تازه او عاجل خبر

د دایکندي ولایت اجرستان ولسوالۍ فتح شوه، ګڼ عسکر تسلیم شول

د الخندق عملیاتو په جریان کې تیره شپه د دایکندي ولایت اجرستان ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ فتحه شول.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې هلته د دښمن ګڼې پوستې او قرارګاه وې نیول شوې وې او د مزدور دښمن ۳۴ عسکر وژل شوي ګڼ شمیر نور ټپيان شوي وو.

د تیرې شپې په عملیاتو کې د دښمن ولسوال، قومندان او ځينې نور مسئولین تښتیدلي، خو ۱۲ تنه عسکرو يې د اسلامي امارت له وروستي پيغام څخه په استفاده خپلې وسلې په ځمکه ايښي، مجاهدینو ته تسلیم شوي او ژوند يې ژغورل شوی دی.

مجاهدین د ولسوالۍ په نیږدې ساحو کې په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

همدا ډول د دښمن هغه ادعاوې حقیقت نه لري چې وايي په اجرستان ولسوالۍ کې يې د بمبار له امله ګڼو مجاهدینو ته تلفات اړولي.
مجاهدین د دښمن له تحرکاتو او هوايي حملو سره پوره آمادګي لري او د دښمن ټولې هڅې يې ناکامه کړی دي.

دا هم ولولئ  په پکتیا، میدان وردګو، کندز او کندهارکې بیا وحشتي دښمن ګڼ ملکي خلک شهیدان او کورونه ونړول

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۴/۹/۱۴۳۹هـ ق

۳۰/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/5/20



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close