شعرونه

د زړه تنده / نـظــــــام

نـظــــــام کنـدهــــــاری

ما يې په ستړي انتظار ماتول تنده د زړه

الله ۚ خبر په څه به يار ماتول تنده د زړه

دا يې وي نښه د يو سپينې او سپېڅلې مينې

چا که د هجر پر انګار ماتول تنده د زړه

عشق يې تر پولې د جنون يوسي مجنون شي عاشق

يا شي منصور که يې پر دار ماتول تنده د زړه

د وصل ګل ته لاس رسی وو له پرهره وروسته

مئين بورا ځکه پر خار ماتول تنده د زړه

خاموش تصوير يې راته ګوري راته نه ږغيږي

هغه چې ما يې په ديدار ماتول تنده د زړه

کله نظام ژړل او کله يې قلم ژړله

دواړو په اوښکو په خپل وار ماتول تنده د زړه



دا هم ولولئ  د عباس ستانکزي د خبرو ژباړه د شعر په ژبه!

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close