سیاسي لېکنې

د سولې پر خوا مثبت قدم…!!

د ورځي خبره:

له امریکا سره د اشغال د پای ته رسیدو پرسر رواني خبري د دوو ورځو لپاره د بین الأفغاني ډایلاګ لپاره وځنډول شوي، چې بیرته به بیا هم نن له سره پیلیږي، او امید دی چې د افغان مجاهد ولس له هیلو، توقعاتو او ارمانونو سره سم د اشغال د خاتمې، د ګران هیواد د آزادۍ، او د یو مستحکم اسلامي حاکمیت د رامنځ ته کولو زیری له ځان سره ولري.

دا چې بین الأفغاني تفاهم څومره اړین دی، په دې کې هیڅ شک نشته، اسلامي امارت د افغانستان د اوږدې غمیزي د پای ته رسولو لپاره د ټولو افغانانو هم آهنګي او پر یو مشترک ارزښت سره را غونډیدل، ترټولو اشد او مبرم ضرورت ګڼي. د همدې پخاطر یې د هیواد له ډېرو داسي څیرو سره چې د هیواد په څلویښت کلنه او یا شل کلنه غمیزه کې یې د ملي او اسلامي خیانت ترکچي جفاکارانه کړني ترسره کړې؛ بیا هم له زغم، حوصلې، تدبر او دور اندیشي نه کار واخیست، تنزل یې وکړ، پر یوه میز یې ناستې ته زړه ورسره ښه کړ، د زړه خواله یې ورسره وکړل، د دې لپاره چې ګوندي په هیواد کې مو د سپیڅلو جهادونو او د خپلواکۍ د ملي مبارزو ثمرات ضایع نشي. او دا دربدره افغانان یوه ښه ورځ وویني.

دا هم ولولئ  نیمروز: دلارام په جلاپېښوکې ۲ تنه عسکر وژل شوي

د امید ځای دا دی چې په اصولو کې ټول افغانان د اسلامي امارت برحقي داعیې ته لبیک وایی، هغه دا چې د بهرني اشغال په کلي توګه خاتمه، او په هیواد کې د یو مستحکم افغان شموله اسلامي حاکمیت رامنځ ته کیدل دی.

د دوحې دغه دوه ورځنۍ غونډه چې پرون ناوخته د یو پریکړه لیک په صادرولو پای ته ورسیده؛ ټولو په یوه خوله هغه غوښتني تأئید کړي چې د اسلامي امارت او په ټوله کې د افغان مسلمان ولس آساسي ارزو وه.

د افغانستان وروستۍ غمیزه له همدې نقطې راپیل شوي وه چې یو شمېر افغانانو د اشغال ملاتړ او د اسلامي نظام مخالفت وکړ، هغوی د خپلو ناچیزه، ځاني مادي غوښتنو لپاره د افغانستان نجات هم د اشغال په استحکام او تلپاتي کیدو کې باله، حالانکه دا د افغانستان د تباهي په مانا وه،

دا چې نن هغوی ټول دې ته اماده دي، چې له اشغال څخه د کرکي اظهار کوي او د اسلامي نظام له نفاذ سره خوښي څرګندوي؛ دا په مجموع کې ثابتوي چې د سولي پرخوا مثبت ګامونه اخیستل کیږي او د سولي لاره نوره هم را لنډيږي.

دا هم ولولئ  د جنګي مجرمینو محاکمه

پکار دا ده چې همدا ګډون کوونکي افغانان د پریکړه لیک نوري هغه مادې هم په عملي توګه تعقیب کړي چې پکي راغلي، د هیواد د آزادۍ په ګناه اسیران شوي افغانان دي له زندانونو آزاد شي، د میډیا ناوړه ژبه دې بنده شي، عام المنفعه مراکز او ولسي وګړي دي د طرفینو د بریدونو هدف نه ګرځي، او داسي نور ….

که چیري دواړه لوري همدغه پریکړه لیک په مسئولانه ډول تعقیب او د تعمیل کوښښونه یې وکړي. نو له شک پرته چې د سولي لپاره به هیڅ ډول موانع پاتي نشي. ان شاءالله.

پای ……………..!



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم وګورئ

Close
Close