محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

د خالص بابا رحمه الله يوه په زړه پورې خاطره / سپين کوچى

خپله هم پوره حاضر جواب و
او د بل چا حاضر ځوابۍ ته یې هم خندل.
کله چې د عبوري حکومت پر مهال داخله وزیر و نو یو تن مامور چې ( دفتر دین) نومیده د بابا خوا ته په څه کار پسې ورغلی و.
د دفتر خونه له زیاتو مشرانو ډکه وه نو بابا نوموړي مامور ته ویلي چې: وه هلکه!
عجیبه نوم دې دی !
دفتر دین
دفتر هم ته یې
او دین هم ته یې!
نو موړی مامور له وجود کوچنی، خو په خوله کې زیات چالاکه و نو بابا ته یې ځواب کې ویلي چې:
مولوي صیب!
دواړه ستاسې په واک کې دي …
دفتر هم ستاسې دی، او دین هم …
بابا رحمه الله او ناستو ټولو ورته ډیر زیات خندلي ول.
 
#دبابا رحمه الله له خاطرو…


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close