ابدي ژوندي

د شهید حافظ خالد بن أمیرالمؤمنین ژوند ته کتنه

احمدالله وثیق

د طالبانو اسلامي تحریک په دې عصر الفتن کې یوازینی دیني خوځښت دی چې د صدر اسلام د مؤمنانو ویاړمنې کارنامې یې یو ځل بیا راژوندۍ کړې.

په نور یو عالم امتیازاتو او استثناءاتو سربیره د اسلامي امارت یوه ځانګړنه داده چې مشران او زعماء یې همیشه د یوه عادي مجاهد په څیر په ځان او مال د الله تعالی ددین د دفاع په لاره کې د قربانۍ ډګر ته وړاندې شوي دي. ښایي دا به د دې اسلامي خوځښت د زعامت یو استثنائي امتیاز وي،چې په افغانستان د امریکایي کفري یرغل په لومړی شپه د یرغل لومړنی قرباني د اسلامي امارت د مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سکنی تره مولوي محمد حنفیا و چې په دې ډول د امارت مؤسس ملاصاحب دښمن ته وښوده چې دی کوم له سنګر نه تښتیدونکی مشر او له قربانۍ سره ناشناخته څوک نه دی. بلکې حاضر دی چې د مجاهدینو د مخکښ په حیث د قربانۍ په ډګر کې هم له نورو مخکې و اوسي.

د اسلامي امارت دوهم امیر شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله خو په خپله ځانګړې قربانۍ سره یوه داسې کارنامه د تاریخ سرمشق کړه چې بیلګه به یې په ډيره سختۍ د تاریخ په پاڼو کې موندل کیږي. یو ملګری چې د شهید امیرالمؤمنین سوزیدلی جسد یې لیدلی و راته وویل چې ما د هغه جسد له نږدې ولید، د هغه په جسد کې د یوې ګوتې په اندازه هم داسې ځای نه و پاته چې هغه دې د بارودو له تاو څخه خوندي پاته شوی و. د دې حالت په لیدو مې دده په حال غبطه راغله او ومې ویل: هرڅوک وایي چې د پتنګ په څیر به د الله په دین ځان قربانوم، راشئ زموږ امیر وګورئ چې څرنګه یې په دین ځان لولپه کړی دی.

خو زموږ د قربانیو داستان لا دوام لري چې بالاخره دادی زموږ اوسني زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله هم خپل امتحان ورکړ او خپله د زړه ټوټه ( ځوان زوی) یې له نورو مجاهدینو مخکې د کفرد غلامانو مقابلې ته وروړاندې کړ. د شیخ صاحب ځوان زوی حافظ خالد د هلمند په ګرشک کې په دښمن فدایي برید ترسره کړ او په دې توګه یې تاریخ ته ثابته کړه،چې موږ یوازې د قول او شعار خلګ نه یو. موږ چې ځان ابراهیمي ملت بولو نو له امیره تر ماموره هر تن مو دې ته حاضر دی چې خپلې دزړه ټوټې د اسمعیل ذبیح الله په شان د الله تعالی د رضا لپاره قربانۍ ته وړاندې کړو.

شهید استشهاد حافظ خالد تقبله الله:

حافظ خالد رحمه الله له اوس نه ۲۰کاله مخکې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب په علمي او روحاني خاندان کې وزیږېد.د دوی کورنۍد افغانستان د کندهار ولایت ده چې له ډیر پخوا څخه د علم او روحانیت منبع پاته شوې نو ځکه یې د کورنۍ غړو ته د (اخندزاده) احترامانه لقب کارول کیږي.

حافظ خالد رحمه الله له کوچنیوالي یو مؤدب او ځیرک ماشوم و . له ابتدایي ضروري زده کړو وروسته یې د قرانکریم حفظ پیل کړ
چې په ۹ کلنۍ کې یې د الله تعالی عظیم کتاب په بشپړ ډول حفظ کړ.

له هغه وروسته یې دیني زده کړې پیل کړې، د صرف، نحو، عقائد،فقهې،بلاغت، منطق او نورو مروجه فنونو کتابونه یې زیاتره له خپل تره حافظ مولوي احمد الله اخندزاده صاحب نه ولوستل تردې چې د ځوانۍ عمر ته په رسیدو ورباندې جهادي جذبه غالبه شوه او د جهاد لاره یې ونیوله.

د جهاد او استشهاد په معسکر کې:

حافظ خالد ( عبدالرحمن) تقبله الله چې له کوچنیوالي یې له جهاد سره ډیر شوق و د نوې ځوانۍ په مهال د خپل والد صاحب په اجازه د اسلامي امارت جهادي معسکر ته داخل شو تر څو د جهاد لپاره عملي او نظري زده کړه ترلاسه کړي او د یوه بااستعداده او مسلکي مجاهد په حیث له کفر سره د مقابلې ډګر ته وړاندې شي.

د یو کال په اوږدو کې یې په جهادي معسکر کې ضروري تعلیم او تدریب ترسره کړ او وروسته له جهاد سره د ډیرې مینې له امله یې د استشهادي عملیاتو لپاره امادګي وښودله او د فدایانو په ځانګړي معسکر کې داخل شو.په تیرو درو کلونو کې نوموړی د فدایانو په معسکر کې خپل نوبت ته انتظار و،نوموړي د کفارو او دهغوی د همسنګرانو په خلاف د استشهادي عملیاتو لپاره په ډیر شوق انتظارکاوه چې په دې عزم کې یې خپله کورنۍ او په ځانګړي ډول خپل والد صاحب هم ورسره بشپړ موافق و او نوموړی یې له کوچنیوالي د جهاد او د شهادت په مینه را روزلی و.

په معسکر کې د ژوند په موده کې شهید حافظ خالد دمعسکر د همدرسو ملګرو او همدا راز د فدایانو ملګرو په منڅ کې ډیر زیات محبوبیت درلود چې هغوی د یوه ښه مربي او استاد په سترګه ورته کتل، په معسکر کې د جماعت امامت هم ډير وخت د حافظ خالد په غاړه و او وخت ناوخته به یې ملګرو ته تبلیغ هم کاوه او د جهاد فضایل به یې بیانول. نوموړي د خپلو ملګرو په منڅ کې د یوه عادي او فرد مجاهد په توګه ګوزاره کوله هیڅ کله یې داسي چلند نه کاوه چې خلګ وفهموي چې نوموړي د امیرالمومنین زوي دی او یا د لوړې کورنۍ څخه دی.

د فدایانو په تهاجمي ګروپ کې:

فدایي عملیات چې همیشه یې تاکتیکونه بدلیدونکي دي، یو ډیر مؤثر تاکتیک چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډیرو سیمو کې ترې استفاده شوې او ستر فتوحات یې له ځان سره درلودلي هغه د دښمن په قوي مراکزو د مجهزو فدایي مجاهدینو مخامخ او ناڅاپي بریدونه دي.چې فدایان په خپله فداکارۍ نورو مجاهدینو ته مخه خلاصوي او د دښمن په مورچو ورخیژي.

حافظ خالد رحمه الله درې میاشتې وړاندې په وروستي ځل له خپل والد صاحب سره ولیدل او د اوږده سفر په مخه یې ترې خدای پاماني واخیسته.نوموړی په وروستیو میاشتو کې په هلمندولایت کې په هغه ځانګړې منتظره قطعه کې وه چې په سختو او قوي اهدافو ځانګړي عملیات ترسره کوي او په وروستیو میاشتو کې یې د هلمند په لراوبر کې ددښمن ډیر مراکز فتحه کړي دي.

شهادت یې :

د ۱۴۳۸ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۲۶ نیټه سهار وختي‌ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي په مربوطه امنیتي پوستو او ګڼو پوځي مرکزونو په یوه وخت د اسلامي‌امارت مجاهدینو پراخ بریدونه پیل کړل، لومړی د ولسوالي په امنیتي کمربند د موټر په توسط استشهادي ‌برید ترسره شو چې ټول موانع یې لرې کړل، وروسته پليو مجاهدینو د دښمن په پوستو حمله وکړه، له څو ساعته جګړې وروسته مجاهدینو ګڼ شمیر امنیتي پوستې ونیولې خو د فقیرانو په کلي کې واقع د (بارې) په نوم ددښمن یوه پخه پوځي‌قرارګاه وه چې مقاومت یې کاوه او د مجاهدینو د وړاندې تګ مخه یې نیولې وه. ددې قرارګاه د فتح کولو لپاره دې ته اړتیا وه چې مجاهدین یې محکمو مورچو ته لاسي بمونه وروغورځوي او پاخه دیوالونه یې په انفجاري بوشکو والوزوي. د دښمن په قرارګاه د دې خطرناکو عملیاتو مسؤلیت د منتظره قطعې د فدایانو ګروپ ته وسپارل شو چې حافظ خالد هم په کې شامل و د فدایي مجاهدینو ځانګړي پیاده ګروپ په ډیره میړانه ددښمن په پخه قرارګاه هجوم ورووړ، فدایانو د دښمن د مرمیو په باران کې د قرارګاه تر دیوالونو ځان ورساوه، ددښمن مورچې یې په لاسي بمونو او چاودیدونکو ډبو والوزولې او نورو مجاهدینو ته د مخې خلاصولو لپاره یې د قرارګاه د پخو دیوالونو د الوزولو کار پیل کړ.

په همدې حالت کې چې حافظ خالد اونور فدایي مجاهدین د دښمن له عسکرو سره په ډیره نږدې مسافه کې په جګړه بوخت و حافظ خالد ابن امیرالمومنین همدلته د شهادت تر مقامه ورسید. تقبله الله.

د شهید حافظ خالد د شخصیت په اړه:

د شهید حافظ خالد تره مولوي حبیب الله صاحب وایي، حافظ خالد چې لا کوچنی و نهایت زیات پرهیزګار او عابد طالب و، په ډیر وړکوالي کې به سهار وختي د جماعت لمانځه ته په پابندي سره تلی، کله به تر شیخ صاحب مخته روان و او کله به د هغه له شا تلی . د طالبي په دوران کې یې زیات عبادت کاوه، روژې به یې نیولې او نوافل یې ډیر زیات ادا کول.

د نوموړي مشر اکا مولوي حافظ احمدلله اخندزاده وایي، د حافظ خالد له جهاد سره ډيره مینه وه، د درس په دوران کې چې به کله د جهاد اړوند آیتونه او احادیث بیانیدل او د جهاد کیسې به کیدلې نوموړي به اوښکې تویولې. نوموړی وایي، شهید حافظ خالد نهایت زیات مودب او د لوړو اخلاقو څښتن و، په ډیره نرمه لهجه به یې خبرې کولې، د مشرانو او خپلو استادانو یې نهایت زیات اطاعت کاوه.ډیره مشغله یې ذکر وو.

حافظ خالد ظاهرا خاموش طالب و، خو په معنوي لحاظ یې د ډیر لوړ استعداد څښتن وو.ښه مطالعه یې درلوده د طالبي‌په دوران کې به نورو مشرانو طالبانو له نوموړي څخه درس وایه.

مولوي احمدالله صاحب وایي: په حافظ خالد کې د خپل والد شیخ صاحب حفظه الله زیات صفتونه او خویونه موجود و،نوموړی که څه هم د شیخ صاحب دوهم او کشر زوي و خو په علمي‌لحاظ ډیر د لوړ استعداد خاوند و، ښه مطالعه یې درلوده، زموږ په کورنۍ کې ټول په دې نظر و چې د شیخ صاحب په علمي‌مسند به حافظ خالد کښیني. خپله د شیخ صاحب حفظه الله هم ورته زیاته توجه وه او ډیره تمه یې ورته کیدله. شهید خالد تقبله الله په معسکر او فدایي کنډک کې د وخت تیرولو په دوره کې چې به کله کور ته راغی او بیرته به رخصتیدی همیشه بې له موږ نه د ایمان د سلامتي‌دعا غوښته.

حافظ خالد تر شهادت تقریبا درې میاشتې مخکې له شیخ صاحب سره ملاقات شوی وو.شیخ صاحب حفظه الله خبر و چې د خپل ګران زوي حافظ خالد نوم یې د فدایانو په لست کې لیکل شوی دی او همیشه به یې د هغه د شهادت انتظار کاوه.

تقبله الله



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close