سیاسي لېکنې

د دوحې غبرګې غونډې او هيلې.!

دورځي خبره:
د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د اسلامي امارت د استازو او امريکايانو ترمنځ اووم پړاو خبرې پيل شوې چې دواړه خواوې یې مثبتې ارزوي او د پرمختګ خبر ورکوي.

د قطر د بين الافغاني غونډې لپاره ياد مذاکرات درول شوي، په نهم تاريخ به له پلان سره سم يوځل بياشروع شي، نن په دوحه کې د قطر او جرمني هيوادونو په نوښت يوه بين الافغاني غونډه پيل شوه چې سبابه هم دوام کوي. ياده غونډه چې افغانستان کې د سولې د حل لارو د لټون په منظور جوړه شوې تمه ده چې مثبت نتايج به ولري اوله ګران هيواد څخه د امريکايې اشغالګرو له وتلو وروسته به د يو افغان شموله اسلامي نظام د راتلو لپاره زمينه برابره کړي.

اوس دا يو څرګند او منل شوی حقيقت دی چې اسلامي امارت په لومړي قدم کې د ګران هيواد ازادي او ورپسې د يو ټول شموله اسلامي نظام غوښتونکی دی. اسلامي امارت هر وخت ډاډ ورکړی چې د واک انحصار نه غواړي.
د کابل ادارې هغه چارواکي چې هڅه کوي په زهرجنو تبليغاتو افغانان وغولوي او اشغالګرو ته د پاتې کيدو زمينه برابره کړي بايد وپوهيږي چې د اسلامي امارت په رهبرۍ د ولس دغوښتنو مخه هيڅوک هم نه شي نيولی دالله پاک په مدد داشغال لمن ټولیږي او دیوه خپلواک اسلامي نظام په ټینګښت به دافغانانو زړونه ټکوریږي .ان شاالله تعالی

دا هم ولولئ  اشرف غني په کوم مخ استقلال لمانځي؟

ګران هيواد څخه به هرو مرو اشغالګر عسکر وځي او اولس ته به د تل پاتي سولې او يو اسلامي نظام په شتون کې د باعزته ژوند کولو حق ورکول کيږي. ان شاءالله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close