محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

د عالیقدر خالص بابا رحمه الله په یاد.

مولوي انوارالحق مجاهد

الحمدلله و الصلاة و السلام علي رسول الله .

و بعد:

غواړم وروسته له حمد او درود نه خپله لیکنه د اسلام د ستر مجاهد او سپه سالار شیخ اسامه بن لادن رحمة الله علیه  په معقوله مقوله پیل کړم، هغه ته یوه ورځ چا وویل چې، خه به وه چې مونگ د خپل تحریک (القاعده) یوه تاریخچه لیکلې وای ، او دا خو طبعا هر حرکت کوشش کوي د راتلونکو لپاره د تاریخ په بڼه د لارې نقشه پریږدي، نو د شیخ رحمه الله ځواب  دا وو چې، یو تاریخ لیکونکي وي، بل تاریخ جوړوونکي وي، مونږ باید د تاریخ  لیکونکي نه، بلكه تاریخ جوړوونکي شو، لیکل به  نور  را پسې كوي.

یقینا د تاریخ لیکنه دومره میړانه او بهادري نه ده،خو تاریخ جوړول ډیر لوی او مشکل کار دی، د هغوي دې جواب ماته ډیر خوند راکړی دی، او یقینا دا په جواب کې یو فلسفي درس او تربیه هم ده.

ځمونږ والد صیب رحمه الله  په دې سیمه کې د عملي جهاد له  مؤسسينو وو ، أو ريشتيا هم تاريخ یې و نه ليكلو، خو تاريخ یې جوړ كړ ، مونږ نن وينو چې د هغوي په تاریخ لیکوالان په غیر د کوم شخص یا کورنئ یا تنظیم له غوختنې لیکنې کوي ،او که هر تنظیم یا حرکت غواړي تاریخ ولري نو له لیکنو دې د تاریخ جوړونې ته زیاته توجه ورکړي، تاریخ به خپله ولیکل شي ، زما یاد دي کله چې روسان مات شول او اسلامي انقلاب پیروزئ ته نږدې وو، يوه جهادي تنظيم او رهبر یې اراده درلوده چې د اسلامي نهضت أو  د خپل تنظيم   تاریخ په خپل  طبیعت او فرمایش ولیکي،نو څه وخت کار او مصارف هم  ورباندې  وشول، استاد بیرنگ صیب به اوس مړ یا ژوندی وي، الله دې مل شي مالومات ترې نه لرم،خو دا هم ددې هیئت غړی یا مشر وو،خو دده سره نزدې تعلق لرونکي شخص ماته هغه مهال دا کیسه وکړه، کله چې د حزب +جمعیت جنگونو او فتنو زور واخیست، وایي مشر صیب امر وکړ چې، تاریخ خراب شو، لیکل بند کړئ ،نو همغه وو چې د څو لسیزو قربانیو او میړانو د تاریخ لیکلو جرآت  او حوصله یې له لاسه ورکړه أو دا ځکه چې د تاریخ جوړولو او ساتلو په لاره کې پاتې راغلل ، نو اوس هم د تاریخ لیکل به اسانه شي، د ځان صفت او میړانې بیان په مطبوعاتي ډگر کې هدف او ډیر خه نه دی،زمونږ روان د شهامت او قربانئ کاروان او سرلاران دې د خدای او خپلو قربانیو په خاطر له ډیر احتیاط نه کار واخلٍي چې، العیاذ بالله د تیر انقلاب تریخ تاریخ او زینې ناخوالې تکرار نه شي او بیا لکه د ځینو تیرو رهبرانو په څېر د روس او امریکا په ځنزیرونو و نه تړل شو او یا هم د کمیونستانو او قاتلینو سره د یوه جغ لاندې دا وطن قلبه،قلبه نه کړو ، بیا نو نه به یې خپله تاریخ لیکلای شو،نه به یې آینده څوک دلیکلو حوصله ولري ،

افتخارات او ویاړونه ساتل ډیر دروند کار دی، د خواهش ، منصب او د دنیوي لذاتو عملي قرباني ډیره سخته، خو میړانه او سر شندنه ده ،أما  خپل سالم مسیر ساتل بیا تر ټولو لویه لاس ته راوړنه او میړانه ده.

زما په فکر زمونږ مشرانو مونږ ته داسې تاریخ پریښې دی،که مونږ یې لیکو که نه، که بل څوک یې لیکي که نه،خو د هغوي ژوند او مړینه خپله تاریخ دی

 او دا یواځې نن نه، بلکې دتاریخ په اوږدو کې ډیرځله د مسلمان  او بیا افغان اتلانو سره همداسې شوي دي، د شیخ اسامه بن لادن او د هغه د ملگرو ، محترم عالیقدر خالص  بابا ، عالیقدر مجاهد امیر ملا محمد عمر مجاهد ، ستر مجاهد عالیقدر الحاج مولوي جلال الدین حقاني ، او د أنگریزانو ددور  د وزیر اکبرخان په شان د اتلو  مجاهدینو او په اوسني دور کې  د سل گونو شهیدو بندیانو رحمهم الله  ورک قبرونه ،د شهید گوانتنامو معلم اول گل مجاهد ، شهید باگرام مولوي عبدالرقیب مجاهد او د زینو نورو بندیانو رحمهم الله مظلومانه شهادتونه، راتلونکو نسلونو ته خپله  یو زرین تاریخ دی ،

 نن ددغې اسلافو د تاریخ او کارنامو یادونه د هغوي حق دی،  خو یواځې په یادونه د هغوي د حق اداء نه کیږي ، بلکې  په عملي توگه د هغوي د تاريخ او مسیر  ساتنه یې په ورثه وو، کورنیو ،او لارویانو حق دی او دا یقینا د هغوی د حق اداء ده ،( لقد كان في قصصهم عبرة لأولي الباب ما كان حديثا يفتري ….).

او لکه څنګه چې الله تعالي  شهیدان مړه نه دي بللي، یقینا د اسلام د لارې اتلان هم  د خلکو په زړونو او ژبو تل یاد او په ټولنه کې یې یاد ژوندی دی، د عالیقدر خالص بابا رحمه الله لارویان او کورنئ دې په دې وویاړي چې د افتخار په دې میدان او قطار کې الحمدلله له چا هم  پاتې او بې برخې نه دي

۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸

۱۸ جولای ۲۰۱۹م



Close