اسلامي لیکنې

د خندق غزا

له مدينې شړل شويو يهودانو (بني نضير) په ډېر مکر و چل د مکې مشرکان (قريش) او بني غطفان قبيلو په ګډون د عربو نور لوى ـ لوى ټبرونه هم پر مسلمانانو د يو لوى بريد لپاره اماده کړل.
و دې غزا ته “غزوة احزاب” هم ځکه ويل کيږي چې دا له بېلا بېلو احزابو جوړ يو لوى لښکر و او د قرآن
په صورة الاحزاب کې يې هم تفصيل شته.
د ابوسفيان په مشري د کفارو ستر لس زره (10000) کسيزه لښکر تيار شو او عهد و هوډ يې وکړ چې دا ځل به يې بريد دومره پراخ اوسخت وي، چې د مسلمانانو نوم او نښان به ورکوي.
د مسلمانانو ويښ قيادت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نورو مصروفياتو ترڅنګ پر دفاعي حالت هم ژور نظر او پام درلود، همدا لامل و چې د کفارو له ناپاکه ارادو ښه پر وخت خبر شو.
رسول الله مبارک يوه مشاورتي غونډه جوړه کړه او په غونډه کې د سلمان فارسي رضى الله عنه په وړانديز چي يو دفاعي خندق (کنده) به کِندو، فيصله وشوه.
د مدينې موقعيت: د مدينې له شمالي څنډې پرته نور يې شاوخوا غرونه او د خرماوو باغونه وو چې د باندني بريدګرو لپاره لوى خنډ و، له همدې کبله مسلمانانو يوازي د مدينې په شمالي خوا کې خندق (کنده) کِندل پيل کړل.
د کندې د ژورولو په جريان کې له رسول الله مبارک څو معجزې هم ښکاره شوې.
د مضمون د لنډوالي په خاطر د يوې معجزې په يادولو اکتفاء کوم.
د خندق کار ښه په مينه جريان درلود خو رسول الله مبارک او اصحاب کرام سخت وږي شوي وو؛ ان تر دې چې اصحاب کرامو له لوږې پر خپلو نسو يوه ـ يوه تيږه تړلې وه او په خداى ګران پيغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په خپله له لوږې دوه تيږې تړلې وې.
د لوږې په دې ځورونکي حالت کې جابر بن عبدالله يوه بزه (وزه) حلاله کړه او مېرمن يې کمه اندازه اوربشې اوړه کړه؛ بيا راغى، رسول الله مبارک ته يې دعوت ورکړ چې د څو نورو اصحاب کرامو سره دي د ده کره مېلمه شي خو رسول الله مبارک د خندک ټول کارکونکي چې زر نپر کيدل له ځان سره د جابر بن عبدالله مېلمانه کړل؛ ټولو ډوډۍ وخوړله، ماړه شول خو نه د غوښو ديګ خالي شو او نه هم ډوډۍ ختمه شوه.
د هجرت په پنځم کال د شوال په مياشت چې له مارچ 627 عيسوي سنې سره سمون خوري، د کفارو ستر لس زره کسيزه له بېلا بېلو قومونو جوړ لښکر چې مخکې له دې د مدينې خاوره د دومره لوى لښکر شاهده نه وه د انسانانو د سېلاب په څېر پر مدينه د بريد لپاره راورسېد خو کِندل شوي ژور، پراخ او اوږد خندق د دوى د بريد مخنيوى وکړ او د مسلمانانو دې جنګي تکنيک کفار ډير حيران او پريشان کړل لاکن بيا هم د کفارو جنګيالي له غوسې د زهرجنو مارانو په څېر تاوېدل را تاوېدل او په خندق کې د داسي کم سوري ځاى په لټه کې شول چې وکولاى شي آغه خوا ته تر واوړي، ولي د مسلمانانو مشر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل درې زره (3000) مجاهدين په داسي ترتيب ځاى پر ځاى کړي وو چې ټول خندق يې له څار لاندې و او پر خندق د اوښتو هڅه کونکي کفار به يې پر غشو ويشتل، له څو ورځو وروسته د کفارو د نوميالي او زړور پهلوان عمرو بن عبدو په مشري د شيطاني لښکر پنځه آس سپاره جنګيالي ( عمرو بن عبدو، عکرمه بن ابو جهل، ضرار بن الخطاب، نوفل بن عبدالله او ابن ابي وهب) د خندق پر يوه تنګ ځاى په اوښتو وتوانېدل.
عمرو بن عبدو د غرور او پيغور په ډک آواز سره پر مسلمانانو د مقابلې غږ وکړ. د مقابلې لپاره د اسلام وياړلى بهادر مجاهد حضرت علي کرم الله د جنګ ډګر ته شو.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم او اصحاب کرام د کفارو د مشهور تکړه جنګيالي عمرو بن عبدو سره د علي رضى الله عنه مقابلې ته ډير اندېښمن او فکرمن وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خداى ته د علي رضى الله عنه د ساتنې او بريالي کيدو زارۍ کوي؛ د کفر او ايمان په دې مقابله کې د دواړو يو پر بل تندريز بريدونه پيل شول، دوړې شوې، دوى نه مالومېدل خو د تورو کړپۍ يې اوريدل کيده، لومړى حضرت علي کرم الله په سر زخمي شو خو وروسته د الله د لارې ريښتوني، غيرتي مجاهد په هيبتناکه مرګوني ګوزارو سره عمرو بن عبدو ووژل شو او د کفارو پاته څلورو جنګياليو يې له ډاره په تېښته ميدان پرېښود خو نوفل بن عبدالله له ډير وهمه په کنده کې ولويد او همهلته هغه هم د علي رضى الله عنه په لاسو ووژل شو.
د علي کرم الله دې شجاعت و غيرت د کفارو جوش و مرال کمزورى کړ.
د مدينې محاصره پرته له کوم پرمختګه د کفارو له تمې زياته اوږده شوه، بالآخره د بني نضير ټبر مشر په مدينه کې ميشت د بني قريظه قبيلې سره تړاو درلودونکي يهود په چل و فريب اماده کړه ترڅو د مسلمانانو سره شوى تړون مات کړي او د مسلمانانو خلاف د کفارو له نورو احزابو سره يو ځاى شي.
د بني قريظه ټبر دا غدر مسلمانان له ستونزمن حالت سره مخ کړل، په مدينه کې د مسلمانانو ماشومان او ښځې په سخت خطر کې شول خو د الله پاک په لوى نصرت، ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په جهادي مهارت او د اصحاب کرامو په لوړ عزم و همت، حالت بدلون وموند.
په همدې وخت کې د نعيم بن مسعود په نوم کس مسلمان شو او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ليدلو وروسته په ډيره ځيرکتيا سره د تازه خلاف شوې قبيلې د بني قريظه او جنګ کې د شريکو نورو کفري احزابو تر منځ بدګماني او اختلافات پيدا کړل، له همدې امله د کفارو د جنګياليو جنګي روحيه کمزوري او ارادې يې متزلزلې شوې.
کفارو چې له يوې خوا يې خپلمنځي باور ختم شوى و له بلې خوا يوه شپه ناڅاپه هوا طوفاني شوه، يخ نور هم زيات شو، د خداى کارونه وو، باد دومره غوسه و چې د کفارو خيمې يې راونړولې، ديګونه يې له نغرو سره نسکور کړل او ډيوې يې مړې کړې، د کفارو په زړونو کې ويره او رعب ولويد، د دروند ځاني و مالي زيان په ليدو يې د تېښتې لار غوره کړه او د جنګ ميدان يې پرېښود.
په دې غزا کې کفارو ته سخت مالي زيان واوښت او له اتو (8) زيات جنګيالي يې ووژل شول همداراز شپږ (6) مجاهدين هم د شهادت لوړ مقام ته ورسيدل.
د خندق په بريالۍ غزا کې د يهودو بني قريظه قبيلې د خپل پخواني عادت له مخې له مسلمانانو سره د سولې د تړون ماتوالى او د مسلمانانو خلاف د کفر له نورو احزابو سره يوځاى کيدل دا ښه روښانه کوي چې په يهودو باور کول، ځان ته دوکه ورکول دي.



دا هم ولولئ  روژه د تقوي میاشت

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close