شعرونه

د سلګیو زمزمه!

شاعر: طالب الهام

د پرهر څړیکه ، د سلګیو زمزمه ورسره
ساندې نغمې شي اسویلي کړي بدرګه ورسره

کاش چې خالق په عباداتو کې بدلون راولي
چې جهاد حج کړي استشهاد کاندي عمره ورسره

پدې صورت کې زه ترجېح د بل مذهب کوومه
چې څوک د مړي کړي غیاب کې جنازه ورسره

ستا پاکې مینې ته ما دومره احترام کړی ده
پاتې بس صرف یوه رکوع ده او سجده ورسره

یاد به ژوندی کړي پر جهان د اسلامي تحول
چې یو عمر شي بل په څنګ کې اسامه ورسره

اهل د زیغ دي قدریه هم جبریه ورسره
اور کې به سوځي خوارج فلاسفه ورسره

طالب الهامه ان شاء الله د امارت وګړي
کابل به فتحه کړي بغداد،قُسطنطنیه ورسره



Close