محترم خالص بابا (رحمه الله ) دولسم تلين

د خالص بابا او شپون صیب یارانه

لیکنه:ذاکر جلالی
نن چې د خالص بابا دوولسم تلین دی، د استاد شپون د وفات به لا کال نه پوره کېږي. خدای دې دواړه وبښي. خالص بابا د خپل ولسي طبیعت له مخې شپون صیب سره د نظر له تفاوت سره سره خپله بې باکه دوستي پالله. رېګن سره لیدو ته چې د مجاهدینو پلاوی امریکا ته تللی و، شپون صیب پلاوي ته مېلمستیا کړې وه. د استاد شپون زوی خالص بابا ته ویلي و جهاد ته مې بوځه. شپون صیب “و، نه و، یو شپون و” کې لیکي “خالص ماته سترګه ووهله، بیا یې ورته ویل دا پلار دې ووژنه، همدا ستر جهاد دی!”
د خالص بابا په اړه مې شپون صیب سره چیټونه رایاد شول، چیټ‌خونه مې پرانیسته، استاد شپون په خپل بې‌تکلفه انداز جالبې کړې دي. د دوی په بې‌باکه رابطه کې زه د افغاني ټولنې د ملا او فرهنګي بې‌ریا انځور وینم. شپون صیب سره د چیټ یوه برخه تاسې سره شریکوم:
وايي “خالص صیب مې هم پیر و، هم یار هم ډایناسار”. بیا یې په ټوکه ویل “سخت په تضاد کې ګیر یم. نه د دین شوم نه د…”. ما وپوښت، څنګه تضاد استاده؟
ویل یې “زه هم نه پوهېږم. خالص راته تل ویل، یا سم کاپر کمونیست شه، یا ګهیځ وارو مسلمان”.
ما بیا پوښتنه وکړه، تاسو څه ورته ویل؟
– ما ویل یره چې اسلام د تا غوندې ډایناسارانو دین نه وای!
بیا یې رېګن ته د خالص بابا د اسلام پر بلنې خپل اعتراض ولیکه:
خالص د مجاهدینو د هیات مشر و. زما یار ستاسو تره حمزه (کاکا مې، مولوي صاحب میر حمزه مرحوم یادوي) هم ورکې و. د ټول افغانستان ورته تمه وه چې ګوندې د روس په وتلو سوله راشي. د رېګن سره مذاکرې وشي چې هم روس او هم خپل سپي لارې ته راولي. خو ده له هماغه اوله سره مرداره کړه، رېګن یې اسلام ته وروباله. ماته غوسه راغله، ورته ومې ویل:
نه رېګن نجاشي دی نه ته د پيغمر قاصد…ته د افغانستان د مجاهدینو استازی یې او دې دپاره یې نه یې رالېږلی چې رېګن مسلمان کړې. هغه وخندل:
– ته بانګساره یې، زه خو ملت نه یم را استولی!
وروستی ځل مې د مریضۍ او احتضار په حال کې جلال اباد کې ولید. په یوه لاس مې د ده لاس نیولی و، بل لاس مې د ده په مخ او ږیرې تېراوه. ورتې مې چې قرآن دې یاد دی، لمونځ کوې؟ هغه سر وښوراوه، ګوته یې خپل سر ته نېغه کړه، ماغزه کار نه کوي. مچ مې کړ. ده کوشش کاوه چې غېږ کې مې ټینګ ونیسي.
استاد شپون هم زموږ د فرهنګي ناسته ولاړو مالګه وه. خدای دې دواړه وبښي!


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close