سیاسي لېکنې

د سولې پروسې تخریبوونکي نور څه غواړي؟

 زمریالی اباسین

د طالب استازو او د امریکايي ټیم ترمنځ نهايي شوی هوکړه چې په اغلب ګومان ژر به لاسلیک شي، څو مهمې پایلې لري: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش به مشخص شي، د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه به ضمانتونه ترلاسه شي، د افغانانو ترمنځ د تفاهم، مذاکراتو، مصالحې او توافق په نتیجه کې به د ټولمنلي نظام رامنځته کېدو او ترټولو مهم “سرتاسري او دایمي اوربند” ته به لار هواره شي.

د باور وړ معلوماتو او لومړی لاس سرچینو د ویناوو پر اساس، د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق په پایله کې د لومړۍ جوپې په توګه له څلور تر پنځه زره امریکايي سرتېري له افغانستانه وځي. له موجودو شاوخوا ۱۳۵۰۰ سرتېرو به ۸۶۰۰ بهرني سرتیري په افغانستان کې وي او د بین الافغاني توافق تر رامنځته کېدو، د بین الافغاني توافق په صورت کې په مشروط ډول به له دوه تر درېو کلونو له افغانستانه وځي.

د احتمالي توافق بل اړخ یې هم د طالبانو لخوانه یوازې د ترهګرو سره د نه همکارۍ بلکې د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د تضمینونو ورکول دي. تضمینونه په دواړو جهتونو کې، که د امریکا لخوا دي او که د طالبانو لخوا، په نړیوالو معیار د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو او هېوادونو په شتون او ډاډ کې ورکول کیږي. ځينو طالب استازو سره په خبرو کې دې نتیجې ته سړی رسیږي چې دوی د القاعده ملاتړ او یو شمېر نورې کړنې چې د امریکا او د هغوی د متحدینو د بریدونو لامل شول یوه تېروتنه بولي او غواړي اوس یې اصلاح کړي. اصلاح که اتلس کاله څه چې سل کاله وروسته هم وشي د راتلونکو نورو کلونو تر دوامدارې تېروتنې ښه وي.

د زلمي خلیلزاد په استازیتوب د دغې پیل شوې پروسې تر ټولو مثبت اړخ یې دا دی چې هر څه په خورا مهارت په ځنځيره اي شکل تنظیم شوي؛ هماغسې چې هغه وايي، “پر یو شي هم توافق نشي کېدلی څو چې پر ټولو څلورو مواردو (د طالبانو لخوا د ترهګرۍ ضد تضمین ورکول، د بهرنیو ځواکونو وتل، بین الافغاني توافق او سرتاسري اوربند) توفق نه وي شوی.” دا پدې مانا چې د افغانانو ترمنځ جوړجاړی پخپله د امریکا او طالبانو ترمنځ په احتمالي توافق کې ځای لري او عدم یې د دغه توافق یو شمېر مادې نفي کوي او دویم توافق (بین الافغاني جوړجاړی) له لومړي توافق (د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق) له یو بل سره نښلوي او دواړه سره ضمیمه دي. ټول نړیوال او باور وړ سازمانونه او بنسټونه به دا هر څه ګام په ګام څاري او ارزونه به یې کوي.

تراوسه د پام وړ پرمختګونه چې جدي اړتیا یې وه رامنځته شوي: د طالبانو لخوا نرمښت ښودل (د حکومتي استازو شتون په مذاکراتو کې منل، له امارت په شاکېدل او پر ټولمنلي شریعي نظام توافق، د بندیانو د تبادلې او ازادۍ په هکله هوکړه، د تاوتریخوالي راکمول په ځانګړې توګه ځانمرګي بریدونه او درنې چاودنې، د بین الافغاني توافق په نتیجه کې دایمي اوربند ته غاړه کېښودل، له پخوانیو جهادي او حکومتي مشرانو سره مذاکراتو ته تیاری ښودل)، د امریکا لخوا تر نظامي تاکتیکونو پر ډیپلوماټیکو چارو تمېدل، د ملي یووالي حکومت د نیمايي برخې او سیاسي ګوندونو، د نظام د مهمو څېرو او یو شمېر نورو افغان اړخونو یوغږ کېدل، په سیمه او نړۍ کې د نسبي او تر ډېره بریده د افغان سولې په هکله د مثبت ذهنیت او اجماع رامنځته کېدل، همکارۍ ته د پاکستان مجبورول او ترغیبول او له جګړې سولې ته د افغانستان د قضیې مایلول.

دا هم ولولئ  مرموز لاسونه چې د سولې پروسه تخریبوي

له شک پرته چې د دوحې مذاکراتو احتمالي توافق لا د امریکا او طالبانو ترمنځ د پرمختګ لومړي پلونه دي چې یو په بل پسې به عملي کیږي چې د افغان جګړې د بهرني اړخ مرفوع کول بلل کېدای شي. بل او تر هغو ډېر مهم اړخ یې چې سوچه افغاني اړخ به وي د دې مزل تر ټولو حساس او مهم پړاو دی. دا پړاو یوازې یو اړخ مخالف لري (ارګ). دغه مخالفتونه د هرې ورځې په تېرېدو د ممکن پرمختګ رامنځته کېدو سره هم مهاله تخریبي او ورانوونکې بڼه خپلوي او د ارګ “نیم بنده مشروع ټيم” له هغو حلقاتو سره یو ځای چې په کور دننه او بهر، په ځانګړې توګه امریکا کې له طالبانو سره د جوړجاړي ضد مفکورې لري، یو ځای د هغه مسیر ایجادولو هڅې کوي چې دغه پروسه سبوتاژ کړي.

د بین الافغاني ناستو او بیا ورپسې رسمي او جدي مذاکراتو لپاره د کابل مېشتو او د داخلي سیاست مهمو څېرو او حکومت ترمنځ د نظر یووالی او پر یو واحد ټیم توافق له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د احتمالي رامنځته کېدونکي توافق دوه برابره مهم دی. درې ځله د بیجنګ بین الافغاني ناستې نېټه د همدې نه هوکړې له امله وخڼډېده او بالاخره دا دی تراوسه لغوه شوې ده. که دا ټیم نه جوړیږي د نظام په استازیتوب د بشپړ غږ او واحدې اجنډا ښکارنه نه کوي او که ارګ یو څه او سیاسیون بل څه وايي لکه دا تراوسه حالت، کومه مثبته نتیجه به د کوردننه پلاوي د ایجاد په برخه کې ترلاسه نشي. تازه ولسمشر غني مونیخ کې یو فورم ته خبرو کې امرالله صالح قول تایید کړ وې ویل امرالله صالح طالبانو ته ښه اصطلاح کاروو “Trojan Horse” یا د ټروجان اس چې یو کمپیوټري وایرس دی چې په یوه مثبته بڼه ځان ښيي او د ویروس په بڼه راڅرګندیږي. بیا ورپسې وايي طالبان که په هلمند کې د ده په مقابل کې ټاکنو ته دریږي څوک به سپي هم پرې ونه نیسي. بیا ورپسې ادعا کوي چې طالبان پخپلو کې سره وايي غربیان مو وغولول اوس به دولت هم وغولوو…

دا هم ولولئ  د تعليم او تربيه او عالي تحصيلاتو د خارجي ارتباطاتو له مسؤول محترم همت اخندزاده صاحب سره مرکه

دا خبرې په داسې یو حساس وخت کې چې میلیونونه افغانان سولې او ارامۍ ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي، پورتني پرمختګونه شوي او فضا د سولې پر محور څرخي؛ له تخریب او ورانکارۍ پرته بله څه مانا لري؟ که ښاغلی غني پر طالبانو شک لري ولې یې د مذاکراتو پر مېز نه ازمايي؟ که له طالبانو سره لږترلږه د د خبرو اراده هم لري نو ولې کابل په دا یو کال د سیاسیونو ترمنځ د یوې دوه-درې ورځنۍ ناستې شاهد ندی؟ که ښاغلی غني او ټیم یې د واک او یوې بلې پنځه کلنې دورې پرته پر بل څه فکر نه کوي، نو هر ځل د هر پرمختګ پر وړاندې ولې سنګر نیسي او پلمې تراشي؟

د “ارګ یا مرګ” شعارونو دا هېواد دا څلوېښت کاله په باروتو او وینو ولاړه او بیا بیا د واک پر سر جګړې ته زمینه سازي به دا ځل یوازې یو لوري (افغان ولس) ته ترټولو او تر بل هر وخت ګرانه تمامه شي.پدې جنګ کې نه د غني او نه هم د هغه د ټیم د مطلق اکثریت غړي زیان ویني. دوه پاسپورټونه، یو جوړ کالي، او یو بکس؛ دا هغه څه دي چې ښايي دوی یې په څو دقیقو کې تر هوايي ډګره له ځانه سره یوسي. که پاتې کیږي نو دا ملت او د دې جغرافيې لاینهله جګړه به وي.

ښه به وي چې ټول اړخونه قربانۍ ته چمتو او یوازې له جګړې د وتلي افغانستان رامنځته کولو لپاره د یو زعیم، رهبر او خواخوږي په توګه وګوري. دا لیدلوری به یې هم د تاریخ او هم د هېواد او ولس پر وړاندې اتل کړي. خو که داسې یې ونکړل او دا طلايي چانس هم له لاسه ووت بیا به د هر ډول ناخوالې پړه د همدې حاکم ټيم پر غاړه وي.

بالاخره باید دغه پروسه پيل شوې وای. وخته ده که ناوخته، مهمه دا ده چې پیل شوې او باید په پوره دقت او له سولې سره د سولې کولو په روحیه باید پرمخ یوړل شي. د خبرو په جریان کې افغانان او ټوله نړۍ د هرې خبرې جاج اخیستلی او ښه او بد لوري او نیتونه جلا کولی شي. له طالبانو سره مخامخ خبرې د رسنیو له لارې ټول افغانستان او نړۍ اورېدلی او ارزولی شي. دا سناریو به بایلونکي نه بلکه ټول ګټونکي کړي. خنډ جوړول بې ګټې دي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close