د نړۍ او هیواد تودې پیښې

د حماس ډلې پورې تړلی فلسطیني عالم دوکتور فادي البطش د دوو برید کوونکو پواسطه د مالیزیا په پلازمینه کې په شهادت ورسید

فادی الباطش فلسطیني عالم د دو برید کوونکو پواسط د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې په شهادت ورسید. د فادي الباطش رحمه الله پلار د خپل زوی ترورد اسرائیلو موساد استخباراتي شبکې پورې تړلۍ بولي.
د مالیزیا د پلازمینې سیمه ایز پولیس وايي: د فلسطین یو عالم د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د دوو برید کوونکو له خوا په داسې حال کې په ډزو ووژل شو، چې هغه د سهار د لمانځه لپاره جومات ته روان ؤ.
فلسطیني عالم دوکتورفادي البطش ۳۵ کلن عالم چې د حماس ډلي عضوه وو،د دوو نامعلومو وسلوالو پواسطه نن د شنبې په ورځ د مالیزیا په پلازمینه کې خپل کور سره نژدی په شهادت ورسید.
د فادی الباطش پلار الجزیرې ته داسې ویلي: چې د دې زوی په ترور کې د اسرائیلو د استخباراتي شبکي موساد لاس دي او د مالیزیایې مقاماتو څخه یې غوښتئ ،چې د دې د زوي د ترورمسئله ژر تر ژر وڅیړي.

دا هم ولولئ  ویکلي سټنډرډ: امریکا افغان جګړه بایللې ده

د حماس اسلامي ډله،چې فعل حال د فلسطین په آزادی کې رغنده رول لري،په خپل ټویټر پاڼه کې یې دوکتور فادی البطش ته د فلسطین د ځوان عالم او شهید خطاب ترڅنګ داسې هم ویلې: “چې نوموړی یو نامتو ساینس پوه وو، چې د انرژی په سکتور کې په پراخه توګه مرسته کړې ده”.
د فادي البطش شهادت پداسې حالت کې رامینځ ته کیژي،چې د څو اونیو راهیسي د فلسطین د غزي په سرحد کې د اسرئیلو ضد شدید تظاهرات روان دي.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close