابْنِ آدَمَ وَادٍ، لَأَحَبَّ أَنْ يَكُونَ إِلَيْهِ ثَانٍ، وَلَوْ كَانَ لَهُ وَادِيَانِ، لَأَحَبَّ أَنْ يَكُونَ إِلَيْهِمَا ثَالِثٌ، وَلَا يَمْلَأُ جَوْفَ ابْنِ آدَمَ إِلَّا التُّرَابُ …» [رواه أحمد] یعنی (الله ﷻ فرمایي چې) موږ مال د لمانځه د اقامې او د زکاة د ورکړې لپاره نازل کړی دی، او که ابن آدم یوه وادي ولري نو دی به خوښ وي چې کاش دویمه یې هم لرلی او که دوه وادي ولري نو دا به خوښوي چې کاش دریمه یې هم وای؛ او د ابن آدم خوله نه ډکوي مګر خاورې.

۵ـ دا چې دنیا ګټل به یې ټول غم نه وي:

یو مؤمن ته لازمه ده چې دنیا د آخرت لپاره کمکۍ ذریعه وګرځوي هغه داسې چې د حلال رزق د حاصلولو لپاره هڅه کوي، د الله ﷻ په لار کې او پر غریبانو یې مصرفوي او بر الوالدین او صله رحمي پرې کوي بیا نو دا تمه لري چې د الله ﷻ په رحمت سره با فائز او کامیاب شي د الله ﷻ رضا او جنت به پرې لاسته راوړي.

خو کله چې دنیا د آخرت سره په تعارض او ټکر کې راشي (هدف او نیت یې خراب وي، ذریعه یې معصیت وي او د الله ﷻ د عبادت نه مشغولتیا پکې راشي) نو دا جاني او ګناهکاره دنیا دې وغورځول شي او آخرت ته دې ترجیح او غوراوی ورکړل شي ځکه هغه حقیقي او ابدي کور دی.

رسول الله ﷺ فرمایي:«مَنْ كَانَتِ الآخِرَةُ هَمَّهُ جَعَلَ اللَّهُ غِنَاهُ فِي قَلْبِهِ وَجَمَعَ لَهُ شَمْلَهُ، وَأَتَتْهُ الدُّنْيَا وَهِيَ رَاغِمَةٌ، وَمَنْ كَانَتِ الدُّنْيَا هَمَّهُ جَعَلَ اللهُ فَقْرَهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ، وَفَرَّقَ عَلَيْهِ شَمْلَهُ، وَلَمْ يَأْتِهِ مِنَ الدُّنْيَا إِلَّا مَا قُدِّرَ لَهُ» [رواه الترمذي].

يعنې څوک چې د اخرت په غم او فکر کې شي، نو الله ﷻ به یې په زړه کې غنا (قناعت) پیدا کړی، او په اتفاق به یې کړی، او دنیا به ورته خواره او ذلیله راځي، او د چا چې یوازی دنیا په فکر کې وي نو الله ﷻ به د هغه کارونه ګډوډ کړي او د هغه فقر به د هغه سترګو ته نېغ ودروي، او حال دا چې دنیا به ده ته را نه شي مګر هغه چې ورته لیکل شوې او مقررشوې وي.

۶ـ زړه به یې پر الله ﷻ په یقین او توکل سره ډک وي:

ځکه الله ﷻ رزاق او قوي زورَور ذات دی، نو خامخا باید مؤمن په الله ﷻ توکل، یقین او پوره باور ولري چې که چېرې په الله ﷻ توکل او د حلال رزق اسباب راونیسې نو هغه به رزق او کرامت درکوي.

الله ﷻ فرمایي : ﴿ وَفِى السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ الذّاریَات: ۲۲] يعنې او په همدې اسمان کې ستاسې روزي هم ده او هغه شى هم دی چې ستاسې سره یې وعده کېږي.

او رسول الله ﷺ فرمايي: «لَوْ أَنَّكُمْ تَوَكَّلْتُمْ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزُقُ الطَّيْرَ، تَغْدُوا خِمَاصاً وَتَرُوْحُ بِطَاناً» [رَوَاهُ الإِمَامُ أَحْمَدُ فِي المُسْنَدِ، وَالتِّرْمِذِيُّ وَالنَّسَائِيُّ وَابْنُ مَاجَهْ فِي السُّنَنِ].

يعنې که تاسې په الله ﷻ ریښتونی توکل وکړئ نو الله ﷻ به داسې روزې درکړي لکه مارغانو ته یې چې ورکوي، سهار به وږي ووزي او ماښام به ماړه راشي.

۷ـ د سود، قمار او نورو محرماتو څخه لرې والی:

ځکه الله ﷻ په هغه رزق کې برکت نه اچوي چې د حرامو څخه لاس ته راشي او موږ په دې هم باید پوه شو چې الله ﷻ د هغه چا سره د جنګ وعده کړې چې د ربا او سود عمل کوي:

﴿ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِىَ مِنَ الرِّبٰوٓا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴾ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۷۸]

اې مؤمنانو! كه په رښتيا سره مو ايمان راوړى وي، نو له الله ﷻ ووېرېږئ او ستاسي چي كوم سود پر خلكو پاته دى، هغه ورپرېږدئ؛

﴿ فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۷۹]

خو كه تاسي داسي و نه كړل، نو خبر اوسئ چې د الله ﷻ او د هغه د پېغمبر له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى. كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ)، نو تاسې د خپلې پانګې اخستلو حقدار ياست، مه تاسې تېرى كوئ او نه به پر تاسې تېرى وشي.

۸ـ په تعامل او راکړه ورکړه کې مسلمان ته په کافر غوراوی او بهتري ورکول:

بلکې اصل دا دی چې مسلمان د مسلمان ورور سره تعامل وکړي ځکه دا د “تعاون علی البر والتقوی” په نیکۍ او تقوی کې د تعاون او کمک له باب څخه دی. خو که چېرې د مسلمان سره د تعامل او راکړې ورکړې مطلوب اسباب نه وي، د کافر سره هم تعامل ورسره جائز دی.

۹ـ هیڅ کله به دوکه نه کوي:

نه به د مسلمان سره او نه به د کافر سره دوکه او فریب کوي ځکه غش او فریب حرام او د نفاق د علامو او د خیانت د نشانو څخه دی.

ځکه نو رسول الله ﷺ فرمایي:

«مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا وَالْمَكْرُ وَالْخِدَاعُ فِي النَّارِ» [رواه الطبراني في الكبير والصغير] يعنې چا چې زموږ سره دوکه وکړه هغه زموږ څخه نه دی او مکر او چل بازي په اور کې ده.



Close