پیغامونه اورسمي بیانونه

د را روانو نمایشي انتخاباتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په داسې حال چې امریکایي یرغلګر پوځیان د هیواد په ښارونو او هوایي حریم قابض دي. د افغان مؤمن اولس د ځپلو لپاره، ډول ډول وسلې ازمویي او د قتل عامونو، بمبارونو، لوټ تالان او بشري فاجعو نوې نوې نسخې تطبیقوي، په اسلام او وطن مینو افغانانو ته لازیاتي بندیخاني جوړوي، یرغلګرو د هیواد استقلال تر دې حده اشغال کړی چې اوس د جنګ د خصوصي کولو او د بلک واټر په نوم یوه قاتل ګروپ ته د افغانستان د واک سپارلو خبرې هم کوي. له دې تأسف بار حالت څخه د اولسي ذهنیت د منصرف کولو په موخه د پارلماني انتخاباتو په نوم نوې هنګامه پيل شوې چې د اشغالګرو لخوا اکمالیدونکې رسنۍ ورته شپه ورځ تبلیغات کوي.
د اشغال په تیر ۱۷ کلن بهیر کې موږ د انتخاباتو په نامه ګڼې پروسې ولیدې چې یوې يې هم زموږ د ملت او هیواد درد نه دی دوا کړی، بلکې برعکس د هیواد ملي ګټو په زیان، د اشغال د تداوم، د اشغالګرو په ګټه د امنیتي تړون او افغان اولس د تیرایستلو او اغفال لپاره کار ترې اخیستل شوی دی.
تر اشغال لاندې هیوادونو کې د انتخاباتو په نامه جعلي پروسې صرف د دې لپاره ترسره کیږي چې د اشغالګرو لخوا خپلو نصب شویو ګوډاګیانو ته پرې مشروعیت ورکړل شي، خلکو ته د رایې د حق درلودلو کاذب احساس القاء شي او د اشغال په وړاندې اولسي حساسیت پرې راکم کړل شي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې نه خو د دیني هدایاتو له مخې او نه هم د ملي ګټو او سالم عقل له نظره د افغانستان اوسنی حالت د دې وړ دی چې د انتخاباتو دغسې پروسې دې په کې ترسره شي، بل دا چي هیوادوال اونړۍ وال ټول په دې خبره اعتراف کوي چي د هیواد ترنیمایې زیاته خاوره د اسلامي امارت تر تسلط لاندی ده او په پاته زیاتره سیمه کي هم قوي نفوذ لري، نوښکاره ده چي د انتخاباتو نمایش به یوازی د ولایتي مراکزو په ښاروالیو کی ننداري ته وړاندي کیږي، هغه هم په داسې حال کې چې د امریکا سفیر په منظمه توګه د ټاکنو او شکایاتو په نوم د کمیسیونونو چارې تر مستقیم څار لاندې ساتي او د نوماندانو نهایي لستونه ترتیبوي، له بلې خوا د ګوندي او قومي تعصباتو، تقلب، د رایو د برآلا پېر او پلور او نورو ډول ډول توطیو له اړخه هم دغه تپل شوې پروسه په یوه بشپړه رسوایي بدله شوې ده، د ایمان او وجدان تقاضا همدا ده چې دغه پروسه بې اعتباره او مردوده وبلل شي او د مخنیوي هڅې یې وشي.
اسلامي امارت د خپل اولس په استازيتوب او د دې ملت د ژغورونکي ځواک په توګه د پارلماني ټاکنو په نامه روانه پروسه جعلي، د پردو د ګټو او ملت ته د فریب ورکولو دسیسه بولي.
د دې لپاره چې د هیواد لویې ګټې خوندې شوې وي، لویې او ټاکونکې پروسې د اشغالګرو د موخو لپاره استعمال نشي، اسلامي امارت په ټول ملت غږ کوي چې د روانوانتخاباتو له ټول بهیر سره کاملا پريکون وکړي، هيڅ اهیمت ورنه کړي، ونډه په کې وانخلي او تحریم يې کړي.
همدا ډول په هغو کاندیدانو هم غږ کوو چې لا تراوسه د غلامۍ حلقې ته نه دي داخل شوي چې د اشغالګرو تر سیورې لاندې، نه د دین، نه د ملت او نه هم د هیواد خدمت کیږي؛ بلکې برعکس ستاسو له کاندیدۍ او بریا څخه مخامخ امریکايي اشغالګرو ته ګټه رسیږي، د هغوی نمایشي پروسې او دسیسې کامیابه کیږي،له هغوئ سره په مسلمان وژنه او وطن ورانولو کي شریک بلل کیږئ او د روانې جګړې د اوږدېدو سبب ګرځي، نو باید د خپل احساس او افغاني درک له مخې په دغو پروسو کې له ګډون څخه منصرف شئ.
اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هم لارښوونه کوي چې د ملکي او عامو افغانانو ژوند او مال ته د جدي پام ساتلو تر څنګ په ټول هیواد کې د دغې امریکايي پروسې د مخنیوي هڅه وکړي، کلک خنډونه ورته جوړ کړي، هغه افراد چې د دې پروسې د بریا هڅه کوي او په امنیتي برخه کې مرسته ورسره کوي، هغوی تر هدف لاندې راولي او په ټول توان سره د امریکایانو دغه دسیسه ناکامه او نامراده کړي.
موږ اشغالګرو او د ټاکنو د پروسې اصلي طراحانو ته یو ځل بیا وایو چې د هیواد د روان بحران اساسي حل له افغانستان څخه د ټولو اشغالګرو اوبیګانه ځواکونو وتل او دلته د یو سوچه اسلامي حاکمیت را اعاده کیدل دي، که څوک ما سوا له دې څخه په نورو لارو فکر کوي هغوی ممکن څو ورځې عامه اذهان د تبلیغاتو په توسط مصروف وساتي خو زموږ د ملت سرنوشت نه شي بدلولی.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۸/۱/۱۴۴۰هـ ق
۱۶/۷/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/10/8م

دا هم ولولئ  د اسلامي امارت پوځي او سیاسي استقرار


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close