تازه او عاجل خبر

د سرپل په کوهستانات کې له دیني مدرسو سره د نقدي پیسو او خوراکي موادو مرستې وشوې

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون مسوولین وايي، د اسلامي امارت د عشر او زکات ادارې له عوایدو څخه يې د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ له  دیني مدرسو، دارالحفاظونو او کلیوالي مدرسو سره د خوارکي موادو او نقدي پيسو مرستې کړې دي.

د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو او د عشر او زکات ادارو په يوه ګډه غونډه کې شپږلکه، پنځلس زره  (۶۱۵۰۰۰) افغانۍ د یادو مدرسو مسوولینو ته ورکړې دي.

په دې غونډه کې د تعلیم او تربیې او عشر، زکات ادارو مسوولینو، د کوهستانات ولسوالۍ ولسوال، علماءکرامو، د مدرسو مهتممینو او قومي مشرانو برخه لرله چې له دیني مدرسو او د ښونې او روزنې په برخه کې د اسلامي امارت د تعلیمي چارو د کمیسیون له ژمنتیا، هڅو او همدا راز د هر ډول نقدي او خوراکي توکو له مرستو مننه وشوه.

دا هم ولولئ  پکتیکا: سرحوضه کې ۱ اربکی ووژل شو

غونډه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسوولینو ولسي خلکو او علماء کرامو ته ډاډ ورکړ چې د دیني مدرسو د جوړولو او د موجوده مدرسو د پالنې په برخه کې به ځانګړې توجه کوي.

د جلسې په وروستیو کې د یادې ولسوالۍ  په ټولو دیني مدرسو، دارالحفاظونو او کلیوالي مدرسو د نقدي پیسو ترڅنګ د اړتیا وړ خوراکي توکي لکه وريژې، لوبیا، غوړي او داسې نور توکي ووېشل شول.



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close