تازه او عاجل خبر

د سویل لوېدیځې حوزې اړوند ولایتونو روزه نيز سیمینار تر سره شو

د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون په زیار د تېرو کلنو په څېر سږ کال یوځل بیا د تعلیم او تربیې د هڅو د لا چټکتیا او د هیواد د ځوان نسل د ذهني تنویر په موخه د هیواد د سویل لوېديځې حوزې اړوند (۱۵)  ولایتونو د تعلیم او تربیې د ولایتي مسوولینو درې ورځنی روزه نيز او څېړنیز سیمینار تر سره شو.

دغه درې ورځنی سیمینار چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، پکې په لومړۍ ورځ د ولایتونو د تعلیم او تربیې د رئیسانو له لوري هر یوه په خپل وار د پوهنې د بهیر د پر مختګ په برخه کې د مجلس برخوالو ته اړوند معلومات او نظرونه ورکړل.

د مجلس په دوهمه ورځ د کمیسیون د مشرتابه له لوري د مجلس برخوالو ته د تعلیم او تربیې د چارو د لا پر مختګ  لپار ه معلومات او لازم هدایات واورول شول.

دا هم ولولئ  فارياب : بلچراغ کې ددښمن په بمبارکې ۲ مسجدونه او یوکور ویجاړ ۵ تنه زخمیان شوي

د مجلس په دریمه ورځ بیا د کمیسیون د مشرتابه له لوري ګډونوالوته په همدې اړه اداري برخه کې معلومات او اړوندې مشورې ورکول شوې، وروسته د کمیسیون له لوري پر مسوولینو د سیمینار اړوند چاپي اسناد او یو شمیر تعلیمي او فرهنګي توکي توزیع شول، یاد سیمینار پرون ماسپښین مهال د دعاپه ترسره کولو سره پای ته ورسېدو.



Close